د پاول آلن د هنري مجموعې پنځه اثار هر يو تر سلو ميليونو ډالرو په لوړه بيه خرڅ شوي دي. د کريستيس په نوم د ليلامۍ خونې په حواله به دغه ټولې پيسې چې تر يو ميليارد ډالرو اوړي، د خيريه کارونو له پاره بسپنه شي.
تر ټولو ګران اثر د فرانسوي انځورګر، ژورژ سورا يوه تابلو وه. هغه د پونتيليزم د دورې اصلي شهکار بلل کيږي چې په ۱۴۹ ميليونو ډالرو وپلورل شو.په لندن کي یوه تابلو په تقریبأ ۲۱ ملیونه یورو خرڅه سوه
د پاول سېزان يو انځور په ۱۳۷ ميليونو ډالرو وپلورل شو چې د دغه فرانسوي انځورګر له پاره هم نوی رېکارډ دی. د وينسنټ فان ګوخ او ګوستاف کليمت له انځورونو سره هم نوي رېکارډونه په لاس راغلل.
سره له دې چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر۹) له ۱۵۰ اثارو څخه يوازې ۶۰ خرڅ شوي ول، او ليلامي به د پنجشنبې په ورځ هم دوام ولري، خو تر لاسه شوی ارزښت د پخوانيو شخصي ليلاميو له عايداتو څخه اوس لا اوښتی دی.د پیکاسو یوه نقاشي په ۱۰۳ مليون ډالرو وپلورل سوه
د مثال په ډول د امريکايي جوړې، هېري او ليندا مک لوف د شخصي مجموعې له پاره ټول ټال ۹۲۲ ميليونه ډالر تر لاسه شوي ول.
د مايکروسافټ شرکت بنسټګر پاول آلن په ۲۰۱۸م کال کې د ۶۵ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له وجې مړ شوی وو. نوموړي په ۱۹۷۵م کال کې له بيل ګېټس سره يو ځای د کمپيوټري نرم افزارو مايکروسافټ شرکت تاسيس کړی وو.
په ۱۹۸۳م کال کې دی د روغتيايي دلايلو او له ګېټس سره د ترينګلتيا له کبله له مايکروسافټ شرکت څخه ووت، خو د متشبث او پانګوونکي په توګه يې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.
له ګېټس سره د ستونزو سربېره يې د ګېټس له خوا د رامنځ ته شوي »ګيوُينګ پلېج« په نوم د يوه کمپاين ملاتړ وکړ چې له مخې يې بايد
ده د خپلې شتمنۍ لويه برخه د بسپنو په توګه وېشلې وای.
اې اف پي./ن.ص./ن.ز.
ریچارد جرج راجرز د رواني ميلادي پيړۍ زړه ور او بې باکه معمار تيره اونۍ ومړ. د هغه ژوند په هکله معلومات او اثار په دي انځورېز رپوټ کي وګورئ.
انځور: Uta Poss/dpa/picture alliance ریچارد جرج راجرز په ۱۹۳۳م کال کې د ايټاليا په فلورانس کي وزيږيد، پلار يې د غاښو ډاکټر او مور يې هنرمنده وه. د راجرز کورنۍ په ۱۹۳۸م کال کي بريتانيا ته هجرت وکړ. هغه له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۵۹م کاله پورې په لندن کې د معمارۍ په رشته کې تحصيل وکړ او وروسته په يو تحصيلي بورس کي د معمارۍ هنر په برخه کې امريکا ته ولاړ.
انځور: picture alliance / empicsراجرز د تحصيل له بشپړولو وروسته په لومړي سر کي په امريکا کي کار وکړ او بريتانيا ته له بيرته راګرزيدلو وروسته يې له وندي چيزمان او سوبروم ول سره د معمارۍ دفتر (۴ټيم) پرانيست. هغه له ۱۹۶۹م کال څخه په ايټالوي معمار بارنزو پيانو سره همکاري پيل کړه. (عکس: راجرز له خپلي لومړنۍ ښځې څخه تر طلاق وروسته له روت الياس سره واده وکړ.) راجرز له دوو ښځو څخه پنځه زامن لري چې يو يې په ۲۰۱۱م کال کي ومړ.
انځور: Picture-Alliance / Photoshotپه ۱۹۷۱م کال کي ريچارد راجرز له بارنز پيانو سره د پاريس د ژرژ پمپيو ودانۍ په مرکز کي د ۶۱۸ ګډون کوونکو په منځ ګټونکي اعلان شو. د دغه ودانۍ بڼه د دود کشو، اوبه څرخونو د تاسیساتو لولي او پايې، د باد مخنيونکي او د تګ راتګ لارو مجموعه وه. د دغه ستر هنري فرهنګي مرکز جوړښت په ۱۹۷۱م کال کي پيل او ۱۹۷۷م کال کي پاي ته ورسید.
انځور: picture alliance/dpa-Zentralbildريچارد راجرز په اروپا کې د داسې سبک پيلونکي معمارانو څخه وو چې د (هاي تک) يا پرمخ تللي تکنالوژۍ په نوم مشهوره شوه. پورتنې عکس د فرانسې په شراتسبورګ کي د اروپا بشري حقوقو محکمي ودانۍ چې معمار يې په ۱۹۹۴م کال کي ريچارد راجرز وو.
انځور: Uta Poss/dpa/picture alliance د اسپانيا په پلازمېنه مادريد کې د بارا خاس هواي ډګر د ريچارد راجرز معماري وه.
انځور: Oscar Gonzalez/NurPhoto/picture allianceد ولز ملي شورا له پاره جوړه شوي ودانۍ چې معماري يې په ۱۹۹۸م کال کي د ريچارد راجرز په لاس شوي ده.
انځور: Billy Stock/robertharding/picture allianceراجرز په ۱۹۹۹م کال کي د لندن «هزاره ګنبد» طراحي کړه. دغه (02) لوبغالی د ۲۰ زره کسانو ځاي لري او د ورزشي مسابقو او کنسرتونو له پاره جوړ شوی دی.
انځور: Phil Bird/Zoonar/picture allianceپه نيويارک کې دريم نړیوال تجارتی مرکز، هسکه ۸۰ پوړيزه ودانۍ چې لګښت يې ۲ ميليارده او۷۵۰ ميليونه ډالر شوی او په ۲۰۱۸م کال پرانیستله شوي، معمار يې راجرز دی.
انځور: Johannes Schmitt-Tegge/dpa/picture allianceپه برلين کي د (پوتسدام) ميدان اداري چارو ودانۍ معماري يې ريچارد راجرز کړې ده.
انځور: Global Travel Images/picture alliance په لندن کي د لويدز ودانۍ چې د ودانولو چاری يې په ۱۹۷۸م کال کي پيل او په ۱۹۸۶ کې پای ته ورسیدلي. د دغه ۱۶ پوړيزي ودانۍ چې ۷۵ ميليونه پونډ لګښت پري راعلي معماري يې ريچارد راجرز کړي.
انځور: Stefano Ravera/imago imagesپه لندن کي د هيترو هوای ډګر ترمینال چې په ۲۰۱۸م کال کي پرانيستل شو، معمار يې ريچارد راجرز و.
انځور: Getty Images/D. Kitwoodريچارد راجرز په ۱۹۹۱م کال کي د بريتانيا ملکي له خوا د (لرد) مقام تر لاسه کړ. راجرز د تيري شنبې په ماښام د دسمبر مياشتي پر ۱۸ نېټه په ۸۸ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.
انځور: Picture-Alliance / Photoshot