1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

حقیقت موندنه: ایا پوتین د اټومي وسلو د کارولو ګواښ کړی؟

۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

په ټولنيزو رسنيو کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين داسې ويډيوګانې لاس پر لاس کيږي چې ګواکي د اټومي وسلو د کارولو ګواښ کوي. ايا دا رښتيا دي؟

د DW د حقیقت موندنې پايله: پوتین د اټومي وسلو ګواښ
دويچه وېله حقيقت موندنه: دغه ويډيويي خبر ګمراه کوونکی دیانځور: X

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، جو بايډن اعلان وکړ چې د امريکا متحده ايالاتو و اوکراين ته اجازه ورکوي چې د امريکا له خوا ورکول شوو توغنديو ATACMS باندې د روسيې دننه اهداف ويشتلو اجازه لري. د جو بايډن د دغه اعلان وروسته پر خواله رسنیو د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين داسې ويډيوګانې ګردش کوي چې ګواکې د بايډن اعلان ته پکښې غبرګون ښيي. د ياد اعلان وروسته بېلابېل غبرګونونه رامنځته شوي ول.

د ATACMS توغندي څه دي؟

دا توغندي شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره (۱۸۵ میل) لرې پروت هدف په نخښه کولای شي او د اوکراین پوځ به وکولای شي د روسیې او شمالي کوریا پر ځواکونو په کورسک سیمه کې، چې د اوکراین سره په پوله ده، بریدونه وکړي.

ادعا:

د ټولنیزو رسنیو یو کارونکي په خپره شوې پوسټ کې لیکلي:

«وروستي خبرونه: ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې که پر روسیې د توغنديو یا ډرونونو ډله‌ييز برید وشي، یا دا وسلې د روسیې خاورې ته ننوځي، نو روسیه به اټومي وسلې وکاروي.»

دغه پوسټ چې په ایکس (پخواني ټویټر) کې خپور شوی، تر اوسه نږدې ۷ میلیونه ځله لیدل شوی او له ۱۱۰۰۰ څخه زیات ځله شریک شوی. په دې پوسټ کې د روسیې د دولتي تلویزیون RT یو راپور هم شته چې په کې پوتین څرګندېږي.

دغه هم ولولئ: پوتین او ترمپ دواړه وايي خبرو اترو ته تيار دي

د دويچه وېله د څېړنې پايله: خبر ګمراه کوونکی دی

د عکس د پراخ لټون څخه څرګنده شوه چې ویډیو او د پوتین بیان د بایډن د وروستۍ پرېکړې په ځواب کې نه دی ورکول شوی. د RT راپور نږدې دوې میاشتې پخوانی دی او د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر له غونډې صحنې پکښي کارول شوي. دغه غونډه د اټومي وسلو د کارونې په تړاو وه.

په ياده غونډه کې د روسیې د اټومي وسلو د کارونې په اړه مخکنۍ تګلاره بدله شوه. پوتین وویل چې د هغو پوځي ګواښونو لیست چې پر وړاندې یې د اټومي وسلو د کارونې احتمال شته، پراخ کړل شوی دی.

پوتين ويلي: «زه غواړم ستاسو پام دې ته راواړوم: د دغه سند نوې بڼه د داسې برید تعریف پراخوي چې پر روسیې د غیر اټومي هیواد لخوا وشي، خو د اټومي هیواد په ملاتړ ترسره شي. دا ډول يو بريد به د روسیې پر ضد د  مشترک برید په توګه وارزول شي.»

په ياده غونډه کې د مخکې له مخکې برید د احتمال موضوع هم یاده شوه. مخکېنی اصولنامې يا دوکترين یوازې د متقابل برید لپاره د اټومي وسلو  د کارونې اجازه ورکوله.

د اټومي وسلو د کارونې پراخېدونکې نوې تګلاره

د همدې اونۍ په سه شنبه (د ۲۰۲۴ کال د نوامبر ۱۹مه)، پوتین یو فرمان لاسلیک کړ چې د روسیې د اټومي وسلو د کارونې اصول پراخوي. دغه نوې تګلاره مسکو ته اجازه ورکوي چې د «هوايي او فضایي وسلو د ډله‌ییز برید» په صورت کې، که څه هم دغه وسلې دودیزې وي، د اټومي ځواب امکان ولري. دا فيصله د اوکراين د جګړې په تناظر کې شوې.

دغه هم ولولئ: پوتین: هیله لرم چې لویدیځ د اوږد واټن توغندیو د کارولو په اړه خبرداری « اوریدلی» وي

ټولنیزې رسنۍ کې نورې ویډیوګانې

دغه ویډیو یوازینۍ هغه نه ده چې په ایکس شبکه کې خپره شوې. یوه بله ویډیو چې د پوتین د څرګندونو ښودلو ادعا کوي، وایي چې روسیه «اوس د ناټو سره رسمي جګړه کې ده.» خو دا ویډیو هم د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر له ۱۲مې ده، کله چې پوتین په سینټ پیټرزبورګ کې د اوږده واټن وسلو د کارولو په اړه د لویدیځ هیوادونو د احتمالي پرېکړې په اړه خبرې کولې. هغه خبرداری ورکړ چې لویدیځ هیوادونه که اوکراین ته د دې وسلو اجازه ورکړي، نو دا به د «په جګړه کې د ناټو هیوادونو، امریکا د متحده ايالاتو او د اروپایي هیوادونو د مستقیم ګډون» په معنا وي.

د روسیې رسمي غبرګون

د بایډن له پرېکړې وروسته د پوتین هیڅ رسمي غبرګون نه دی راغلی. تر اوسه یوازې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د سپتمبر په ۱۲مه د پوتین د پخوانیو څرګندونو یادونه کړې ده.

د نومبر په ۱۸ مه، د کریملین ویاند، دیمیتري پیسکوف، په مسکو کې وویل چې اوکراین ته د دې توغندیو اجازه ورکول به کړکېچ نوې کچې ته بوزي. هغه هم د پوتین د سپټمبر د څرګندونو یادونه وکړه: «د دغو توغندیو د الوتنې ماموریت او مسير یوازې د ناټو پوځي پرسونل ټاکلی شي. د اوکراین سرتېري دا نشي کولی. نو پوښتنه دا نه ده چې اوکراین ته اجازه ورکړل شي که نه، بلکې دا ده چې ایا د ناټو هیوادونه په دې پوځي شخړه کې مستقیم ګډون کوي که نه.»

پیسکوف وویل چې د اټومي تګلارې نوې اصولنامه «ډېر مهم» سند دی چې باید په نړیواله کچه وڅېړل شي. هغه زیاته کړه: «ضرورت و چې زموږ اصول د موجوده وضعیت سره سمون ولري.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب