په ترکیه، ایټالیا او یونان کي اطفاییه کوښښ کوي، چي په سلونو ځایونو کي لګېدلي اورونه خاموشه کړي. دغو اورونو په عین حال کي سخته ګرمي رامنځته کړې او د حرارت درجه یې تر څلویښتو هم اړولې ده.
اعلان
وچه هوا او سخت بادونه، چي د سختي ګرمۍ سره مل دي، ددې سبب کیږي، چي د اور لمبې ډیر ژر خپرې سی. د ترکیې په جنوب کي بیا په سلهاوو هوټلونه او کلي باید تخلیه او خلک امن ځایونو ته انتقال سوي وای.
ددغه هیواد د بوډروم ښار یوه مکمله ناحیه باید خالي سوې او خلک د امن ځایونو ته انتقال سوي وای. ۵۴۰ تنه یوازي د کښتیو په واسطه انتقال سول، ځکه چي د سړکونو څخه نور د تیریدو امکانات موجود نه وه.
په ټوریسټي ځایونو، لکه اناتولیه او موګلا کي اورونه اوس هم بل دی، چي بیا د حکومتي ارقامو پراساس په نورو ځایونو کي تر کنټرول لاندي راغلي دي. تر اوسه پوري په دغو اورلګیدنو کي ۸ کسان مړه سوي دي.
دا په ترکیه کي له یوې لسیزي راهیسي تر ټولو سختي اورلګیدني دي. یوازي د کال د شروع څخه اورونو تقریبأ ۹۵ زره هکټاره مځکه ویجاړه کړې ده. دا پداسي حال کي ، چي د ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پوري په متوسط ډول سره د کاله فقط تقریبأ ۱۳۰۰۰ هکټاره مځکه ویجاړه سوې ده.
په ایټالیا کي اورونه
د ایټالیا په جنوب، د اکولیا، کالابريا او کمپانیا په منطقو او همدارنګه روم او مرکزي ایټالیا کي بیا د ۸۰۰ اورلګیدونو خبر ورکول سوی دی. په حداقل ۲۵۰ اورلګیدنو سره بیا تر ټولو ډیر په سیسیلیا کي اورونه بل دي. دغو اورونو ډیري خرابۍ رامنځته کړي او هم یې تفریحي او سیاحتي ځایونه تخریب کړي دي.
په یونان کي اورونه او سخته ګرمي
د یونان د پیلوپونا جزیرې څخه باید اوسیدونکي او ټوریستان دواړه د امن ځایونو ته انتقال سوی وای. د پاترا د ښار پنځه کلي هم باید تخلیه سوي وای. د یونان په ډیرو نورو سیاحتي ځایونو کي هم باید هوټلونه تخلیه، ټوریستان او اوسیدونکي یې د امن ځایونو ته انتقال سوي وای.
یونان اوس باید د سختي ګرمۍ سره هم مقابله وکړي: نن دوشنبه او سبا سه شنبه د تر ۴۴ درجو سانتي ګراد پوري د ګرمۍ اټکل سوی دی او لا د سختي ګرمي د ختمیدو هیڅ آثار نه معلومیږي. ددغه هیواد تقريباً ټول هواپیژندونکي د یوې «تاریخي ګرمي څپې» څخه خبري کوي ، چي یووار بل په دغه هیواد کي په ۱۹۸۷ م کال کي پيښه سوې وه.
هغه وخت په یونان کي ګرمۍ څو ورځي دوام وکړ او د سانتي ګراد درجه تر څلویښتو هم واوښتله چې له کبله یې تر ۴۰۰۰ اضافه انسانان مړه سوي وه.
کله چې امریکایان يخ وهي او استراليايان سوزي
يوازي دونالد ترامپ په دې عقيده نه دې، چې ګواکې د زمکې تودوخه د انسانان له اقداماتو سره تړاو نه لري. کیدای شي ډيری کسان په امريکا کې د واورې او سړو له کبله د زمکې تودوخه جدي ونه ګڼي. په دې تړاو دغه عکسونه:
د تند باد بهیر حتي په لا ځواکمنو بادونو سره په فضا کې په يو نري جریان کې متمرکز ته جت استریم ويل کيږي. دغه بهیر د باد د فرضي تونل په څير د زمکي په پورته اتموسفیر کي ځای نیولي وی، چې د اتصال ټکې يې (چیرې چې د حرارت درجه د فضا پورته برخه کي کموالي مومی) او استراتوسفر (هغه ځای چې د حرارت درجه په کې د ارتفاع په زیاتوالي کي زياتوالي مومي.)
انځور: Reuters/NASA
په اوس وخت کې د زمکې کرې قطبونه په ډيرې چټکې او زیات شدت سره د استواي سیمو په نسبت د تودیدلو په حال کي دي. څيړونکې په دې باور دي "چې د انډول دغه نابرابرۍ پر جت استريم باندې هم اغیز پرايښې دې"
انځور: DW/Irene Quaile
د پوتسدام کې د اوبو او هوا د څيړنيز انستيتوت څخه مارلين کرچمار شپيګل ته ویلي دي:« موږ وکولې شو، دا وښيو چې د جت استريم د اوږدې دورې کمزورتیا په جت استراتوسفر کې د اروپا په شمال،آسیا او(Eurasia کي د ژمی موسم سوړوالي سبب شوي.»خو په امريکا کي لا دغه موضوع په پوره ډول نه ده څيړل شوي.
انځور: Reuters/R. Frank
کارپوهان په خپلې وروستئ نظريه کی وايې:« دغه موضوع ثبوت شوي،چې هر کله جت استریم کمزورې کيږی،په يو ځاي کي سخت ساړه رامنځ ته کيږي.» خو د دغو دواړو فزيکي اړيکه لا تر اوسه نه ده ثابته شوي.
انځور: Reuters/L.DeDario
د امریکا د فیربانکس آلاسکا،د هوا پيژندنې ملی ادارې نیویارک تايمز ته ویلي:«د قطب شمال تودوخه په ډير اټکل سره چې د نړۍ پر نورو سیمو هم اغیز کوي.دا هغه څه دي چې ټول کارپوهان پرې توافق لري.»
انځور: Getty Images/AFP/A. Sankar
د زمکي کري توديدلو له ډيرو مهمو دلايلو څخه په اتموسفير کې يو هم د ګلخانه يې ګازونو خپريدل دي،چې د انسان له خوا توليديږې. کارپوهان وایې،وروستیو څيړونو شودلې چې د زمکې پر اتموسفير د ګلخانه يې ګازونو د شمیر موجودیت،په تيرو ۸۰۰ زره کلونو کي هيڅکله په دغه اندازه نه وو.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTOs
انتقاد کونکي په دې نظر دی،چې د زمکې تودوخه د ګلخانه يې ګازونو څخه نه بلکې د زمکې کرې اتموسفير څخه دي،چې د مثال له پاره ۵۵ ميلونه کاله پخوا یادوي. خو دا بايد له ياده ونه باسو چې د هغه دورې بدلون د لس زره کلونو په موده کې ترسره شوې،نه دا چې د زمکې پر کرې د انسان واک او له ۲۰۰ کاله څخه په لږه موده کي له صنعتی کيدلو څخه.
انځور: picture alliance/dpa/Patrick Pleul
۱۲۰ کاله کيږي،چې کارپوهان د ګلخانه یې ګازونو له خواصو څخه خبر دي. دا ګازونه د دي سبب کيږی،چې د لمر کمې وړانګې له اتموسفیر څخه بهر ته وزلیږي.دغه لوګي د زمکي پر مخ تودوخه لکه د يو چتر په څير ساتې. له ۱۹۵۸ م کال حخه د زمکې پر مخ د ګلخانه يې ګازونو شمیر د "مانوا لوا" په اور غورزونکي غره کې په هاوايې اندازه کيږي. له هغه کال څخه تر اوسه پورې د دغه ګازونو اندازه له ۳۲۰ نه ۴۰۰ پي پي ام ته رسیدلې.