فيزر غواړي په آلمان کي د افغانانو منل کېدل آسانه کړي
۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ښايي په پام کي لري چي د فدرالي ايالتونو له خوا د افغانانو د منل کېدنې پروگرامونو ته اجازه ورکړي. داخله وزارت په دې تړاو هيلي راپارولي دي.
اعلان
د آلمان مرکزي حکومت په دې تړاو تصميم نيسي چي ايا فدرالي ايالتونه له يو هيواد څخه د ځانگړو پرگرامونو په لړ کي مهاجر منلای سي که نه. د افغانستان په موضوع کي يو شمير وړانديزونه موجود ول چي گواکي ايالتونه غواړي د افغانانو د منلو پروگرامونه جوړ کړي. خو تر اوسه پوري د آلمان د داخله وزيري نېنسي فيزر په رسمي توگه هيڅ کوم فدرالي ايالت ته د دا ډول پروگرام لرلو اجازه نه وه ورکړې.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي ښايي په نژدې وخت کي د تيورينگن، برېمن او برلين سره په همږغۍ کي دغو ايالتونو ته د ځانگړو پروگرامونو د لرلو اجازه ورکړل سي. يادو ايالتونو د مهاجرو د منلو د ځانگړو پروگرامونو د لرلو اجازه غوښتې ده. په دې هکله د آلمان د برلين ښار د »ټاگس څايټونگ« په نوم ورځپاڼي راپور ورکړی دی. جرمني: هیسن ايالت غواړي ۱۰۰۰ افغان مهاجر ومني
د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي د کورنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي دغه وزارت به د افغان مهاجرو د منل کېدلو لپاره د فدرالي ايالتونو د پروگرامونو اجازه په »ځانگړو شرايطو« پوري مربوطه کړي. زياته سوې ده چي د آلمان د هېسن ايالت د هغه پروگرام په هکله هم مشاورت ادامه لري چي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۶نېټه) يې د افغانانو لپاره د ځانگړي پروگرام اعلان کړی ؤ. وزارت ويلي دي چي کوښښ به دا وي چي پر دغه موضوع ډېر ژر يو تفاهم رامنځته سي.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند و »ټاڅ« ورځپاڼي ته ويلي دي چي د آلمان د کورنيو چارو وزيره د هېسن له خوا د هغو افغانانو د منل کېدنې د اعلان سوي پروگرام هرکلی کوي چې په دغه ايالت کي کورنۍ اړيکي لري. هېسن د آلمان هغه ايالت دی چي تر تيورينگن، برېمن او برلين وروسته يې د افغانانو لپاره د ځانگړي پروگرام اعلان وکړ. خو دغه پروگرامونه بايد چي د آلمان د مرکزي حکومت تائيد هم ترلاسه کړي. بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي
د آلمان په مخکني حکومت کي د داخله چارو پخواني وزير هورسټ زېهوفر د ايالتونو له خوا د مهاجرو د منلو د ځانگړو پروگرامونو مخنيوی کاوه او ورسره مخالفت يې لاره. خو په اوسنۍ کابينه کي د کورنيو چارو وزيري نېنسي فېزر هم تر اوسه د دغو پروگرامونو رسمي اجازه نه ده ورکړي. فېزر د خپلې تگلاري په ترڅ کي د ائتلافي حکومت لپاره لاسليک سوي تفاهم ليک حواله ورکوي. په دغه ائتلافي تړون کي د مهاجرو د منلو لپاره د ټول آلمان پر سطحه د پروگرام جوړولو خبره سوې ده. خو داسي يو پروگرام لا تر اوسه نه دی اعلان سوی.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي د آلمان پر سطحه د افغانانو لپاره د ځانگړي پروگرام چوکاټ جوړ سوی دی او په نژدې وخت کي به اعلان سي. خو دغه پروگرام چي لا په رسمي توگه نه دی اعلان سوی، ورباندي د بشري حقونو سازمانونو لکه پرو ازيول نيوکي کړي دي.
فېزر په پورتگال کي د ټي آنلاين په نوم پاڼي ته ويلي دي چي د اوکراينيانو او آلمان ته د راتلونکو نورو مهاجرو جگو شميرو ته په کتو سره دغه يوه درنه بشري وظيفه ده. هغې وويل چي په دومره لوی شمير د مهاجرو لپاره ځای پيدا کول به ډېر مشکل کار وي. خو هغې زياته کړېده چي پخوانيو تجربو او بحرانونو ته په کتو سره بيا هم دا کار ممکن دی.
آ./ا.ا./ن.ص.
د ایران او ترکیې په پوله افغان مهاجر
په داسې حال کې چې د نړۍ پام له کابل څخه د ائتلافي ځواکونو د ځايي همکارانو رایستلو ته متمرکز دی، د ترکیې او ایران پر پولو فشار پر زیاتیدو دی. د ناټو چارواکو د افغانستان له ګاونډیانو د پولو د پرانیستو غوښتنه کړې.
انځور: ISNA
د ایران پر پوله افغان مهاجر
د افغانستان د مرکزي دولت په پاشل کیدو سره، ډیر شمیر افغانان د نورو هیوادونو په تکل له خپله هیواده ووتل. هغو کسانو چې ویزه او مالي امکانات یې درلودل، له هوایي لارو او نورو لارو مشهد ته ورسیدل. په وروستیو ورځو کې ډیری کسانو هڅه وکړه چې په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شي، چې د سرحدي ځواکونو له خوا یوه ځای ته راټول شوي.
انځور: ISNA
ایران ته د امنیتي ځواکونو اوښتل
د طالبانو د پرمختګ پر مهال، د افغانستان امنیتي ځواکونو ډیرې سیمې بې له مقاومته پریښودې. یو شمیر افغان امنیتي ځواکونه د میلک له سرحده یران ته واوښتل. د ایران او طالبانو د مسوولینو ترمنځ تر ناستې وروسته دغه کسان بیرته افغانستان ستانه کړل شو. د دغو کسانو د برخلیک په هکله معلومات نه شته چې آیا هغوی د طالبانو په صفوفو کې ځای پر ځای شوی او که خپل «عادي» ژوند ته ورګرځیدلي؟
انځور: FARS
د زرونو افغان مهاجرو بیرته ستنول
د ایران د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه کسان د ایران خاورې ته تر داخلیدو وروسته د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د ملا شریف په اډه کې راټوليږي او د سرې میاشتې له خوا تر لنډ «هرکلي» وروسته د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ایراني چارواکو له لوري د میلک د پولې بیرته افغانستان ته ګرځول کیږي.
انځور: ISNA
"کمپ نه دی جوړ شوی"
په وروستیو کې د ایران د اتباعو د چارو مدیر، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران د مهاجرو او بې ځایه شوو د منلو له پاره کوم نوی کمپ نه دی جوړ کړی. د هغه په خبره اصولا داسې نه بریښي چې د افغانستان فضا دې داسې وي چې د بې ځایه شوو کسانو او مهاجرو نوې څپه دې د ایران پر لور حرکت وکړي، نو له دې کبله په دې اړه چمتووالي ته اړتیا نه شته.
انځور: ISNA
د کابل هوایي ډګر شا او خوا وضعیت
د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان څخه د وتلو نیت لري، د طالبانو چلن هم سخت شوی دی. په پام کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د ائتلافي ځواکونو د ځایي همکارانو د رایستلو پروسه د اګست په ۳۱مه پای ته ورسیږي. څارونکو په دې آند دي چې د کابل هوایي ډګر په بندیدو سره به د پولو له تیریدو فشار هم زیات شي.
انځور: ISNA
"ګاونډیان دې پولي پرانیزي"
په کابل کې د ناټو یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د رویترز له خبري آژانس سره په خبرو کې د افغانستان له ګاونډیانو څخه د پولو د پرانیستې غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي: «ایران، پاکستان او تاجیکستان باید د ځمکي او هوایي لارې لا زیاتو کسانو ته د داخلیدو اجازه ورکړي.»
انځور: ISNA
د ترکیه پر پوله افغان مهاجر
ترکیې له میاشتو راهیسې له ایران سره پر پوله د دیوال په جوړیدو سره د افغانستان پيښو ته غبرګون وښود. خو پر دې سربیره هم دغه هیواد په خپلو ختیځو پولو ورځ تر بلې د افغان مهاجرو د زیاتیدو شاهد دی.
انځور: Necmettin Karaca/picture alliance/AA
د سرحدي ګزمو زیاتیدل
د ترکیې سرحدي ځواکونو په وروستیو ورځو کې له ایران سره پر پوله خپلې هوايي او ځمکنۍ ګزمې زیاتې کړي دي. ترکي چارواکو ویلي دي چې شا او خوا ۱۸۲ زره ثبت شوي افغانان او ۱۲۰ زره نور چې ثبت شوي نه دي په ترکیه کې ژوند کوي.
انځور: Ali Ihsan Ozturk/Demiroren Visual Media/abaca/picture alliance
ترکیې ته په راتلونکو اوونیو کې د مهاجرو څپه؟
د ترکیې سرحدي ځواکونو د پولو د کنترول پاره د څارنې برجونه جوړ کړي او له بې پيلوټه الوتکو او د شپې له دوربین څخه استفاده کوي. ترکي چارواکو ویلي دي چې د طالبانو تر تسلط وروسته د افغانانو د مهاجرت د زیاتیدو شاهدان نه دي، خو د کابل د هوایي ډګر تر تړل کیدو وروسته ترکیې ته د نوو مهاجرو رسیدل له افغانستان څخه د لیرې والي له کبله ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي.