1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کُرمه: د سني او شعیه ډلو ترمنځ نښتو کې ۳۳ تنه وژل شوي

شمس الرحمن ناصر │ فرانس پریس او رویترز
۱۴۰۳ آذر ۳, شنبه

د پاکستان د خیبر پښتوخوا په کُرمه ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر شلو ډیر نور ټپیان دي. په تاوتریخوالي دواړه ښکیلې خواوې عصري او اوتومایتکې وسلو استعمالوي.

پاکستاني عسکر په پاړه چنار کې د څار پوستې مخې ته ولاړ دي
په دغو نښتو کې د درنو وسلو د کارولو رپوټونه ترلاسه شوي ديانځور: Basit Gilani/AFP

د فرانسې خبري آژانس (afp) د یوه سیمه ایز پولیس چارواکي په حواله ویلي دي چې په خیبر پښتوخوا کې د کُرمې په لویر سیمه کې د پیل شويو مذهبي نښتو په پایله کې تر اوسه پورې ۳۳ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې د لویر کُرمې په لږ تر لږه درو ځایونو کې د شعیه او سني وسله والو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي. په دغو نښتو کې د درنو وسلو د کارولو رپوټونه ترلاسه شوي دي.

په کُرمه ولسوالۍ کې دغه نوې شخړه وروسته له هغې پیل شوه چې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۲۱ نیټه)د سپرلیو پر یوه کاروان برید وشو. په دغه پيښه کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي وو. دغه کسان د پاړه چنار اوسیدونکي او د شعیه ټولنې غړي ول.

کُرمه د پاکستان یوه داسې قبایلي ولسوالي ده چیرې چې شعیه مذهبه په کې اکثریت لري. په تیرو وختونو کې هم پر شعیه ګانو بریدونه شوي او په هدفي ډول وژل شوي دي. شعیه ګان د پاکستان ۲۴۰ میلیونه نفوس نږدې ۱۵ سلنه برخه تشکیلوي.

پر ملکي او دولتي ملکیتونو بریدونه

یوه سیمه ایز پولیس چارواکي د نوم پټ ساتل کیدو په شرط د فرانسې خبري آژانس (afp) ته وویل چې د سپرلیو پر کاروان د برید په پایله کې د وژل شویو کسانو له ښخولو وروسته د جمعې په ماښام وسلوالو کسانو د بګن او باچاکوټ په سیمو کې لوټ پیل کړ او ملکي او دولتي ودانیو او ملکیتونو ته یې اور اچولی دی. وروسته له هغې د بګن او علي زیوقبایلو ترمنځوسلوالې نښتې پیل شوې.

دغه پولیس چارواکي زیاته کړې ده چې دواړه خواوې له عصري او اوتوماتیکو وسلو څخه کار اخلي. نوموړي دا هم وویل چې په کُرمه ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت عادي حالت ته راوستلو له پاره په حکومتي کچه کوښښونه روان دي.

تر اوسه پورې په کُرمه کې د مسافرو لیږدونکو موټرو پر کاروان د برید مسئولیت چا نه دی منلی. پولیسو هم د دې خونړي برید د انګیزې په هکله څه نه دي ویلي.

په کُرمه ولسوالۍ د جولای میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په ورته بریدونو کې لسګونو کسان وژل شوي دي. په هغه وخت کې په کُرمه کې د ځمکو پر سر شخړې پیل شوې وې، چې وروسته یې بیا د فرقه ییزو یا مذهبي نښتو بڼه خپله کړې وه.

(AFP, Reuters) ش.ن/ خ.ح

د خیبر تاریخي دره ولې ستراتیژیک اهمیت لري؟

04:43

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب