د فنلنډ په آلنډ ټاپوګانو کې یو شتمن موټر چلوونکی د زیات سرعت له امله ۱۲۱ زره یورو جریمه شوی دی. خو دا د دې موټر چلوونکي لپاره لومړۍ جریمه نه ده، هغه مخکې هم دوه ځلي د جریمې پیسې پرې کولو ته مجبور شوی دی.
اعلان
په فنلنډ کې یو شتمن موټر چلوونکی د زیات سرعت له امله ۱۲۱۰۰۰ یورو (۱۲۹،۵۴۴ ډالر) جریمه شوی دی. د دې زیاتې جریمې دلیل دا دی چې په دې هیواد کې پر سړکونو د سرعت له حد څخه د سرغړونې جریمه د یوه کس د عاید پر بنسټ ټاکل کیږي.
اړوند مطلب: المان: ولې یو کس پر موټر د z نښې په کښلو ۴۰۰۰ یورو جریمه شوی؟
جریمه شوی کس اندرس ویکلوف، د دوشنبې په ورځ د آلنډ ټاپوګانو د »نيا آلنډ« په نوم ورځپاڼې ته وویل: «زه واقعیا له دې قضیې څخه متاثره یم.»
هغه وویل چې خپله په دې پوهېده چې په داسې سړک کې چې وروستی سرعت یې په ساعت کې ۵۰ کیلومتره دی، هغه په ساعت کې ۷۰ کیلومتره موټر چلولی او د موټر د سرعت کمولو په حال کې وو، خو ژر تر ژره یې سرعت نه وو کم کړی.
څنګه کولای شو چې د آلمان په لویو لارو کې سفر وکړو
آلمان په نړۍ کې نه یوازې د خپلو موټرو په نوم شهرت لري، بلکې لویې لارې یې هم خورا مشهورې دي. مخکې تر دې چې په فليزي وسیلو کې پښه کښېږدی، ځینې لارښوونې درته لرو.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte
پرته له محدودیت څخه د سرعت اجازه
آلمان یوازینی اروپایي هېواد دی چې د لویو لارو په ډېرو برخو کې يې د سرعت محدودیت نه شته او د موټروې يا لويي لاري ډېره غوره شبکه لري. دې عمومي سړکونو ته ښه پاملرنه کېږي، تاسو ته بلنه درکوو چې یو ځل یې وآزمویئ. په آلمان کې د موټر چلولو جواز د ترلاسه کولو له پاره لږ تر لږه باید ۱۷ کاله عمر ولرئ. په نا محدودو سرعت لرونکو لویو لارو کې یوازې په ۱۸ کلني کې د چلولو اجازه ورکول کېږي.
انځور: Imago/Horst Galuschka
پر ځان له فشار راوړلو ډډه کول
په آلمان کې د موټرو د ملي ټولنې یا«ADAC» د معلوماتو له مخې، د تېرکال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې د ترافیکي پیښو کچه ۱۵ سلنه زیاته شو ې ده. دا تر یوې کچې د یو کوچني هېواد له پاره خورا زیاتې پېښې دي. زیاتره دا پېښې د په عمومي سړکونو کې د ډېرو موټرو او ساختماني جدولونو له امله رامنځته شوي دي. نو د موټر چلولو په وخت کې په ځان له فشار لاوړلو ډډه وکړئ په ځانګړې توګه کله چې لویو ښارونو ته سفر کوئ.
انځور: Getty Images/S. Gallup
په ډېره کمه فاصله کې موټر چلول
کله چې تاسو فکر کوئ، له عمومي سړک څخه خپل سرعت کموئ، تاسو ممکن داسې تصور وکړئ چې په کافي توګه سرعت نه لرئ. ځینې آلماني موټر چلوونکي ممکن ستاسو سره په کمه فاصله کې موټر وچلوي او هڅه به وکړي چې تاسې ورخطا کړي. دوی ممکن حتی د خپل موټر د څراغونو په واسطه تاسو ته اشارې وکړي ترڅو ستاسو تمرکز وپاشي. اړینه نه ده چې تاسې خپل مسیر بدل کړئ. خو اجازه مه ورکوئ چې زورور چلوونکي تاسو وځوروي!
انځور: dpa
کامرې ته موسکا وکړئ
د موټر سرعت ته پاملرنه وکړئ. په آلمان کې په ښاري سېمو کې کامرې په پراخه کچه نصب شوي دي. دا د بکس په شکل دي او د سړکونو په غاړو کې نصب شوي دي. زیاتره وخت که ستاسو پام ورته نه وي او سرعت مو له حده زیات وي نو ستاسو کورته به یو لیک واستول شي، ستاسو مکمل عکس، د موټر د شترینګ عکس او د پیلیټ عکس سره چې ستاسو جرم پرې ثابت کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Galuschka
د ګرځنده تلفونونو کارول بند دي
د موټر چلولو پرمهال په لاس کې د ګرځنده تلیفون نیول په مطلق ډول منع دی. که ونیول شئ، تاسو به ۱۰۰ یورو( ۱۲۴ډالره) جریمه شئ او ستاسو په لیسنس کې به یو منفي پاینټ ولیکل شي. که تاسو د یوې پېښې لامل شئ، سزاګانې زیاتیږي، او ممکن ستاسې لیسنس درڅخه واخیستل شي. په ۲۰۱۷م کال کې جریمې زیاتې شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose
د مرستې رسوونکو له پاره لاره پرېښودل
په ورته مهال کې د بېړنې وسایطو له پاره لاره جوړول هم ضروري ده. که یو ځلي لاربندي رامنځته شي، دا لازمه ده چې تاسو د پولیس او امبولانس له پاره یوه لاره پرېږدئ، اند مخکې تر دې چې تاسې خپل شاوخوا کې د بېړنیو وسایطو څراغونه ووینئ. که دې ته پام و نه کړئ، تاسې به ۲۰۰ یورو(۲۵۰ ډالره) جریمه شئ او په لیسنس کې به منفي پاینټ هم ترلاسه کړئ. بېړنۍ لاره تل په کېڼ خوا یا د سړک د خطونو ترمنځ وي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte
بیدار اوسئ
همدارنګه د سړکونو د خرابیو یا د پېښو په وخت کې، باید د پاملرنې سیګنال تنظیم کړئ. دا په سړک کې د یوه نارنجي مثلث اېښودل دي، د یوه شوبیني کوټ اغوستل دي چې دواړه باید په موټر کې ولرئ. تاسو باید د لومړۍ مرستو یوه بسته له ځان سره ولرئ.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch
د نشې په حالت کې موټر چلونه
په آلمان کې د نويو او مسلکي چلوونکو له پاره صفر زغم شته. د ۰،۰۵ سلنه الکل لرونکي (BAC) وینې محتوا له پاره محدودیت شته. بایسکل چلوونکي باید تر ۰،۱۶ سلنې الکول څخه زیات ونه چښي. جریمه له ۵۰۰ یورو(۶۲۳ ډالرو) څخه پیل کېږي، کېدای شي د یوې میاشتې له پاره له تاسو لیسنس واخیستل شي یا وځنډول شي. تر ټولو ښه شرط: الکولي مشروبات مه چښئ او موټر وچلوئ!
انځور: picture-alliance/dpa
د ژمي مجهز ټایرونه
د واورې له پاره ځانګړي ټایرونو ته اړتیا ده کله چې کوڅې له خټو، یخ یا واورو څخه پوښلې وي. په آلمان کې په عمومي توګه دا هر وخت د اکتوبر او ایسټر ترمنځ واقع کیدای شي. که تاسو د ژمي ټايرونه موټر ته نه وي بسته کړي او پر سړکونو موټر چلوئ، تاسو به جریمه شئ او په لیسنس کې به مو منفي پاینټ ورزیات شي. د ژمي له مناسبو ټایرونو پرته، ستاسو بیمه ممکن د رامنځته شوې پېښې پیسې ور نه کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle
آرام چلند
د آلمان په عمومي او ښاري سړکونو کې د تګ راتګ له پاره، غوره لاره یو ځان آرام احساس کول دي: ځانته وخت ورکړئ او ځان مه ستړی کوئ. سربیره پردې، په دغه هیواد کې د پرمختللي ریل ګاډي او عامه ترانسپورت سیسټم سره، تاسو ممکن حتی ونه غواړئ په خپل موټر کې ولاړشئ، ریل ګاډي ته پورته شئ او پښه يو پر بله واړوئ.
دا لومړی ځل نه دی چې ویکلوف د غیرقانوني سرعت له امله جریمه کیږي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې ۶۳ زه او ۶۸۰ یورو جریمه شو او پنځه کاله وړاندې هم ۹۵ زره یورو جریمه شو چې دا خبر د رسنيو په سرټکو اوښتی وو.
زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
ویکلوف د آلنډ د اصلي اوسیدونکي په توګه د یوه هلډینګ يا سهامي شرکت مشر دی چې د سوداګرۍ، لوژستیک، هلیکوپټري خدماتو، املاکو او ګرځندوی سکتورونو کې پانګې لري. هغه د آلنډ ټاپوګانو تر ټولو بډایه شخص ګڼل کیږي او ځینې وختونه د دې سیمې د «سلطان» په نوم یادیږي.
af/pa (AP)