د امریکايانو د افغان همکارانو لومړۍ ډله امریکا ته ورسیدل
۱۴۰۰ مرداد ۸, جمعهد امریکا متحده ايالاتو حکومت د یو شمیر اسنادو او د سوداګریزو الوتنو د تعقیب او موندلو انترنتي سیستم د معلوماتو له مخې د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۳۰) له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو لومړۍ ډله واشنګټن ته رسیدلې ده. د اسنادو له مخې، دغه الوتکه نن د جمعې په سهار د واشنګټن ډالس نړیوال هوايي ډګر دته رسېدلې ده.
اسوشیتید پریس خبري آژانس د دغه پرواز په هکله حکومتي اسنادو ته لاس رسی موندلی چې پکې د ۲۲۱ افغانانو، ۵۷ ماشومانو او ۱۵ نویو زیږیدلو ماشومانو یادونه شوې ده.
امریکا متحده ایالات غواړي خپل هغه افغان ژباړونکي او د امریکا متحده ایالاتو محلي همکاران متحده ایالاتو ته انتقال کړي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له احتمالي ګواښونو سره مخامخیدلی شي. ټاکل شوې چې دغه ډله افغانان به د څو ورځو له پاره په ویرجینیا کې د فورټ لي په نامه یوه اډه کې ځای پر ځای شي.
د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې د دغه راز پروازونو له لارې په زرهاوو نور افغانان هم امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شي. پر امریکا متحده ایالاتو او آلمان سربیره، ځينو نورو هیوادونو هم له افغانستان څخه خپل محلي کارمندان دوی ته د طالبانو له لوري د احتمالي ګواښونو له ویرې ایستلي دي.
زموږ له آرشیف څخه: