د افغانستان د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي مېرمن صديق د ۷۲ کالو په عمر مړه سوه. دغه وزارت ويلي دي چي مېرمن صديق د افغانستان په سختو شرايطو کي هم په هيواد کي پاته سوه، څو له خپلو هيوادوالو سره مرسته وکړي. د دفاع وزير اسدالله خالد د مېرمن صديق مړينه يوه ستره ضايعه ښوولې ده.
سهيلا صديق چي خپلي لوړي زده کړي يې د طب د جراحۍ په رشته کي کړي وې تر تحصيلاتو وروسته يې د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کي د جراحۍ د متخصصي ډاکتري په توگه کار کاوه.
هغه د سردار محمد دواوود خان د حکومت پرمهال بريد جنرالۍ ته لوړه سوه او په ۱۳۸۰کال کي ډگر جنرالۍ ته ورسېده. جنراله سهيلا صديق د لنډمهاله حکومت پر مهال د افغانستان د عامي روغتيا وزيره وه.
هغې د خپلو کارنامو په سبب څو مډالونه هم اخيستي ول. هغې د خپل ژوند وروستۍ ورځي د خپلي کورنۍ له غړو ليري د ناروغۍ په بستر کي تيرولې. مېرمن سهيلا صديق په الزايمر يا د حافظې زوال ناروغۍ اخته وه.
د افغانستان په لویدځ کې چارواکي په امنیتي لیکو کې د ښځینه سرتیرو د ډیریدو خبر ورکوي. په دې البوم کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو په لیکو کې ځینې ښځینه سرتیري وینئ چې لویدیځي پولې له یاغیانو او قاچاقبرانو ساتي.
انځور: DW/S. Tanhaدغه ښځینه سرتیرې د سرحدي پولیسو د ۵مې لوا په چوکاټ کې دندې ترسره کوي.
انځور: DW/S. Tanhaاوسمهال د ۵ سرحدي لوا په قوماندانۍ کې ټولټال ۲۳ ښځینه سرتیرې دنده ترسره کوي. دوی وايي د افغانستان په غرب کې خپلو خلکو ته د خدمت کولو له پارې ژمنې دي.
انځور: DW/S. Tanhaد ټولو ۲۳ ښځینه سرحدي پولیسو له ډلې څخه ۱۳ یې افسرانې او پاتې ۱۰ یې بیا د سرتیرو په توګه دندې ترسره کوي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان په لویدیځ کې د سرحدي پولسو د ۵مې لوا د قوماندانۍ چارواکي وايي چې دغو ښځینه سرتیرو د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې ټول اړوند پوځي تمرینات ترسره کړي او د جګړې په قوانینو هم پوهیږي.
انځور: DW/S. Tanhaدغه ښځینه سرتیرې په اداري او عملیاتي څانګو او همدا راز د ښارونو او ولسواليو په کچه په هرات ولایت کې په دندو ګمارل شوي دي.
انځور: DW/S. Tanhaد سرحدي پولیسو دغه ښځنیه سرتیرې او افسرانې هره ورځ د سهار له ۷ بجو نیولې د مازیګر تر ۴ بجو پورې دنده ترسره کوي. خو د دوی ځانګړې نوکریوالانې بیا په ۲۴ ساعته ډول وظيفه تر سره کوي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان په غرب کې د چارواکو په وینا، د سرحدي پولیسو په لیکو کې د ښځینه سرتیرو علاقه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ پر ډیریدو ده.
انځور: DW/S. Tanhaدا چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې د وسلوالو مخالفینو لخوا تهدید شتون لري، خو دغه سرتیري وايي چې د هیواد له پاره به خپل ژوند قربان کړي. دوی وايي چې خوښ دي چې له دې لارې خپل هیواد ته خدمت کوي.
انځور: DW/S. Tanhaد سرحدي پولیسو د ۵مې لوا چارواکي وايي چې په تیرو وختونو کې سرحدي ښځینه پولیس سرتیرې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ وې، خو د ناټو ځواکونو او د داخلي روزنکو د روزنې له امله دغو سرتیرو د سپکو او درنو وسلو روزنه لیدلې چې د دغو سرتیرو په فعالیت او کارونو کې یې ښه اغیز رامنځ ته کړی دی.
انځور: DW/S. Tanhaچارواکي وايي چې د ښځینه پولیسو امکانات، اعاشه او اباطه او د زده کړو کچه ځانګړی ډول لري او د دوی د ظرفیت جوړونې په برخه کې له پخوا ډیرې هڅې کیږي.
انځور: DW/S. Tanha