1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د «جنسي اقليت» تر ۸۰ زيات افغان فعالان ومني

۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعه

د آلمان حکومت غواړي چي د جنسي اقلیتونو د حقونو له پاره مبارزه کوونکي افغان مخکښانو ته پناه ورکړي. په جرمني کي د همجنسبازانو ټولني د دغو کسانو د منلو د پریکړي هرکلی کړی دی.

Schweden homosexueller afghanischer Flüchtling Akbar
انځور: privat

د آلمان د کیڼ اړخي سیاستوالي کورنیلا میورینگ د پوښتني په یوه جواب کي د جرمني د بهرنيو چارو وزارت له خوا په تحریري ډول خپاره سوي جواب کې معلومه سوه چي د ۲۰۲۱م کال د اگست له ۱۵ نېټې څخه د جنسي اقليتونو د حقونو له پاره څه د پاسه ۸۰ مبارزه کوونکو ته د جرمني ویزې ورکړل سوي دي.

په نوموړي جواب کي راغلي چي: «د آلمان حکومت په افغانستان کي د هم جنس بازانو، دوجنسه، ترانسجیندر او انترجنس کسانو د وضعیت په هکله خپله اندېښنه شریکوي. واک ته د طالبانو په رسیدو سره، د هغو کسانو وضعیت لا پسي خراب سوی دی چي د جنسي اقلیت په توگه پیژندل کیږي. دا کار په تیره بیا د هغو کسانو له پاره هم صدق کوي چي په ښکاره او سیاسي ډول د هغوی د حقونو له پاره مبارزه کوي.»

په جرمني کي د همجنسبازانو ټولني د دغو کسانو د منلو د پریکړي هرکلی کړی دی. د دغي ټولني مشر پاتریک دیور څرگنده کړې ده چي «د آلمان حکومت باید دغه کسان د امکان تر حده ژر تر ژره آلمان ته راوغواړي.»

هغه په عین حال کي ټینگار وکړ چي «دا سخته ده چي په افغانستان کي دي جنسي اقلیتونه وپیژندل سي، دا ځکه چي هغوی په غیر قانوني ډول ژوند کوي او ډېر وخت په ځايي کارکوونکو پوري هم اړه نه پیدا کوي او یا هم په ښکاره ډول د بشري حقونو په اینجوگانو کي کار نه کوي. اوس دا خبره مهمه ده چي له دا ډول کسانو سره چي موږ ته ځانونه راښيي، جدي مرسته وسي. د هغوی د ژوند د ژغورلو له پاره باید هر څه ترسره سي.»

سربیره پر دې نوموړي د کورنیو په بیا یوځای کیدو کې د همجنس بازو جوړو له پاره د مساوات غوښتنه هم وکړه. تر اوسه پوري به یوازي مېرمن یا خاوند او یا هم د هغوی کوچنیان په نظر کي نیول کیدل.

د دیور په خبره همجنس بازه جوړې چي په خپلو هیوادونو کي ترتعقیب لاندي وي، بايد د کورنیو په بیا یو ځای کیدو کي هغوی ته هم د نورو جوړو په توگه مساوي حق ورکړل سي.

GP/NZ/AG