د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف او د کار نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې ويلي دي چې په نړۍ کې هر لسم ماشوم کار کولو ته مجبوره دی چې دا یې په کوچني سن کې ودې ته زيان رسوي.
زياته شوې چې د ۲۰۲۰م کال په پېل کې د اټکلونو پر اساس کابو ۱۶۰ ميليونه ماشومان په کار بوخت ول. دا په دې معنی ده چې په څلورو کلونو کې د ماشوم کارګرو شمير ۸،۴ میلیونه زيات شوی دی.
په دې توګه مخکنی مثبت پرمختګ درېدلی دی. د يونيسف او کار نړيوال سازمان په حواله د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ د هغو نجونو او هلکانو شمیر چې کار یې کاوه ۹۴ میليونه کم شوی وو.
«د نويو هلو ځلو اړتيا»
د کار نړيوال سازمان مشر ګوې رېدر نوې شمیرې د «مرستې غږ» بللی. هغه وويل: «موږ نه شو کولی چې د ماشومانو يو نوی نسل له خطر سره مخ کيدو ته پريږدو.»
هغه زياته کړه چې د کورنيو له پاره هر اړخیزو اقداماتو ته اړتيا ده. همدا راز د لیرې پرتو سيمو د پرمختګ او د زراعت په برخه کې ډېرو پانګونو ته اړتيا ده. نوموړي وويل چې دمګړۍ نړۍ له يوه پريکړنده حالت سره مخامخ ده. هغه زياته کړه: «اوس نويو هلو ځلو او انرژۍ ته اړتيا ده، څو يو بدلون رامنځته او د بې وزلۍ او ماشومانو د کار کړۍ ماته شي.»
د ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله اوس هم په ټوله نړۍ کې د ۵ او۱۷کلنۍ ترمنځ کابو ۲۱۸ ميليونه ماشومان کارونه کوي. هغه صنعتونه چې کوچنيان پکښې کار کوي، دلته کتلای شئ.
انځور: Issouf Sanogo/AFP/Getty Imagesد ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله تر ټولو زيات ماشومان د کرهڼي په برخه کې ليدل کيږي. په کولمبيا، تنزانيا، اوگاندا، موزمبيق او نورو هيوادونو کې د ځمکو خاوندان د قهوې ترلاسه کولو له پاره له ماشومانو کار اخلي.
انځور: dpaد نړۍ د ډيرو هیوادونو اقتصاد د پنبې په حاصلاتو پوري تړلی دی. په ځينو هيوادونو کې د پنبه دانې د کرلو او پنبې ترلاسه کولو پر وخت ماشومان په اجباري توگه په کار اچول کيږي.
انځور: Issouf Sanogo/AFP/Getty Imagesهمدا راز د ارجنټاين، برازيل، چين، اکوادور، شمالي کوريا او ایران په شان هيوادونو کې ماشومان د خښتو په بټيو کې په کار بوخت دي.
انځور: picture-alliance/dpa/zpress/Keystone/P. Pattissonکمبوديا او بنگله ديش د لباس په صنعت کې له ماشومانو د کار اخيستو له پاره شهرت لري. په دې انځور کې په ترکيه کې يو سوريايي مهاجر ماشوم د کار په حال کې ليدل کيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakisپه گواتېمالا، فلېپين او کمبوديا کې له ماشومانو څخه د غلو او گني په احاصلاتو کې هم استعفاده کيږي.
انځور: dpaد ملگرو ملتونو د رپوټ پر اساس د تنباکو صنعت د اوږدو کاري ساعتونو، خطرناکو کيمياوي موادو ته د لاس رسي او د درنو بارونو انتقالولو له وجې د ماشومانو له پاره د کار تر ټولو خطرناک صنعت بلل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Khannaد افريقا، آسيا او جنوبي امريکا په ځينو برخو کې له ماشومانو څخه د سرو زرو په کانونو کې کار اخيستل رواج لري.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ouoba د رپوټ په حواله کيدای شي د راتلونکي ميلادي کال تر پايه پوري د کرونا پانديمي له کبله نور ۹ ميليونه ماشومان کار کولو ته مجبوره شي.
د کرونا بحران پر دې سربیره د هغو ماشومانو له پاره خطر ډېر کړی دی چې لا دمخه کار کولو ته مجبور ول: په داسې حال کې چې د والدينو د عايد امکانات له منځه تللي د ماشومانو د کار شرايط نور هم خراب شوي او د کار ناوړه ډولونه یې پراخ شوي دي.
د يونيسف اجرائيوي مشرې هينريتا فوره وويل: «د کرونا په دويم کال کې د بندیزونو، ښوونځيو د تړل کيدو، اقتصادي ستونزو او د ملي بوديجو کمښت ځيني کورنۍ له يوه ډېر ځورونکي انتخاب سره مخ کړي دي.»
نوموړې پر حکومتونو او پراختيايي بانکونو ږغ وکړ چې د اړمنو کسانو ته کاري زمينې برابري کړي، څو د ماشومانو د کار اړتيا کمه شي.
ب. ص/ ن. ز (kna, epd, dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
لومړی ښه خبر: د کارګرو ماشومانو شمیر راکم شوی. او خراب خبر دا دی چې په ځینو سیمو کې د کارګرو ماشومانو شمیر زیات شوی دی. سږ کال د ماشومانو د کار ضد نړیوالې ورځې په مناسبت یوه مختلطه ارزونه.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Alamدا هلکان د بنگله ديش د ناريانگي د خښتو په يوه بټۍ کې کار کوي. دوی ته کار په بدل کې د ورځې دوه ډالر هم پوره نه ورکول کيږي. که څه هم چې په آسيا او په پاسيفيک حوزه کې د ماشومانو څخه کار اخيستل کم شوی خو بيا هم دلته د اوسيدونکو څه باندې اووه سلنه یې بايد د کورنۍ له پاره پيسې وگټي. دا په ټولیزه توگه تر ۶۲ ميليونه زيات ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Alamنجونې هم شاقه کارونه کوي لکه دلته په ميانمار کې. د ميانمار حکومت په فابريکو او پرچون فروشيو کې د کارکونکو کم تر کم سن ۱۴ کاله ټاکلی دی. همدا راز د وظېفې له پاره ټاکل شوی سن ۱۶ کاله دی. همدا راز حکومت د يوه قانون په اړه بحث کوي چې د مخې به یې د کم سن عمر لرونکي د خطرناکو کارونو د کولو اجازه ونه لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/T. Chowdhuryد ماشومانو په کار کې هغه کارونه شميرل کيږي چې د ماشومان له پاره خطرناک وي، د ودې مخه یې نيسي او ښوونځي ته د تگ لارې پرې بندوي. که په لنډه توگه ووايو: کار چې د ماشومانو د هغوی ماشومتوب غلا کوي. د نړۍ په کچه د ماشومان کار مخ پر کميدو دی. خو دا هدف چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به هيڅ ماشوم کار نه کوي، لا ډير ليرې دی.
تر ټولو زيات نجونې او هلکان چې په کار بوخت دي، د افريقا دي. په ټوليزه توگه ۷۲ میليونه ماشومان. د صحرا په جنوب کې په پرتو هيوادونو کې آن د ماشومانو کار لا زيات شوی دی. دلته چې د جنگونو، طبيعي ناورينونو او يا مهاجرت له وجې پر ځمکو فصلونه ونه کرل شي او يا د کورنۍ نفقه پيدا کونکی ومري، نو ماشومان مجبوريږي د خپلې کورنۍ له پاره ډوډۍ پيدا کړي.
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogoپه ټوله نړۍ کې کابو ۶۰ ميليونه انسانان په تېښته دي. له دوی څخه کابو نيمايي د دې سوريايي ماشوم په څير چې په ترکيه کې د مهاجرت ژوند کوي، ماشومان دي. څومره چې یې مهاجرت دوام پيدا کوي هومره یې کار کولو ته د مجبوريدو احتمال هم زياتيږي.
انځور: Getty Images/C. McGrathد کار کوونکو ماشومانو ۷۰ سلنه یې د کرهڼې په برخه کې په کار بوخت دي. په عمومي توگه دوه په دريمه برخه ماشومان د کابو ټولو کار کونکو ماشومانو نيمايي یې د پنځوو او يولسوو کالو ترمنځ عمر لري. له دوی څخه زياتره د زراعت په څانگې کې کار کوي. کارپوهان اټکل کوي چې کارونه به له کليو څخه ښارونو ته انتقال شي او په دې توگه په ښارونو کې هم د کار کونکو ماشومان شمير زيات شي.
انځور: DW/Muhammad Mostafigur Rahman...خپلو ميندو پلرونو سره په خپلو پټيو کې کار کوي، لکه دلته په بنگله ديش کې چې ليدل کيږي.
انځور: picture alliance/NurPhoto/H. Elsherifصنعت او د تعميراتي کار برخه د لږو لويو ماشومانو کار ته ليواله ده. دلته د کار کونکو نيمايي یې د ۱۵ او ۱۷ کالو ترمنخ عمر لري. په دوی کې د هغو شمير هم ډير زيات دی چې خطرناک کارونه بايد ترسره کړي.
انځور: picture alliance/M. Norzپه داسې حال کې چې زياتره وخت کم سنه کارکونکي د تجربه لرونکو په پرتله زيات زخمي کيږي، د کار نړيوال سازمان (ILO) د ماشومانو د کار پر ضد مبارزې پر سږنې نړيوالې ورځې پر خونديتوب او روغتيايي خدماتو ته پر لاس رسي تمرکز کړی. د دغه سازمان په حواله په بوليويا کې ماشومان په کانونو کې خطرناک کارونه کوي.
انځور: Aizar Raldes/AFP/Getty Imagesد ملگرو ملتونو په حواله په دې کې د ماشومانو د عسکرو په توگه کارول، هغوی بدلمنۍ ته مجبورول او نور هر ډول جبري کارونه چې د ماشومانو روغتيا ته زيان رسوي او هغوی له خطرناک سره مخامخوي، شامل دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Glinskiنجونې زياتره په کورونو کې د خدمو په توگه کار کوي. د اټکلونو پر اساس په ټوله نړۍ کې کابو ۱۵ ميليونه ماشومان او ځوانان په شخصي کورونو کې کار کوي. ځينې یې د مريانو په څير تر ناوړه شرائطو لاندې کار کوي.
انځور: picture-alliance/Godongپه بوليويا کې د دې موضوع سره پرانيستی چلن کيږي: د ۲۰۱۴ م کال راهيسې نافذ يو قانون په استثنايي قضيو کې ۱۴ کلنو ماشومانو ته د کار اجازه ورکوي. دې کار نړيوال يو څه غوسه کړل خو دغلته کارکونکو ماشومانو له دې څخه ملاتړ وکړ. دوی په يوه صنفي اتحاديه کې سره راټول شول او د لاپاز د دې بوټ پاکونکي ماشوم په څیر په سړک د کارکونکو ماشومانو د حقونو څخه هم دفاع کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Karitaڅومره چې په يوه هيواد کې د سړي سر مياشتنې عايد کم وي، هومره پکښې د کار کونکو ماشومانو شمير زيات دی. که څه هم چې ډيري ماشومان د کار سره سره ښوونځي ته د تلو هڅه کوي خو د زده کړو له پاره هيڅ وخت نه پیدا کوي. د کارپوهانو په حواله د ماشومانو له پاره د زده کړو زمينه برابرول مو لکه دلته د افغانستان په يوه ښوونځي کې چې ليدل کيږی، ښايي دماشومان د کار له منځه وړولو هدف ته يو څه نزدې کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Melnikov