1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا په ځنګلونو کې اور،زرګونه کسان د تېښتي په حال کي دي

۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعه

په کاناډا کې د اورلګېدنې شمېر ۱۱۰۰ ته ورسېد. حکومت د دغه هيواد په شمال کې د يلونايف ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې له ښاره ووځي. لسګونه زره کسان په شخصي موټرو او بسونو کې د اور له سیمې څخه د وتلو په حال کي دي.

د کاناډا په ییلونیف کې د ځنګل اورونه
د کاناډا په ییلونیف کې د ځنګل اورونهانځور: PAT KANE/REUTERS

د اور لګېدنې له امله تراوسه ۴ کسان مړه سوي دي، د «شمال لوېدیځو سیمو» مرکز یلونايف ښار ۲۰ زراوسیدونکي لري او دکاناډا حکومتپه یوه بېړنۍ غونډه کې اوسیدونکو ته د جمعې ورځي تر غرمې پوري وخت ورکړی دی چي له خپلو استوګنځایونو څخه ووځي.

کاناډايي رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۷) خبر ورکړ چې اورونه له دغه ښار څخه ۱۷ کیلومتره لیرې پیل سوي دي. او له ښار څخه بهر سړکونو کې د  تیلو پمپ سټیشنونو مخې ته اوږده کتارونه جوړ سوي دي.

په کاناډا کې د ځنګلونو اورونهانځور: Bill Braden /The Canadian Press/AP/picture alliance

چارواکو په وروستیو ورځو کې د اورلګیدنې سیمې کې د اوضاع د خرابیدو په اړه خبرداری ورکړی. اور لګېدنې شاوخوا ۱۵۰ زره مربع کیلومتره سیمه ګواښي. لږترلږه ۱۶۸ زره خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ سوي دي.

د دغه هيواد په شمال لوېدیځ کې بېړنی حالت اعلان سوی دی او د اورلګېدني تر ۲۳۰ زیاتې پېښې هم ثبت سوي دي.

د شمال لوېديځو سیمو د چاپیریال ساتني وزیر شین تامپسون یو خبري کنفرانس کې کله چې اور له لویدیځ څخه يلونايف ښار ته د نږدې کيدو په حال کي وو، وویل: «زه غواړم ټینګار وکړم چې ښار سمدستي په خطر کې نه دی، مګر د باران پرته، د اور لمبې به د اونۍ په پای کې د ښار کلیوالي سیمو ته ورسیږي. او که غواړئ چې پاتې سئ، تاسو خپل ځان او نور په خطر کې اچوئ.»

د کاناډا په ییلونیف کې د ځنګل اورونهانځور: Angela Gzowski/THE CANADIAN PRESS/empics/picture alliance

وروسته له هغه چې اورلګیدنې سړکونه ناامنه کړل، د کاناډا پوځ د شمال لوېديځو سیمو د اوسیدونکو ایستل پیل کړل. راپور ورکړل سوی چې د اورلګیدنې له امله سخت لوګی د ژغورنې او اور وژنې کار له خنډ سره مخ کړی دی. د چارواکو په وینا د کاناډا په ځنګلونو کې هم د اور له امله څلور کسان مړه سوي دي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ترودو د جمعې په ورځ (اګست ۱۸) پخپل ټویټر کې اعلان وکړ چې هغه د يلونايف د ښاروال په ګډون له سیمه ایزو چارواکو سره په منظمه تماس کې دی او  اور ځپلو سیمو ته یې د حکومت د مرستو په اړه خبرې کړې دي.

د کاناډا د چارواکو په وینا، سږ کال د کاناډا په اورونو کې ۱۳ میلیونه او ۲۰۰ زره هکټاره طبیعي سیمې سوځیدلې دي. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون او په ځانګړې توګه د سږ کال وچ پسرلی او ګرمې هوا د اور د زیاتېدو لامل سوي دي.

ص.ذ/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب