1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ډونالډ ټرمپ د ترور د هڅې په تور یو کس نیول شوی

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

د ډونالډ ټرمپ د ګُلف لوبغالي احاطې ته نږدې ډزې شوي او په دې ارتباط یو شکمن کس نیول شوی دی. د امریکا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو دغه نوماند ته زیان نه دی رسېدلی. د FBI په وینا دغه اقدام احتمالاً د«ترمپ د ترور» هڅه وه.

USA | په فلوریډا کې د ډونالډ ټرمپ د ګُلف میدان ته نږدې ډزې شوي
د ډونالډ ټرمپ د ګُلف لوبغالي احاطې ته نږدې ډزې شوي او په دې ارتباط یو شکمن کس نیول شوی دی.انځور: CHANDAN KHANNA/AFP via Getty Images

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ د وژنې له ناکامې هڅې دوې میاشتې وروسته، امنیتي کارمندانو په ظاهره کې د هغه د وژنې یوه بله احتمالي هڅه ناکامه کړې ده.

د امریکا امنیتي ادارې ویلي دي چې د ټرمپ ساتونکو پر یوه وسله وال کس چې د ډونالډ ټرمپ د ګُلف لوبغالي په څنګ یې ځان پټ کړی و، ډزې کړي دي. ټرمپ ته په دې پيښه کې زیان نه دی رسېدلی.

د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې (FBI) ویلي دي چې د ټرمپ د ترور احتمال یي د خپلو تحقیقاتو اساس ګرځولی دی او په دې ارتباط یې یو شکمن کس نیولی دی.

د مارتین کاونټي سیمې د پولیسو دفتر په فیسبوک کې د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کس یي د ګلف میدان په شمال ۷۰ کیلومترې کې پر یوې لوی لارې د حرکت په حال کې نیولی او احتمالاً له هغو ډزو سره چې لوبغالي ته نږدې شوي، ارتباط ولري.

همدرانګه ویل شوي دي چې دغه کس د نیول کیدو پر مهال ډیر ارام و.

د پولیسو د اعلان مطابق د پيښې په ځای کې یې یو (AK-47) ډوله دوربین لرونکی ټوپک او د ګلف میدان په څنګ بوټو کې یوه کامره موندلې ده.

نیول شوی ۵۸ کلن کس په شمالي کارولینا ایالت کې د یوه ساختماني شرکت څيښتن دی او تر اوسه پورې روښانه نه ده چې څه انګیزه یې درلودله.

رسنیو هم په خپلو رپوټونو کې «د شمالي کارولینا ایالت د ۵۸ کلن اوسیدونکي او د یوه ساختماني شرکت د خاوند» خبره کړې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل سیاسي نظر څرګند کړی دی. د «سي ان ان» تلویزني شبکې د رپوټ پر بنسټ دغه شکمن کس د ترمپ پر ضد یو شمیر پوسټونه کړي دي.

د لوبغالي احاطوي دیوال څنګ ته وسله او کامره

د وست پالم بیچ، د پولیسو مشر ربک بردشاو، یوه خبري کنفرانس ته وویل، کله چې ټرمپ په لوبغالي کې د ګُلف په لوبه اخته و، شکمن کس له خپلې وسلې سره د لوبغالي احاطوي سیمي دیوال تر څنګ په بوټو کې ځان پټ کړی و او له ټرمپ څخه یې د ۳۵۰ تر ۴۵۰ مترو پورې واټن درلود.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

04:37

This browser does not support the video element.

د هغه په خبره دغه کس دوه د شا بیکونه او د فلمبردارۍ یوه کامره درلودله چې د سیمي دیوال ترڅنګ پراته ول. پولیسو په بیک کې د سرامیک پارچې موندلي دي. د پولیسو مشر زیاته کړې ده چې دغه ټول شیان تر بررسۍ لاندې دي.

هغه ویلي دي چې د ټرمپ ساتونکي د ګزمې پر مهال متوجه شوي دي چې د محوطې په یوه برخه کې د ټوپک میل راوتلی دی. هغوي بې له ځنډه پر دې لور له ۴ تر ۶ پورې ډزې کړي. شکمن کس په بیړه خپل ټوپک پریښی او تښتیدلی دی.

یوه عیني شاهد د هغه د موټر نمبر پلیت یاداشت کړی او پولیسو ته یې سپارلی دی. ترمپ له پیښې وروسته ډاډ ورکړ او په یوه پیغام کې یې ولیکل: «ماته نږدې ډزې وشوې، خو مخکې له دې چې اوازې خورې شې غواړم تر ټولو دمخه تاسې پوه شئ چې په امنیت کې یم او حالت مې ښه دی.»

د امریکا متحده ایالاتو امنیتي سرویس اعلان وکړ چې دغه پيښه د یکشنبې (د سپټمبر ۱۵ نیټه) په ورځ د غرمې له ۲ بجو وروسته رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې یوازې امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي که شکمن کس هم دزې کړې وې.

د بایډن او هریس غبرګون

سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې ولسمشر جو بایډن او مرستیاله یې کامالا هریس د پيښې په اړه په جریان کې اچول شوي دي او دواړو له دې امله چې ټرمپ ته زیان نه دی اوښتی، خپله خوښي څرګنده کړې ده.

په انتخاباتو کې د ترمپ سیالې کامالا هریس د دې پيښې په غبرګون کې ویلي دي: «زه هر ډول سیاسي تاوتریخوالی غندم. موږ هر یو باید تر خپله وسه کوښښ وکړو چې دغه پيښه د تاوتریخوالي د نویو پيښو رامنځته کیدو سبب نه شي.»

دا دویم ځل دی چې په تیرو څو میاشتو کې پر ترمپ د برید مسئله د خبرونو سرټکي ګرځېدلي.

د روان کال د جولای مياشتي پر ۱۳ نېټه هم په پنسلوانیا ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ټرمپ ډزې شوې وې او د هغه ښي غوږ ټپي شوی وو. امنیتي کسانو دغه بریدګر چې د یوه بام د پاسه یې ځان پټ کړی وو، په ډزو وواژه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب