1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

څارونکي: په سوريه کې پنځه ایران پلوه جنګيالي وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۲۱, یکشنبه

د سوريې په ختيځ کې د عراق سرحد ته نژدې نن يکشنبه د ډرون په یوه حمله کې پنځه ایران پلوه جنګيالي وژل شوي دي. د جګړې يو څارونکي د دغه مطلب په څرګندولو وويل چې لا روښانه نه ده چې دغه حمله چا کړې ده.

د سوريې په دیر الزور کې د وسلوالو یو حامل موتر - آرشیف - ۲۰۱۹
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې ننۍ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۱مې) حمله د سوريې په ختيځ ایالت دیرالزور کې شوېانځور: Aboud Hamam/dpa/picture alliance

په سوريه کې د بشري حقونو یو څارونکي وويل: «دغه پنځه د ايران له ملاتړه برخمن جنګیالي وروسته له هغې ووژل شول چې یو ناپېژاندې ډرون د سوريې-عراق سرحد ته نژدې هغه پوځي موټر په نخښه کړ، چې دغه کسان په کې سپاره ول.»

سرچېنې ويلي چې په دغه حمله کې يو شمېر نور ټپيان شوي هم دي چې د ځينو ټپونه جدي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې ننۍ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۱مې) حمله د سوريې په ختيځ ایالت دیرالزور کې شوې چې ایران په کې د پام وړ نفوس لري او معمولا د اسرائيلي او امریکايي ځواکونو د حملو هدف ګرځي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې دفتر په بريتانیا کې دی او په سوریه کې هم یوه څارګره شبکه لري.

په جون میاشت کې هم په یوې شپنۍ هوايي حمله کې د ایران له ملاتړه برخمن درې جنګيالي وژل شوی ول. په دوی کې لږ تر لږه دوه ېې عراقيان ول. یادې بشري ادارې هغه مهال ويلي وو چې دغه حمله د سوريې په شرق کې عراق سرحد ته نژدې شوې وه.

له ۲۰۱۱ کال راهيسې چې په سوريه کې کورنۍ جګړه پيل شوې اسرائيل او امریکا متحده ایالات په دغه هېواد کې بريدونه کوي چې ډېری پکې د لبنان د حزب الله په ګډون، د ایران له ملاتړه د برخمنو وسلوالو پټنځایونه په نخښه کیږي.

 (AFP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب