که څه هم د اروپا په تر ټولو ګڼ میشته هیواد المان کې په دې وروستیو کې د ماشومانو د زیږېدنې کچه لوړه شوې ده، خو دغه کچه بیا هم د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله ټيټه ده.
په آلمان کې د ځوانانو شمېر مخ پر کمېدو دی
د تازه ارقامو له مخې د المان په نفوس کې د تر ۱۳ کلنۍ پورې عمر لرونکو ماشومانو تناسب د تیر کال په پيل کې ۱۳ سلنې ته لوړ شو، چې دا د ۲۰۱۵م کال د پیل په پرتله چې په هغې وخت کې ۱۲،۲ وو، لږ څه زیاتوالی ښيې.
آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي
د المان د احصایې مرکزې دفتر Destatis په دې وروستیو کې ویلي دي چې د المان په ۸۳،۲ میلیونه نفوس کې د ماشومانو شمیر ۱۰،۹ سلنې ته رسیږي.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د ټولې اروپا د نفوس ۱۳،۹ سلنه برخه ماشومان تشکیلوي. د ایرلنډ د نفوس ۱۸،۳ سلنه برخه ماشومان تشکیلوي چې په دې توګه د اروپا په کچه د ماشومانو د زیږیدنې تر ټولو لوړه فیصدي لري. تر دې وروسته سویډن له ۱۶،۴ سلنې سره په دویم او فرانسه بیا له ۱۶،۲ سلنې سره په دریم مقام کې ځای لري.
آلمان ۸۲ ميليونه نفوس لري. که څه هم د دغه هیواد هر وګړی توپیر سره لري، خو د څيړنو له مخې په ډيرو عادتونو او ځانګړتیاو کې سره نږدي دي. د يو آلمانې ژوند څه ډول تيريږي؟
انځور: picture-alliance/dpaآلمان ۸۲ ميليونه نفوس لري. که څه هم د دغه هیواد هر وگړی يو لخ بل سره توپير لري، خو په ډيرو عادتونو او ځانګړتیاو کې سره يو ډول دي. په عادې ډول د آلمانيانو ژوند څه ډول تيريږې؟
انځور: picture-alliance/dpaيو عادي آلمانی يو متر او ۸۷ سانتی متره او خرمايي ويښتان لري. دغه سړی په غیر رسمې نوم لړ کې چې په کال ۱۸۹۰م کې جوړ شوی، په عمومې ډول نوم يې: توماس، ميشايل، اندرياس او يا ولفګانګ دی او په ورځ کې يې له ۴ زره تر ۱۲ زره پورې کلمې له خولې څخه وځې.
انځور: Fotolia/CURAphotographyيوه عادي آلمانۍ په قد کې له يو آلماني سړي څخه ۷ سانتي متره ټيټه ده. ښځي په عمومي ډول د غيرې رسمې لستونو له مخې چې په ۱۸۹۰م کې جوړ شوي، نومونه يې اورزولا، هلګا، زابينه او يا انګرید نوميږي. یو متر او ۶۸ سانتی متر يې قد دې او په ورځ کې له خولې څخه ۲۳ زره کلمې وځي.
انځور: Fotolia/BildPix.deآلمانيان ډير کله ۱۱ بجې د خوب کټ ته ځي او د سهار په شا او خوا شپږو بجو له خوبه پاڅيږي. ۵۳ سلنه آلمانيان پړمخې بیديږي.
انځور: picture-alliance/dpaلکه د تل په څير د آلمانيانو په کور کې د سهار پر ۷ بجو او ۱۵ دقيقو سبانارې تیار وي. په آلمان کي دود دی چې غرمنۍ تاوده او ماښامنې کې ساړه خواړه خوري.
انځور: picture-alliance/imageBroker/S. Kieferيو آلمانی د خپل عمر په اوږدو کې په منځنۍ توګه ۴۹۲ کيلوګرامه قهوه مصرفوي. په دې هيواد کې هر يو تن د قهوی مصرف په متوسط ډول۱۴۶ ليتره دې.
انځور: Fotolia/dmitrimarutaد هغه خوراکي محصولاتو په نظر کې نیولو سره چې پکي هګۍ ګډې وي، يو آلمانې په هرو دریو ورځو کې يوه هګۍ خوري چې دغه شمیر يې د عمر تر پايه پورې ۱۶۲۶۹ ته رسیږي. هر آلمانې په متوسط ډول په کال کې ۶ کيلو کوچ،۶۵ کیلو کچالو،۹۵ کيلو سابه، ترکاري او ۹۵ کيلو غوښه مصرفوي.
انځور: picture-alliance/dpaآلمانیان په کال کي ۸۰۰ ميليونه عدده ساسچ له سوس او چپسو سره خوري. په دغه هیواد کې دا خواړه تر ټولو ډير محبوبیت لري، په خاصه توګه په رستورانتونو او دفترونو کې.
انځور: Fotolia/koi88هر آلمانی په متوسط ډول په کال کې له ۹۰ څخه تر۱۱۰ لیتره پورې بیر څکي. ۱۴ سلنه آلماني نارینه و ادعا کړی چې هره ورځ بير څکي.
انځور: Reutersپه ۲۰۱۸م کال کې تر ۵۵ ميليونو زیات آلمانیان لږ تر لږه پنځه ورځې په سفر کې تيرې کړي. په ټوليزه توګه آلمانيان پر سفر باندې مين دي او په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعې توګه ۲۰۰ ميليونه ايرو پر سفرونو مصرف شوي دي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/J. Tackيو عادي آلمانی، د خپل عمر په اوږدو کي له يو نيم ټن څخه لږ څه زيات الکترونيکی کثافات جوړوي. د هغې له جملې څخه ۲۵ د تليفون غوږې،۱۱ د قهوي جوش کولو دستګاه، اته دانې توسترونه او نهه برقي جاروګان.
انځور: picture alliance / JOKERيو آلمانی د خپل عمر په اوږدو کې په متوسط ډول نږدي لس موټرونه بدلوي چې دغه بدلون په منځني ډول هر شپږم کال ترسره کيږي.
انځور: Volkswagen AGيو آلمانی په متوسط ډول په ورځ کې دوه ځلي غاښونه برس کوي.هغه د خپل عمر په اوږدو کې ۱۴۷ دانې برسونه مصرفوي.
انځور: imago/CTK/CandyBoxيو آلمانی په متوسط ډول په ورځ کې دري نيم ساعته تلويزیون ګوري. د تلويزیون کتل په عمومي توګه له شپږو بجو څخه پېليږی.تقريبا ۹۰ سلنه آلمانيان هره ورځ تلويزيون لیدلو له پاره کښني.
انځور: Fotolia/mirpicيو سګرټ څکونکی آلمانی د خپل عمر په اوږدو کې په متوسط ډول ۱۴۰ زره قوطۍ سګرت څکې. هغه د سګرټ څکلو له پاره تر۱۲۰ زره ډيري يورو مصرفوي.
انځور: picture alliance/Arco Imagesيو آلمانی په منځنۍ توګه ۷۷ کاله او آلمانۍ ښځه ۸۳ کاله عمر کوي. هر يو آلمانې په کال کې له ۱۷ ځلي زیات ډاکټر ته ورځي. د ډيرو آلمانيانو د وينو ګروپ A دي.
انځور: picture alliance/Arco Images د اروپايي اتحادیې په نورو هیوادونو کې بیا په ایټالیا کې د مجموعي نفوس ۱۱،۷ سلنه، پرتګال کې ۱۱،۸ سلنه، یونان کې ۱۲،۶ سلنه او هسپانیا کې بیا د دغه هیواد د ټول نفوس ۱۲،۹ سلنه برخه ماشومان تشکیلوي.
په المان کې د خوښۍ خبر دا دی چې په دې وروستیو کې د ماشومانو د زیږدنې کچه مخ پر لوړیدو ده.
د شمیرو له مخې په المان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴م کلونو ترمنځ په کلني حساب په اوسط ډول ۶۸۲۲۰۰ ماشومان زیږدلي دي، په داسې حال کې چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې دغه اوسط بیا په کلني حساب ۷۸۵۶۰۰ ته لوړ شوی و.
د آلمان د نفوسو شمیر ۸۳،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی
په المان کې په ۲۰۲۱م کال کې په مجموع کې ۷۹۵۵۰۰ ماشومان زیږیدلي دي چې دا شمیر له ۱۹۹۷م کال را په دیخوا د بل هر کال په پرتله د ماشومانو د زیږیدنې تر ټولو لوړ رقم دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص