فيزر د آلمان »زيود دويچه« ورځپاڼې ته ويلي دي چې »د اوکراين په وړاندې د روسيې تهاجمي جګړه په داخلي امنيت کې هم يو زماني اوښتون دی. موږ ورته ملا تړو.«
يادې وزيرې دا هم وويل چې »زموږ د حساسو زېربناوو حفاظت تر ټولو زيات لومړيتوب لري« او دا چې امنيتي ادارې »په هر ځای کې چې لازم وي اضافه امنيتي تدابير« پورته کوي. د مثال په ډول د سمندري زېربنا حفاظت »په بحر کې د فدرالي پوليسو د خورا زيات کړل شوي حضور له مخې« تر سره کيږي.
فیزر اعلان وکړ چې کابينې ته به سږ کال لا د یوه نوي قانون له پاره يو څو مهم ټکي وړاندې کړي.د اروپا اتحادیه د پایپلاین سوری کیدل سبوتاژ بولي
د هغې په خبره د »طبيعي ناورينو، ترهګرۍ، سابوتاژ او انساني تېروتنو په څېر د خطرونو په وړاندې هراړخيز چمتوالی« لازم دی. د آلمان د ښارونو د اتحاديې مشر، هېلموټ دېدي، پر حکومت غږ وکړ چې ولس ته د انرژۍ د کمښت او سابوتاژ په څېر د پېښو د عواقبو په هکله لا زيات معلومات ورکړي.
د هغه په خبره برېښنا د بشپړ قطع کېدو ګواښ جدي دی. خو د اوبو او ګرمۍ بېړنی سمبالښت يوازې »د حد اکثر ۷۲ ساعتونو له پاره امکان لري.«آلمان: د ګازو ذخیرې مو په چټکۍ د ډکیدو په حال کې دي
دېدي خبرداری هم ورکړ چې ځايي د بېړنيو پېښو اداره په يوازې ځان ډېرو دغه ډول حادثو ته اوږه نه شي ورکولی. د هغه په خبره علاوه پر دې په آلمان کې خلک »له کړکېچونو او ناورينونو سره تر اوسه پورې نابلده« دي.
د روسيې له خوا د اوکراين پر ضد د تهاجمي جګړې له کبله چې آلمان پکې په ښکاره ډول د کيف په طرف ولاړ دی، د آلمان پر زېربناوو باندې د هدفمنو بريدونو وېره زیاته شوې ده. يوه اوونۍ مخکې د آلمان د اورګاډو د کيبلونو په شبکه کې سابوتاژ يا لاسوهنې د آلمان په شمال کې د ډېرو اورګاډو د تګ راتګ مخه نيولې وه. له روسيې څخه آلمان ته د غځېدلو ګازي نيل ليکو نورد ستريم ۱ او ۲ په اوږدو کې د دنمارک يوه ټاپو ته څېرمه د سپتمبر مياشتې په پای کې څلور سوري وموندل شول چې د دنمارک او سويډن د يوه ګډ رپوټ په حواله د سختو چاودنو له لارې رامنځ ته شوي وو.
آ./ن.ص./ا.ا.
د ۱۴۰ ښارونو په اړه د ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې ويانا د ژوند له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار بلل شوی دی. په سروې کې د ښارونو ثبات، روغتيايي خدمات، کلتور او چاپيريال او زده کړې او زېربناوې په پام کې نیول شوي دي.
انځور: Bob Berwynله ټولټال سلو څخه د ۹۹،۱ درجه بندۍ د نمرو په ترلاسه کولو سره ويانا په پرله پسې دويم ځل د ژوند له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار وبلل شو. د اتريش دا پلازمينه د نورو شرکتونو له خوا په ترسره شويو نظر پوښتنو کې هم مخکې وه.
انځور: Bob Berwynپه ۲۰۱۸م کال کې تر هغه مخکې چې ويانا یې ځای ونيسي، ميلبورن ښار د «Global Liveability Index» د نوملړ په سر کې وو. په ۲۰۱۹م کال کې د ۹۸،۴ نمرو په اخيسلتو سره په نوملړ کې يو څه راکښته شو، خو د روغتيا، زده کړو او زیربنا په برخه کې یې پوره ۱۰۰ نمرې ترلاسه کړي دي. د خپل غوړيدلي هنر له کبله دا ښار په څو ځلي د استرليا د کلتوري مرکز په توگه نومول شوی.
انځور: Fotolia/peshkovد سروې او وړاندوينې د مرکز «The Economic Intelligence Unit» په حواله سدني د اقليم د بدلون د اغیزو د کمولو له پاره د هلو ځلو او د کلتور او چاپيريال په برخه کې پرمختگ له کبله سږ کال د پنځم مقام څخه دريم ته رسېدلی دی.
انځور: picture alliance/dpa/roberthardingاوساکا له درېيم مقام څخه سږ کال څلورم مقام ته کښته شوی دی. تر ۲۰۱۸ م کال پورې دا کال د لسو ښو ښارونو په نوملړ کې نه وو شامل. خو د جرمونو په کچه کې کمښت او د ترانسپورت د معيار عمومي پرمختگ د دې باعث شول چې دا ښار د ژوند له پاره ښه وبلل شي. دا بندري ښار د جاپان د پياوړو اقتصادي ښارونو څخه يو دی او تر توکيو وروسته تر ټولو ستر تجارتي ښار دی.
انځور: Getty Images/UIG/Dukasکه څه هم چې دا ښار سږ کال له څلورم څخه پنځم مقام ته ښوېدلی خو کالگاري په ټوله شمالي امريکا کې د ژوند له پاره بهترين ښار دی. دا ښار چې ۱،۳م ميليونه انسانان پکښې ژوند کوي، د ژوند د ښه معيار له پاره شهرت لري.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/M. Lohmannوينکوور له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۰ م کال پورې او بيا په ۲۰۱۵م کال کې د ژوند له پاره د تر ټولو ښو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی وو. خو د يو څو پواينتونو په بایللو سره اوس دغه ښار د روغتيا، کلتور، چاپيريال، زده کړو او زيربنا په برخو کې مخکښ دی.
انځور: Don Emmert/AFP/Getty Imagesتورنتو د ۹۷،۲ نمرو په اخیسلتو سره په دې نوملړ کې اووم ځای لري. د کاناډا دا تر ټولو زيات نفوس لرونکی ښار د نړۍ د تر ټولو څو کلتوري معاصر ښار په توگه نومول شوی دی. د ښار ۵۱ سلنه وگړي له کاناډا دباندې زيږيدلي.
انځور: picture alliance/All Canada Photosد ۲۰۲۰م کال اولمپيک لوبو په درشل کې دې کوربه هېواد ډېر تغير وکړ او د ۹۷،۲ نمرو په ترلاسه کولو سره یې ځان په لومړيو لسو هېوادونو کې شامل کړ. توکيو د نړۍ د تر ټولو خوندي ښارونو څخه يو دی او سيلانيان دلته په يوه ستر ښار کې له يوه پلوه ډېر عصريتوب تجربه کوي او له بله پلوه زاړه دودونه هم مشاهده کوي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Nogiکوپنهاگن تر ويانا وروسته يوازنی اروپايي ښار دی چې د ژوند له پاره د لسو ښو هيوادونو په نوملړ کې شامل دی. د ژوند پر نسبتاً لوړ لگښت سربیره هم د دنمارک دا پلازمينه ډېر ښه زیربنا او روغتيايي خدمات عرضه کوي. تمه کیږي چې دا ښار به د بايسکل چلوونکو له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار وگرځي.
انځور: Morten Jerichau/Wonderful Copenhagenد اديلايد ښار سره د لسو ښارونو په دې نوملړ کې د استرليا د ښارونو شمير درو ته رسېږي. د ۱،۳ ميليونه وگړو په لرلو سره په اصطلاح د کليساو دا ښار له نورو سيالو ښارونو څخه ډېر کوچنی دی، خو د انگورو د باغونو، طبيعي سواحلو او ښو خوړو له کبله یې شهرت ورځ تر بلې زياتيږي.
انځور: Getty Images/M. de Klerk