1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځو سترو قدرتونو د اټومي جنګ د مخنیوي ژمنه وکړه

۱۴۰۰ دی ۱۴, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړی چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او امریکا په دې خبره سلا شوي دي چې پر اټومي جګړه بریالیتوب نه شي ترلاسه کیدای او داسې خونړۍ جګړه باید کله پيل هم نه شي.

Russland | Videostill von RU-RTR - Neue Interkontinentalrakete
انځور: AP Photo/picture-alliance

امریکا، چین، روسیه، بریتانیا او فرانسه هغه پنځه هیوادونه دي چې په رسمي ډول د اټومي بم او اټومي جنګي تجهیزاتو درلودونکي پيژندل کیږي او له همدې امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه د ویتو حق لري.

دغه حق یادو پنځو هیوادونو ته دا امکان ورکوي چې د امنیت په شورا کې هر مطرح شوی وړاندیز په یوازیتوب سره رد او د تصویبیدو مخه یې ونیسي.

پنځو اټومي قدرتونو په هغه ګډه اعلامیه کې چې د جنورۍ په ۳ خپره شوې ده ټینګار کړی دی چې د اټومي وسلو د لا زیات خپریدو د مخنیوي په برخه کې هم نظره دي.

دغه هیوادونه وایي: «ژور باور لري» چې باید د اټومي وسلو د خپریدو مخه ونیول شي او په دې اړه د نظرونو د تبادله کولو په خاطر په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د همغږۍ مسئولیت یي د فرانسې په غاړه دی.

بی سارې ګډه بیانیه

په ۱۹۶۸م کال کې د اټومي وسلو د خپریدو د منع تړون «ان پي ټي» له لاسلیک کیدو راهیسې په ندرت سره داسې پيښ شوي دي چې په رسمي ډول اټومي وسلې درلودونکي دغه پنځه هیوادونه دې یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

د «ان پي ټي» د تړون په اساس چې د لاسلیک کوونکو شمیر یي تر اوسه پورې شاوخوا ۱۹۰ هیوادونو ته رسیږي، هغه هیوادونه د اټومي وسلو درلودونکو په توګه په رسمیت پيژندل کیږي چې د ۱۹۶۷ کال له جنورۍ څخه مخکې یې دا ډول جنګي وسلې تولید او آزمایلي دي.  

انځور: KRT/AP Photo/picture-alliance

که څه هم هند، پاکستان، شمالي کوریا او اسرائیل هم په غیر رسمي ډول د اټومي وسلو درلودونکي دي، خو د اټومي وسلو درلودونکي په رسمیت پيژندل شوي هیوادونه هم هغه پنځه دي، کوم چې د امنیت شورا دایمي غړي بلل کیږي. 

اټومي جګړه چې ګټونکی نه لري

امریکا، روسیې، چین، بریتانیې او فرانسې په خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې یوه اټومي جګړه ګټونکی نه لري او له همدې امله نه باید پيل شي.

د بیانیې لاسلیک کوونکي په دې نظر سره یو شوي دي چې له اټومي وسلو څخه استفاده پراخې پایلې لري، دا ډول جنګي وسایل «تر هغه وخته پورې چې لا موجود دي» باید یوازې د دفاعي اهدافو، د تیری کوونکي برید د مخنیوي او جګړې د مخنیوي له پاره وکارول شي.

د آلمان په شمول د ۲۰۱۵م کال اټومي موافقه

د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو یو له مهمو هڅو څخه له ایران سره د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقتنامې لاسلیک کول وو چې آلمان هم په کې ګډون درلود.

د دې توافقنامې له لاسلیک کولو څخه د ۱+۵ هیوادونو هدف د اټومي پروګرامونو د پراخیدو او اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی وو.

امریکا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دونالډ ترمپ د جمهوري ریاست په دور کې له اټومي موافقې څخه په یو اړخیز ډول ووت او پر ایران یې د ځنډول شوو بندیزونو پر بیا عملي کولو لاس پورې کړ، څو دغه هیواد یوه جامع تړون ته د رسیدو په خاطر د مذاکرې میز ته را ولي.

ایران په دې موده کې د موافقې محدودیتونه یوې څنډې ته پریښودل او په چټکۍ سره یي د خپلو اټومي پرورګرامونو پر پراخولو کار وکړ.

د تیر کال د اپریل له نیمایي څخه له ایران سره د اټومي موافقې د بیا را ژوندي کولو مذاکرات پيل شول چې اتمه دوره یې په جریان کې ده. دغه مذاکرات د ایران او په اټومي موافقتنامه کې د پاتې پنځو هیوادونو د استازو ترمنځ ترسره کیږي چې امریکا په کې په غیر مستقیم ډول ګډون لري.

د دغو مذاکراتو هدف چې د اروپایي اتحادیي د خارجي سیاست مسئول مرستیال یي د همغږۍ چارې پر مخ وړي، د اټومي موافقتنامې ژمنو عملي کولو ته د ایران را ګرځول او دغې موافقتنامې ته د امریکا بیرته ستنیدل یاد شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ب.ص

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب