1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

''پاکستان او افغانستان دې د یو بل چارو کې لاسوهنې نه کوي''

۱۴۰۲ آبان ۲۷, شنبه

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ښو اړیکو کې د دواړو هېوادونه ګټه ده.

آرشیف انځور: د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
آرشیف انځور: د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمنانځور: Reuters/F. Aziz

د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پښتونخوا په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له پېړیو اړیکي لري.

هغه له افغانستانه د امریکا وتلو ته په اشارې سره ویلي: «نن له افغانستان څخه امریکا وتلې ده، اوس دا کوم قوتونه دي چې پاکستان او افغانستان د جګړې په لور وړي! د افغانستان ګټې او یا هم د پاکستان ګټې دواړه د دواړو هېوادونو د غوره اړیکو په بنسټ دي.»

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې په دې باید غور وشي چې نن کوم سازشي قوتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي.

د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند پر خپله اکس پاڼه (پخواني ټویټر) د نوموړي له قوله لیکلي چې د هر هېواد کورنی سیاست پخپله په هماغه هېواد پورې اړه لري، چې باید لاسوهنه پکې ونه شي.

مولانا فضل الرحمن چې ویل کیږي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شل کلن حضور پرمهال یې د افغان طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه، څه موده وړاندې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ټینګار کړی. هغه دا هم ویلي ول چې د حیرانتيا وړ ده چې پاکستان او امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل