د المان د ټول نفوس یوازې ۱۰ سلنه د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ عمر لرونکي ځوانان دي. د اوکراین د جګړې له پيلیدو وروسته المان ته په ډیر شمیر ځوانان مهاجر شول. که مهاجرتونه نه وای، نو د ځوانانو شمېر به تر دې هم کم وای.
د المان په تاریخ کې د ځوان نسل اوسط په دې اندازه نه و کم شوی. په ویس بادن ایالت کې د احصایې ادارې د سه شنبې ( د اګست میاشتې ۵ نیټه ) په ورځ ویلي چې تیر کال په المان کې د ۱۵ او ۲۴ ترمنځ عمر لرونکو کسانو شمیر ۸،۳ میلیونه و چې دا په مجموع کې د المان د نفوس ۱۰ سلنه برخه تشکیلوي.
د ۲۰۲۱م کال د پای راهیسې په المان کې د ځوان انسانانو ونډه تقریباً بې له تغیر څخه ۱۰ سلنه باقي پاتې شوې ده.
دا چې دغه شمیر نور نه دی را ټيټ شوی او ثابت پاتې شوی دی، د احصایې دفتر په حواله علت یې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته المان ته په ډیر شمیر کې د اوکرایني ځوانانو راتګ دی.
د اروپا په کچه آيرلنډ هیواد له ۱۲،۶ سلنې سره له ۱۵ تر ۲۴ کلونو پورې عمر لرونکو ځوانانو تر ټولو لوړ شمیر لري. بلغاریا بیا له ۹،۲ سلنې سره په اروپا کې د ځوانانو تر ټولو ټيټ شمیر لري.
د آلمان د نفوس شميرنې ادارې په څلورو کلونو کي له خلکو پوښتنې کړي چې «څه شي ورته مهم دي او د ترلاسه کولو له پاره يې هڅې کوې.» په دغه انځوريز راپور کې د اهميت له مخې ځوابونه پيدا کولی شئ:
انځور: Fotolia/pressmaster
په سلو کې ۸۵: ښه دوستان او د ملګرتیا ټينګې اړيکې
د آلمان د ارقامو ادارې په تيرو څلورو کلونو کي په يوه نظر پوښتنه کې، تر څوارلس کلنۍ لوړ کسان پوښتلي دي چي: «د دوي له پاره په شخصې توګه څه شې مهم دي، چې د ترلاسه کولو له پاره يې کوښښ کوي.» د پوښتل شوو کسانو ۸۵ سلني ته يې «ملګري لرل او ټينګو دوستانه اړيکو» ارزښت لاره.
انځور: Imago/imagebroker/theissen
په سلو کي۸۰: کورنۍ لرل
د پوښتل شويو کسانو ۸۰ سلني ته يې «کورنۍ» د «خپلې کورنۍ تر څنګ پاتېدل» او د «خپلې کورنۍ له پاره کوښښ» ارزښت لري.