1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځه هېوادونه: د پناه غوښتونکو د اخراج مرکزونه دې جوړ شي

احمد ولي اڅکزی | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه

پنځه اروپايي هېوادونه وايي، د رد شويو پناه غوښتونکو د دوسيو د څېړلو لپاره دې له اروپايي ټولنې دباندې «د ستنولو مرکزونه» جوړ شي. دوی د درېيمو هېوادونو د موندلو لپاره د لارې نقشه جوړوي او اروپايي کمېسيون به ملګری کوي.

Deutschland Berlin 2015 | Ankunft von Asylsuchenden am LaGeSo
انځور: Sean Gallup/Getty Images

آلمان او د اروپايي ټولنې څلور نور غړي هېوادونه هڅه کوي پر اتحاديې فشار زيات کړي، څو د اروپايي ټولنې له پولې دباندې د «ستنولو مرکزونه» (return hubs) جوړ شي، چې پکې د رد شويو پناه غوښتونکو چارې وڅېړل شي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير الېکزاندر دوبرېنټ د قبرس په ناسته کې د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو د وزيرانو غونډې ته وويل، د يونان، اتريش، ډنمارک او هالنډ په ګډون په يوه کاري ډله کې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ ۲۲مه) د دې په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

ياد آلماني وزير وويل، اروپايي کمېسيون به له دې بهير سره ملګرتيا کوي.

دوبرېنټ زياته کړه، دغه پنځه غړي هېوادونه پلان لري يوه «نقشه» جوړه کړي، څو داسې درېيم هېوادونه وپېژني چې د ګډو «نويو ماډلونو» د جوړولو لپاره چمتو وي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د دسمبر په مياشت کې موافقه وکړه چې په درېيمو هېوادونو کې د ستنولو مرکزونو د جوړولو لپاره يو قانوني بنسټ رامنځته کړي، څو هغه پناه غوښتونکي پکې ځای پر ځای شي چې بايد له اتحاديې ووځي، خو بېرته خپل هېوادونو يا اصلي هېوادونو ته نه شي شړل کېدای.

اروپايي پارلمان تر اوسه د دې وړانديز په اړه ګډ دريځ نه دی منلی، چې دا د دې لپاره شرط دی څو د اړوند مقرراتو پر سر خبرې اترې پيل شي.

د راپور له مخې، د کډوالۍ د قانون پخوانۍ پرېکړې، لکه د خوندي اصليت هېوادونو ټاکنه يا په درېيمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د کړنلارو لپاره قانوني بنسټ، په اروپايي پارلمان کې د افرطي ښي اړخو په ملاتړ منظور شوې وې.


 

افغانان ولې له ایرانه وتلو ته زړه ښه کوي؟

02:17

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل