1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

خيبر پښتونخوا؛ په بمي بريد او ډزو کې پنځه پولیس وژل شوي

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۴ دی ۲, سه‌شنبه

د سيمه ایزو چارواکو په حواله په خیبر پښتونخوا کې پنځه پولیس په بمي چاودنه او ورپسې ډزو په ترڅ کې وژل شوي دي. دا بريد په داسې حال کې شوی چې پاکستان په دې وروستیو کې د تاوتريخوالي د ډیرېدو شاهد دی.

آرشيف انځور: تر يوه بريد وروسته د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیس ليدل کيږي
د ایالتي پولیسو په حواله د پولیسو موټر لومړی د مخه ځای پر ځای کړل شويو چاوديدونکو توکو ور برابر شوی ووانځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د ایالتي پولیسو په حواله د پولیسو موټر لومړی د مخه ځای پر ځای کړل شويو چاوديدونکو توکو ور برابر شوی وو او بيا پرې وسله والو ډزې پېل کړې وې. په دې ترڅ کې څلور پولیس او د هغوی موټر چلوونکی وژل شوي دي.

تر اوسه د سه شنبې ورځې د دې بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

اړونده موضوع: شمالي وزیرستان: ځانوژونکي برید کې څلور عسکر وژل شوي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، دا بريد غندلی دی او ویلي دي: «پولیسو تل د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ جبهه کې خپل نقش لوبولی دی.»

دا پېښه د خیبر پښتونخوا په کرک سيمه کې چې نسبتاً له وسله والو بريدونو څخه خوندي ده، په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې د پاکستان او افغانستان اړيکي ترينګلي دي.

دواړه هېوادونه هڅه کوي چې پر سرحد تر نښتو وروسته رامنځته شوې اوربند وساتي. د اکتوبر میاشتې نښتې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو خونړۍ اوسختې وې.

اړونده موضوع: په اسلام آباد کې برید؛ پاکستان وايي ځانمرګی د ننګرهار وو

پاکستان افغانستان کې پر حکومت تور لګوي چې وسله والو ته یې پخپله خاوره د پټنځايونو په ورکړې سره سخت دريځتوب ته وده ورکړې. خو په کابل کې واکمن طالبان دا ډول تورونه په کلکه ردوي او وايي چې ناامني د پاکستان داخلي ستونزه ده.

د پاکستان غرنۍ سيمې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي د وسله والې ډلې پوخ سنګر بلل کيږي چې د کابو شلو کلونو راهېسې د پاکستان د دولت پر ضد جګړه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب