په عيني حال کې چارواکو د هامبورګ د روتنبورګس اورټ د دغې برخې اوسېدونکو ته له زهرجن ګاز څخه خبرداری ورکړی دی. چارواکو سپارښتنه کړې ده چې د سيمي اوسېدونکي دي کړکۍ تړلې وساتي او خپل ايرکنډېشنونه دې بند کړي. په رسمي اعلاميه کې راغلي دي چې په لوګي کې ښايي زهرجن ګازونه هم مل وي او د تنفس کوونکو ته زيان رسولای شي.
د اورلګېدنې په ځای کې رامنځته شوې د لوګي لويه ورېځه د هامبورګ د مرکز پر لور ورغلې ده. چارواکو ويلي دي چې د هوا ازميښتي کنټرول ادامه لري او لا تر اوسه پکي د خطرناکه ګازونو ونډه نه ده جګه شوې. خو بيا يې هم په سيمه کې له اوسېدونکو د احتياط غوښتنه کړې ده.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.
هغه څه چې د ډيرو ځایونو په هکله پرې نه پوهيږو
آیا پوهيږئ چې د چين ديوال د وريجو په مرسته جوړ شوی، د ايفل برج لوړوالی له موسم سره بدليږي او هامبورگ ۲۵۰۰ پُلونه لري. د عکسونو په دې گالرۍ کې دا ډول نور جالب معلومات شته.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Runkel
لنډ او اوږده شاهکارونه
په هالنډ کی يو ښار د Ee په نوم او په فرانسه کي يو ښار د Y په نوم دی چې دواړه د یوه اوږده نوم لنډيز دې. د دغه نوم د ۵۸ تورو تلفظ یوازي د سیمې اوسیدونکې کولې شي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/T. Schäffer
دوبنی ايفل او ژمنی ايفل
آيا پوهيدئ چې د پاريس ايفل برج د موسم سره بدليږي؟ بلې همداسې ده. د پاریس په تاوده دوبي کې د ایفل برج فلزي جوړښت لویږې او ۱۵ سانتي متره له ژمي موسم څخه ستر وی. طبيعي ده چې د فزیک دغه قانون په ټولو فلزي ودانيو کی همدا ډول دې. خو د فرانسې دا کوچني کيدل او غټېدل د پاريس دغه ۱۲۱ کاله پخوانې تاريخي ودانۍ ته ډېره ښکلا وربخښي. ايفل برج ته د نړۍ تر ټولو ډير ننداره کونکي ورځي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Ehlers
له وريجو ودان شوی ديوال
د وریجو څريښيدل دومره توان لری، چې د يوې ودانې آبادولو په مصاله کې ترېنه کار واخیستل شي. ۱۵۰۰ کاله پخوا د تعميراتي کارپوهانو له دغه ډول علم سره د ليمو او وريجو له سوپ څخه د ودانیو په ابادولو کي کار اخيستې. د چين ديوال له ۲۱ کيلومتره اوږدوالې او په شانداره او عجيبه جوړښت کي هم د وریجو ګډوله کارول شوې.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/N. Michalke
کيڼ لوري ته کږيدل
د پيزا برج خوا ته سيلانیان د عکس اخیستلو ته لیوالتیا لري. خو علاقمندان يې ښه به وي چې خبر شی، تر ۲۲۰۰ کاله څخه زيات وخت نه لري. د کارپوهانو وړاندوینو او ارزونو له مخی پيزا برج به په دغه کال کي ونړیږي. د دغه برج د نړیدلو وجه اسفنجي خاوره او یا نرمه زمکه ده.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/K. Wothe
د کوچني ښار دولت
د روم ښار په منځ کي د نړۍ تر ټولو کوچنې دولت شتون لری. يو ۸۰۰ وه کسیز هیواد له ژبې، پاسپورت او جلا پيسو سره، چې د محافظت ګارد يې ټول سویسي اتباع دي. لاتین د واتیکان رسمی ژبه ده.
انځور: picture-alliance/PantherMedia/B. Preve
د پُلونو ښار
په هامبورګ کې د پلونو شمیر له امستردام او ونیز څخه زيات دي. ډیره د تعجب خبره چې د آلمان دغه شمالي ښار ۲۵۰۰ پلونه لري. لرغوني پلونه چې بيا رغول شوي او د آلستر پر دریاب او بیلا بیلو کانالونو باندې جوړ شوي، تر څو تګ راتګ آسانه کړي. په حقيقت کي تاسی نه شئ کولې ووايې چې ګواکي په هامبورګ کي ګرزيدلې يې او کوم پل مو نه دې ليدلې.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Tack Tack
د پيريانو زمانه
پيريان، دیوان او بلاګانې؟ بلې! په ايسلند کې ځيني خلک د هغوي پر شتون باور لری. حتي په یو وخت کې په دولت کې د پيريانو مشاور شتون درلود. که چيرې مو ايسلند ته سفر وکړ او طبيعت مو له نږدي ننداره کړ د دغه ډول عقيدو پوهیدنه درته آسانيږې. کولي شئ د بخار چينو او نورو ژورو ځایونو ته ورشئ ناڅاپه به مو یو شې له فش فش کولو سره مخې ته راپيدا شي.
انځور: DW/E. Yorck
خپل سر ونه ښوروئ
که چيرې تاسې البانيا، بلغاريا، يونان او یا هند ته سفر کوئ، نو فکر مو راټول وساتئ او خپلو کړنو ته پام وکړئ. په دغه هیوادونو کي د سرښورول هم د هو په معنا دي او هم د نه. دا په دي پورې تړلې چې په کوم حالت کي سر ښوروئ. له همدې کبله ښه دا ده چې د خپل مقصد د بیان له پاره کلمات استعمال کړئ.