د زړو شیانو له بازاره اخیستل سوي کاسې د هغې رانیونکی شتمن کړ
۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه
د دغي چیني سپیني کاسې شین رنګه نقش او نګار، کومه چي د زړو شیانو په بازار کي رانیول سوې وه، په اول سر کي ډیر واضح نه معلومیږي. خو د ساتبیز د لیلام خانې کارپوهانو ارزیابۍ ښوولې ده، چي دغه کاسه ډیره نادره او د ۱۴ او ۱۷ مو پيړیو ترمنځ د مینګ چین امپراطورۍ په عصر پوري مربوط ده.
ددغو کارپوهانو په خبره په ټوله دنیا کي فقط شپږ دغه ډول کاسې پيژندل سوي دي، چي اکثره یې د جهان په مشهورو موزیمو، له هغې جملې څخه د بریتانيا په موزیم کي ساتل سوي او خلګ یې لیدلای سي.
دغه کاسه پرون چهارشنبه (د مارچ میاشتي ۱۷) د نیویارک په یوه لیلام کي په ۷۲۱۸۰۰ امریکايي ډالره خرڅه سوه. لیلامي فروشانو د هغې قیمت مخکي ۵۰۰۰۰۰ ډالره تعیین کړی وو. د هغه د رانیونکي په باب معلومات نه دي ورکړل سوي.
تر ټولو قيمته هيوادونه وپېژنئ ـ انځوريز البوم
په ۲۰۲۰ کال کي د ژوند کولو له پاره تر ټولو قيمته هيوادونه کوم دي؟ د سيو ورلډ مجلې د ۱۳۲ تر ټولو ګران بیه هيوادونو ليسټ جوړ کړی دی. لس تر ټولو قيمتي او د افغانستان په شمول د څو نورو هيوادونو مقامونه دلته پکښي وپېژنئ.
۱ مقام ـ سويس
د سويس هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ کي پر ۱ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۴ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۱ مقام دی.
۲ مقام ـ ناروې
د ناروې هيواد د ټولټال ګرانۍ په ليسټ کي پر ۲ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۲ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۳ مقام دی.
۳ مقام ـ آيسلند
د آيسلند هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۳ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۶ مقام او د تر ټولو جګ خوراکي توکو قميتونو درلودونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۴ مقام دی.
۴ مقام ـ جاپان
د جاپان هيواد د ټولټال ګرانۍ په ليسټ کي پر ۴ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۲۷ مقام او د تر ټولو جګ خوراکي توکو قميتونو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۵ مقام دی.
۵ مقام ـ دنمارک
د دنمارک هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۵ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۷ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۲۱ مقام دی.
۶ مقام ـ باهاماس جزيرې
د باهاماس جزيرې په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۶ مقام دي. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۱ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۱۹ مقام دي.
۷ مقام ـ لکسمبورګ
د لکسمبورګ هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۷ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۳ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۸ مقام دی.
۸ مقام ـ اسرائيل
د اسرائيل هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۸ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۸ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۱۳ مقام دی.
۹ مقام ـ سينګاپور
د سينګاپور هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۹ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۲ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۱۱ مقام دی.
۱۰ مقام ـ سويلي کوريا
د سويلي کوريا هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۱۰ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۳۶ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۲ مقام دی.
۲۰ مقام ـ د امریکا متحده ايالات
د امریکا متحده ايالات هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۲۰ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۰ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۱۲ مقام دی.
۲۹ مقام ـ آلمان
د آلمان/جرمني هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۲۹ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۲۴ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۳۸ مقام دی.
۳۱ مقام ـ قطر
د قطر هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۳۱ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۵ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۳۱ مقام دی.
۳۲ مقام ـ متحده عربي امارات
د متحده عربي امارات په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۳۲ مقام دي. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۹ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۴۲ مقام دي.
۴۰ مقام ـ فلسطين
د فلسطين سيمه په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۴۰ مقام ده. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۰۸ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۴۳ مقام ده.
۵۱ مقام ـ کويټ
د کويټ هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۵۱ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۹ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۸۲ مقام دی.
۵۷ مقام ـ سعودي عرب
د سعودي عرب هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۵۷ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۷۹ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۶۳ مقام دی.
۸۲ مقام ـ روسيه
د روسيه هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۸۲ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۸۰ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۹۲ مقام دی.
۸۵ مقام ـ عراق
د عراق هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۸۵ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۸۱ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۸۹ مقام دی.
۸۷ مقام ـ سوماليا
د سوماليا هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۸۷ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۳۰ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۴۴ مقام دی.
۱۰۲ مقام ـ ترکيه
د ترکيه هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۱۰۲ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۱۹ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۹۸ مقام دی.
۱۱۰ مقام ـ بنګله دېش
د بنګله دېش هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۱۱۰ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۲۷ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۹۹ مقام دی.
۱۳۰ مقام ـ هند
د هند هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۱۳۰ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۲۳ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر ۱۲۴ مقام دی.
۱۳۱ مقام ـ افغانستان
د افغانستان هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۱۳۱ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۳۲ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي هم پر ۱۳۲ مقام دی.
۱۳۲ او تر ټولو وروستی مقام ـ پاکستان
د پاکستان هيواد په ټوله کې د ګرانۍ په ليسټ پر ۱۳۲ مقام دی. خو د تر ټولو زياتي قيمتي کرايي په ليسټ کي پر ۱۳۱ مقام او د تر ټولو لوړې بیې خوراکي توکو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي هم پر ۱۳۱ مقام دی.