1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا: د کډوالو کښتۍ کې اورلګېدنې دوه ماشومان وژلي

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د ايټاليا لامپدوسا ټاپو ته په لاره د کډوالو يوې کښتۍ کې اورلګېدنې دوه ماشومان وژلي او لږ تر لږه پنځه مېرمنې ټپيانې کړې دي. د اور بلېدو لامل ښايي د تېلو د يوې ټانګۍ چاودنه وي.

عکس له آرشيف څخه
عکس له آرشيف څخهانځور: Ärzte ohne Grenzen/dpa/picture alliance

د ايټاليې د لامپدوسا ټاپو چارواکو ويلي چې »د مالتا له چارواکو سره په تفاهم د ساحلي ساتونکو د ګزمې يوه کښتۍ له لامپدوسا څخه سيمې ته واستول شوه چې ۳۸ کډوال او د دوو ماشومانو مړي يې سره واخيستل.«

د ساحلي ساتونکو په خبره اور وروسته له دې بل شو چې د تېلو يوه ټانکۍ وچاودله. د ايټالوي رسنيو له مخې هغو ماشومانو چې په اورلګېدنه کې مړه شوي دي، د يو او دوو کالو عمرونه درلودل. يوه ميندواره ۲۵ کلنه ښځه چې ښايي د يوه مړه شوي ماشوم مور وي، روغتون ته وړل شوې او يوه بله ښځه لا بې درکه ده.لامپېدوسا: کتاب لرونکي مهاجرو ماشومانو ته کتابتون جوړوي

ياده کښتۍ د څرګندونو له مخې له شمالي افريقا څخه وه. د سيسيلي په اګريګېنت کې لويې څارنوالۍ پلټنې پيل کړې دي او ژوندي پاته شوي کسان لامپدوسا ته وړل شوي چېرته چې ډېری وخت له تونس او الجزاير څخه کډوال رسيږي. سږ کال له ۷۶ زرو څخه زيات کډوال د سمندر له لارې ايټاليا ته رسېدلي چې تېر کال يې شمېر ۵۰ زره و.ايټاليا ـ قاچاق وړونکی د مهاجرو په زهيرونه تورن سو

لږ تر لږه ۱۲۶۹ کډوال چې په دغه وخت کې يې له مديترانې سمندر څخه د تېرېدلو هڅه کړې وه، لادرکه شوي دي. د کډوالۍ د نړيوال سازمان په حواله دغه د مديترانې لاره د کډوالو له پاره تر ټولو خطرناک مسير دي.

آ./ن.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب