سليم هغه پاکستانۍ مېرمن ده چې پخوا يې د ځمکې دواړو قطبونو ته سفر کړی، د نړۍ تر ټولو جګ غره ماونټ ايوريست څخه يې ځان په پاراشوټ راغورځولی او يوه له لومړنيو مليارډرانو څخه ده چې د ريچارد برانسن له فضايي شرکت څخه يې کابو دوه لسيزې پخوا د ياد شرکت تر جوړېدو لږ وروسته، فضا ته د ختلو له پاره يو ټيکټ پېرلی دی.
سليم د فرانسې خبري آژانس ته په ۲۰۱۲م کال کې لا ويلي وو چې »زما خپل دغه لقب يعنې لومړنۍ پاکستانۍ فضانورده خوښيږي، داسې ده لکه د دغه هېواد ډېره ځانګړې شهزادګۍ چې واوسم. حتی د شهزادګۍ څخه لا ښه احساس دی.«هندوستان: فضايي بېړۍ مو په سپوږمۍ کې ګرځېدا بشپړه کړه
د ويرجن ګالاکتيک شرکت اوس ويلي چې سليم د موناکو او متحده عربي اماراتو اوسېدونکې هم ده. په دې سره هغه د شرکت په حواله لومړنۍ موناکويۍ او اماراتۍ ښځه ده چې فضا ته خيژي.
امريکايي رون روسانو او بريتانوی ترېور بېټي هم د جمعې ورځې د سفر چې د »ګالاکتيک ۴« نوم ورکړل شوی، سپرلۍ پاتې شوې دي. په سفينه کې بېت موزس، د فضايي شرکت يو کارکوونکی او دوه پيلوټان هم حاضر ول.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Neil A. Armstrong
سوځوونکې گرمي او يخ سوړوالی
پر سپوږمۍ باندي د تودوخي درجه لا هم ډېره زياته ده. کله چي د لمر وړانګې پر سپوږمۍ ولويږي نو د سطحي تودوخه يې تر ۱۲۷ سانتي ګرادو پوري جګېدلای سي. کله چي لمر نه وي نو تودخه يې تر منفي ۱۵۳ سانتي ګرادو پوري ټيټېدلای سي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert
آيا هلته يو څوک اوسيږي؟
يوه ډېره پخوانۍ اسطوره موجوده ده چي وايي پر سپوږمۍ باندي يو سړی اوسيږي. بعضي خلک وايي چي د بشپړ سپوږمۍ پر وخت په سپوږمي کي يوه څهره ويني. په بعضو هيوادونو کي دغه اسطوره داسي ده چي وايي يو انسان د خپلو ډېرو جدي جرمونو له کبله سپوږمۍ ته جزايي ولېږل سو. خو حقيقت دا دی چي ياده خبره صرف يوه افسانه ده او حقيقت نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
سپوږمۍ له مځکي څخه د ليري کېدو په حال کي ده
سپوږمۍ په يو کال کي له مځکي څخه تقريبا څلور سانتي متره ليري کيږي. هر څومره چي سپوږمۍ له مځکي څخه ليري کيږي، هغومره پر مځکه کوچنۍ معلوميږي. په تقريبا ۵۵ میليون کالو کي به سپوږمۍ له مځکي څخه داسي کوچنۍ معلوميږي چي نه به سي کولای چي لمر پټ کړي. يعني بيا به د لمر ترنده یا تندر نيول نور نه وي.
انځور: Reuters/J. Ernst
شرمښان د سپوږمۍ سره هيڅ اړيکه نه لري
په ډيرو زړو بېروونکو فلمونو کي ښودل کيږي چي شرمښ د سپوږمۍ پر لور انګولا کوي. خو دا له حقيقت څخه ليري خبره ده. د بشپړه سپوږمۍ او د شرمښ د انګولا هيڅ تعلق سره نسته دی. شرمښ د شپې پر وخت انګولای کوي.
انځور: Imago/Anka Agency International/G. Lacz
سپوږمۍ ختونکو کي د تنوع کمښت
تر اوسه سپوږمۍ ته ۱۲ انسانان تللي او د سپوږمۍ پر سطحه باندي يې پښه ايښې ده. دا ټول له بيلو مسلکونو سره تړاو لرونکي ول خو ټول امريکايان، نارينه او سپين پوستي ول. وخت به وښيي چي کله به يو غير امريکايي پر سپوږمۍ قدم کېږدي. يا دا چي کله به يوه مېرمنه او يا تور پوستی دا کار وکړي.