1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سازمانونه: د مهاجرو مياشتنۍ نقدي مرسته دې هم زياته شي

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

په آلمان کي د مهاجرو د ملاتړ شوراوو او د پرو ازيول سازمان د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د پناه غوښتونکو سره د مرستو ځانگړی قانون دي ليري کړل شي.

په آلمان کي د پناه غوښتونکو يوه کورنۍ
په آلمان کي د پناه غوښتونکو يوه کورنۍانځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د آلمان حکومت پلان لري چي د راتلونکي عيسوي کال له پېل څخه په دغه هيواد کي د اړمنو او بې روزگارو انسانانو سره  د ټولنیزو مرستو په څرنگوالي کي تغير راولي. په دې تړاو به د (Bürgergeld) يا «د اتباعو پيسې» په نوم سوسيال مرستي د مخکنيو مرستو د پروګرام «هارڅ ۴» او «آربايټس لوزن ګېلډ ۲» ځای ونيسي. د آلمان ائتلافي حکومت چي له سوسيال دموکرات، زرغون او ليبرال ګوند څخه متشکل دی، غواړي په دغه نوي قانون سره په سوسيال مرستو کي مستحقينو ته آساني رامنځته کړي. په دې ترڅ کي به د دغه قانون له مخي پيسې ترلاسه کوونکي د پخوا په پرتله په مياشت کي ۵۳ يورو زياتي نقدي پيسې ترلاسه کړي. د مثال په توګه د اوسني برحال سيسټم له مخي يو مجرد مستحق کس ۴۴۹ يورو نقدي مرستي ترلاسه کوي، خو د نوي قانونو له مخي به په مياشت کي د کرايې او بخارۍ د مصارفو تر څنګ ۵۰۲ يورو ترلاسه کړلای شي. د ياد نوي قانون مسوده بايد د آلمان د ايالتونو په مشترکه شورا کي هم تائيد تر لاسه کړي، له دې مخکي چي قابل عمل شي.
آلماني خیریه سازمان د هیواد په لویدیځ زون کې د بشري مرستو پروګرام پیل کړ

خو د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول او په همدې توګه د پناه غوښتونکو د ملاتړ شوراوو د آلمان د حکومت پر ياد پلان نيوکي کړي دي. ياد سازمانونه وايي چي په دغه نوي قانون کي پناه غوښتونکي په پام کي نه دي نيول شوي او دا چي د پناه غوښتونکو مياشتنۍ مرستي به نه لوړيږي. دغه سازمانونه نيوکه کوي چي حکومت له دې وروسته هم د پناه غوښتونکو لپاره د مرستو ځانګړی قانون (Asylbewerberleistungsgesetz) د پر ځای پرېښودلو پرېکړه کړېده. خو سازمانونو ياد قانون صرف د پناه غوښتونکو لپاره او يو «ځانګړی قانون» بللی دی چي په وينا يې د پناه غوښتونکو سره د «تبعيضي چلن» معنی ورکوي. سازمانونو د پناه غوښتونکو لپاره د ځانګړي قانون د ليري کولو او هغوی ته هم د «بيورګر ګېلډ» په قانون کي د ځای ورکولو غوښتنه کړېده.

آلمان تر ۲۵۰ څخه زيات نوي افغان ځايي همکاران په کار ګومارلي دي

د پناه غوښتونکو لپاره د مرستو د ځانګړي قانون له مخي د بېلګی په توګه يو مجرد کس ۳۶۷ يورو مياشتنۍ نقدي مرستي ترلاسه کوي چي دا تر هغه کمي دي چي نور کسان يې ترلاسه کوي. مرستندويه سازمانونو ويلي دي چي د پناه غوښتونکي د (Asylbewerberleistungsgesetz) له مخي د نورو مرستو تر څنګ د خوراکي توکو، جامو، د اوسېدو د ځای او د «د بشري حقونو سره په ټکر کي محدود او حد اقل طبي مراقبت» ترلاسه کوي. سازمانونو نيوکه کړېده چي د پناه غوښتونکو سره د نقدو پيسو مرسته د عادي سوسيال مرستو په پرتله آن تر نيمايي لا کمه وي. دا هغه وخت کله چي د مهاجر بالغانو او ماشومانو نقدي مرسته کمه کړل شي او په ډليزه سرپناه ځايونو کي د مجردانو يا يوازي ماشوم روزونکو لپاره مرسته ۱۰ فيصده نوره هم راکمه کړل شي.

مرستندويه سازمانونو ويلي دي چي د آلمان د اساسي قانون د محکمې د پرېکړي له مخي د انساني کرامت سره سم د ژوند کولو د حد اقل مرستو ترلاسه کولو حق ټول هغه وګړي لري چي په آلمان کي ژوند کوي او له دې کبله د مهاجرت د دليل پر اساس د دغه اساسي حق فرعي کول اجازه نه لري. پرو ازيول سازمان او د مهاجرو شواروو زياته کړې ده: «خو د آلمان برحال ائتلافي حکومت بيا هم د پناه غوښتونکو سره د مرستو له ځانګړي او تبعيضي قانون پر ساتلو ټينګار کوي.»

د پرو ازيول سازمان د حقوقي برخي وياندي يوډيت ويبکه ويلي دي چي يو دا ډول تبعيضي قانون د وخت له تقاضاؤ سره همږغی نه دی. د هغې په وينا په قانون کي په بشپړه توګه د ناکافي مرستو حق او پر کار ممانعت او په ډليزه سرپنا ځايونو کي د مهاجرو ځای پر ځای کول له هغو موضوعاتو څخه دي چي په ناحقه توګه و آلمان ته د مهاجرو له رارسېدنې وروسته هغوی ته مشکلات رامنځته کوي.

آ./ا.ا./ب.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل