د اپيکس په نوم دا ستر سکېلېټ تر دريو مترو لوړ دی او څه نا څه ۸ متره اوږد دی. د سوتبی په حواله دا «د ستيګوساوروس د دومره اندازې تر ټولو ښه ساتل شوی او بشپړ سکېلېټ دی.»
انځور: Tony Hamblin/FLPA/imageBROKER/picture alliance
سپي څرنګه خپله درملنه کوي؟
که چېرې مو سپي له نیزدې څارلي وي نو ليدلي به مو وي چې دغه ژوي څرنګه خپله درملنه کوي. د سپیو چې کله معده ښه نه وي نو واښه خوري. په عمومي توګه دا ژوی واښه د کانګو په صورت کې بیرته له معدې راباسي او يا بې له دې چې هضم شي د غټو بولو په شکل یې اخراجوي. واښه له دې ژوي سره له پارازيت او میکروبونو څخه د ځان په خلاصولو کې مرسته کوي.
انځور: Valentyn Semenov/Zoonar/picture alliance
په فارمک اسيدو د مرغانو غسل
څيړونکي په دې خبر دي چې د مرغانو تر ۲۰۰ څخه زيات ډولونه داسې دي چې پر ميږتون کښيني او داسې حرکات کوي لکه په خپلو وزرونو چې ځان پريولي يا غسل کوي. له دې څخه یې موخه دا وي چې ميږي یې پر بدن ونښلي. دې طریقې ته «اينټګ» ويل کيږي او له دې لارې مرغان خپلې وزرې د ډېرو کوچنيو او مضرو چينجيو، فنګس او يا ميکروبونو څخه پاکوي.
انځور: Wolfram Steinberg/dpa/picture alliance
تر لنګوال مخکې د ونو پوست يا پوټکی ژوول
د مدګاسکر د ليمور په نوم ماده بلاربې [ميندوارې] بیزوګانې د انځیر او املي د ونو پوست ژووي. په دې پوټکو کې داسې اجزا موجود دي چې د ليمور شيدې زياتوي، میکروبونه یې وژني او د زيږون عمل آسانوي.
انځور: CC/twinxamot
په طبیعي توګه د زيږون د عمل آسانول
فيلانې تر ۲۲ مياشتیني حمل وروسته بچی زيږوي چې دا په ژويو کې د حمل تر ټولو اوږده موده ده. په کينيا کې ليدل شوي چې فيلانې د حمل په وروستۍ برخه کې د يو ډول ونو چې آبي رنګه ګلان لري، پاڼې خوري چې تر دې لږ وروسته بيا هغوی بچي زيږوي. د کينيا ښځې هم دغه پاڼې په همدې موخه خوري.
انځور: dapd
د مړخيړو پا پوڅکيو نشه
ژوي پخپله د خپلې درملنې سربیره د نشې له پاره هم طبيعت ته مخه کوي. د فنلند او سايبيريا غرڅه په دې موخه د امانيتا مسکاريا په نوم مړخيړي خوري.
انځور: Kobalt
د پفر کب په وسيله د نشې کيفيت
د يوه مستند فلم جوړولو پر مهال څيړونکو وليدل چې دولفن کب له پفر ماهيانو سره لوبيږي. دغه ژوي کابو تر نيم ساعته پفر کب يو بل ته ور ګوزاروي او په هوا کې یې پورته کوي. تر دې وروسته بيا پفر کبان په خپله مخه ځي. پفر ماهي د ډېر فشار او ستريس په حالت کې يو ډول زهر خارجوي چې له لارې یې دولفن ماهيان د يو ډول نشې حالت ته ځي.
انځور: Augusto Leandro Stanzani/Ardea/imago images