1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د هغو افغان مهاجرو د مالي مرستو ارزونه کوي چې اخراجیږي

۱۴۰۳ شهریور ۲, جمعه

آلمان هڅه کوي تر څو هغه افغانان چې د درنو جرمونو مرتکب او خطر جوړونکي دي، اخراج کړي. خو دا ډول اخراجونه ډېر وخت د حقوقي خنډونو له کبله عملي کېدای نشي. اوس د «سفر مالي ملاتړ» د یوې حل لارې په توګه تر ارزونې لاندې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اوس د دې ارزونه کوي چې د درنو جرمونو مرتکب او تروریستي ګواښ لرونکي افغان مهاجر څنګه افغانستان ته اخراج کړي
آرشیف ـ د کابل په هوايي ډګر کې افغانستان ته اخراج شوي مهاجر انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزيره نانسي فيزر، غواړي افغانستان ته د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو د اخراج پر وړاندې موجوده خنډونه لري کړي. هغه اوس له دا ډول مهاجرو سره د مالي مرستو پر يو پروګرام فکر کوي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ويلي دي چې دغه وزارت د ارزونې په حال کې دی چې افغانستان ته د اخراجونو د عملي کولو شرایط څنګه مهیا کېدلی شي.

دغه وزارت زیاته کړې ده چې په دې برخه کې د «سفر مالي ملاتړ» هم کېدای شي امکان ولري.

د دغې مسئلې په هکله لومړی آلمانۍ ورځپاڼې «بېلد» رپوټ ورکړی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په خبره، دا چې آیا دا ډول مالي ملاتړ به په نهایت کې تاديه شي او په څه مقدار کې به وي، تصمیم ېې هغه ایالتونه نیسي چې د اخراج مسئول وي.

د مجرمينو پر اخراج د آلمان د صدراعظم ټينګار

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د روان کال په جون میاشت کې د منهایم د چاقو تر وژونکې حملې وروسته اعلان وکړ، هغه افغان او سوریايي مهاجر چې د درنو جرمونو مرتکب شوي او یا ورڅخه تروریستي ګواښونه موجود وي، باید اخراج شي.

خو د دا ډول اخراجونو پر وړاندې یو لړ حقوقي خنډونه موجود وي. په همدې اساس د دې امکان شته چې په نظر کې د نيول شوو انفرادي اخراجونو کیسونه د آلمان په محکمو کې له ماتې سره مخ شي. د بېلګې په توګه که یو افغان مهاجر په محکمه کې استدلال وکړي چې افغانستان ته د اخراجېدو په صورت کې د فقر له خطر سره مخ کيږي.

په حاضر وخت کې هم د رد شوو مهاجرو د اخراج له پاره د مالي ملاتړ پروګرامونه شته. د آلمان حکومت د دغو پروګرامونو په چوکاټ کې هغو مهاجرو ته چې په داوطلبانه توګه خپل هېواد ته بېرته ستنيږي، د پرواز مصرف او په خپل هېواد کې د نوي ژوند د پیلولو له پاره مالي مرسته کوي.

د دغو مرستو مقدار د مبدا هېواد او د مهاجر له مدنی حالت سره تړاو لري.

  mks/nz/nk/af (dpa)

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب