د چین دولتي رسنۍ «سي سي ټي وي» د چهارشنبې په ورځ اطلاع ورکړه چې د دغه هیواد د کب نیوونکو یوه کښتۍ د هند سمندر په وسط کې ډوبه شوې ده. د چارواکو په وینا د کب نیونې دغه کښتۍ د سه شنبې په سهار وختي شاوخوا ۳ بجې په اوبو کې ډوبه شوې ده.
هند او پاکستان د خپلو اتومي شتمنيو او بندیانو نوملړ تبادله کړې
د دولتي رسنیو په حواله د «لوپینګ یوانیو ۰۲۸» کښتۍ د شاونډونګ ایالت کې د پينګلائې کمپنۍ ملکیت و. په کښتۍ کې ۱۷ چینایي، ۱۷ انډونیزیایي او پنځه فیلیپيني اتباع سپاره ول چې ټول لادرکه دي.
د چین دولتي رسنۍ «سي سي ټي وي» ویلي: «تر اوسه پورې د لادرکه کسانو په اړه هیڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه شوي.» د دغې رسنۍ په حواله ولسمشر شي جن پنګ د دغو کسانو د لټون او مرستې عملیاتو امر کړی دی.
د لټون عملیات جریان لري
د «سي سي ټي وي» په حواله د استرالیا او یو شمیر نورو هیوادونو مرستندویه ټیمونه لادمخه د پيښې ځای ته رسیدلي دي او چین د دغو عملیاتو له پاره دوې بیړۍ ګومارلي دي.
د چین د سمندري لټون او ژغورنې مرکز لادمخه د پيښې په اړه اړونده هیوادونو ته اطلاع ورکړې وه او د بهرنیو چارو وزارت په استرالیا، سريلانکا، مالدیپ، اندونیزیا، فیلیپين او نورو هیوادونو کې خپلو استازولو ته دنده سپارلې وه چې د لټون او مرستې کارونه دې له اړونده هیوادونو سره هم غږې کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د ژوندي کبانو په ژوندي تېرولو علاج ـ انځوريز راپور
د هند په حیدرآباد ښار کې په داسې یوه عنعنوي طریقه د سالنډۍ (نفس تنګۍ) د ناروغانو درملنه کیږي چې نه یوازې بې ساري بلل کیږي، بلکې ډیر مينه وال هم لري. ناروغ باید بشپړ ژوندی کب له ستونې تیر کړي.
انځور: APهر کال د جون په میاشت کې د سالنډۍ پر ناروغۍ اخته کسان د هندوستان په حیدرآباد ښار کې راټولیږي. دوی باید پزه بنده کړي او روغ ماهۍ ژوندی له ستوني تیر کړي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamد سالنډۍ پر ناروغۍ اخته کسان په دي هیله دغه روغ او ژوندي کبان له ستوني تیروي چې شاید له دې کار سره به د سالنډۍ ناروغۍ له رنځ څخه ؤژغورل شي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamکله چې د مُرل یا امیرالبحر په نامه ۵ سانتي متره اوږد ماهۍ د دغو ناروغانو له ستوني تیریږي ډیري دغه کسان مجبوره کیږي چې کانګي(استفراق) وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamپه حیدرآباد کې د «بټهیني ګوړ» کورنۍ تر یوې پیړۍ ډ ډیرې مودي راهیسې دا ډول درملنه کوي، خو دغې کورنۍ د درملنۍ له هغې پټې فورمولۍ ویلو څخه انکار وکړي چې د دوی په وینا ۱۸۴۵ م کال کې په حیدرآباد کې د دوی نيکونو ته یوه هندو سادو ور ښودلي وو.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamکله چې کوچنیو ماشومانو ته دغه درمل ورکول کیږي، نو لیدل کیږي چې مور پلار یې په زوره خوله ورخلاصوي. دا چې ژوندی کب به په خوله کې ور اچول کیږي،یوازې په دې اړه فکر کول هم د دې سبب ګرځي چې ماشومان ؤژړوي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamهر کال د جون میاشتې په مشخصو تاریخونو کې له ټول هندوستان څخه په زرګونو خلک د وړیا دوه ورځنۍ درملني له پاره حیدرآباد ورزي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamد بشري حقونو سازمانونه او داکتران په دې اند دي چې د درملنې دغه طریقه نه یوازې غیر سائنسي یا غیر علمي ده، بلکې د روغتیا ساتنې د اصولو او بشري حقونو څخه سرغړونه ده. خو د ګوړ کورنۍ بیا دغه ادعاوې ردوي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamپه حیدرآباد کې د بټهینې ګوړ کورنۍ وایې چې کب له ستوني څخه د تیریدو پر مهال مرۍ یا ستونې پاکوي، چې له امله یې نه یوازې د سالنډۍ، بلکې په بشپړ ډول د نورو نتفسي ناروغیو درملنه هم کیږي.
انځور: APد هندوستان حکومت په ورځیو کې د ریلونو ځانګړي سفرونه هم پلانوي، تر څو د کب میډیسن فیستیوال کې زیات نه زیات خلک ګډون وکولای شي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelam