1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: نړۍ دې افغانستان يوازې نه پريږدي

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

نړیواله ټولنه بايد له افغانستان سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي چې له دې پرته به دغه هیواد له «خطرناکو عواقبو» سره مخ شي. دغه څرګندونې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر، فليپو ګراندې کړي دي.

Schweiz Filippo Grandi Flüchtlingskommissar UN
انځور: picture-alliance/dpa/S. Di Nolfi

له ژنيو څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، فليپو ګراندې دغه څرګندونې په ژنيو کې د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس څخه د مخه چې نن دوشنبه پيليږي په يوه اعلاميه کې کړي دي.

هغه دغه خبرې په داسې وخت کړي دي چې تر دې وړاندې يې له تاوتريخوالو سره د مبارزه په برخه کې له آسیايي ملتونو سره کتلي وو او په عين وخت کې د امريکا متحده ايالاتو په مرسته د افغانستان د سولې مذاکراتو هڅې هم روانې دي.

ګراندي ويلي دي چې د افغانستان د خلکو راتلونکې د سولې د مذاکراتو له نتيجې، په ژنيو کې د مرستندويه هيوادونو له دوه ورځني کنفرانس او دغه راز د افغانستان د پرمختک په برخه کې د نړيوالې ټولنې له کړو ژمنو سره تړاو لري.

ګراندي په يوه اعلاميه کې خبرداری ورکړی: «په دواړو برخو کې د بریا نه ترلاسه کيدل به د دې سبب شي چې افغانستان له «سخت ناورین» سره مخ شي، چې په دې منځ کې به د بيځايه شويو شمير هم لوړ شي.»

د ګراندي په خبره د روان کال په جريان کې ۳۰۰ زره افغانان د جګړو له امله خپلو کورنو پريښودو ته اړ شويانځور: picture-alliance/NurPhoto/W. Sabawoon

هغه زياته کړې، د روان کال په جريان کې ۳۰۰ زره افغانان د جګړو له امله خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي، چې دوی «شديدو بشري» مرستو ته اړتيا لري.

ورته مرستې، نژدې ۳ ميليونه پخوانيو بېځایه شويو او ۹ ميليونه هغو افغانانو ته هم ډيرې ضروري دي، کوم چې د کرونا بحران له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

ګراندي دا هم وويل، مهمه ده تر څو د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات يوې مثبتې نتيجې ته ورسيږي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د پوځې حمله په نتيجه کې له منځه ولاړ چې تر هغه راوروسته دغه ډله د افغانستان حکومت سره په جګړه بوخته ده.

امريکا او طالبانو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي. په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو موضوع هم د دغه تړون يوه برخه ده، خو په دغو مذاکراتو کې لا تر اوسه ښکاره پرمختک نه دی رامنځ ته شوی. د امريکا ولسشمر دونالد ترمپ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې له افغانستانه به د خپلو ځواکونو يوه برخه وباسي چې دا کیدای شي د افغان حکومت د لا تضعیف سبب واقع شي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.