1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه افغانستان ته د رد سوو مهاجرو پرواز لغوه سوی

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

آلمان د سه شنبې په ورځ په ناڅاپي ډول افغانستان ته د رد سوو مهاجرو پلان سوی پرواز لغوه کړی دی. د روان کال له پیل راهیسي تر اوسه پوري ۱۶۷ افغان نارینه بیرته خپل ټاټوبي ته استول سوي.

Deutschland Asylpolitik | Symbolbild Abschiebung
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخي، په دغه الوتکه کي چي له مونشن څخه یې باید کابل ته پرواز کړی وای، ډیری افغان نارینه سپاره ول چي د پرواز د لغوه کيدو تر اعلان وروسته د بایرن د ایالت مرکز ته انتقال سول.

د پرواز د لغوه کولو د پریکړې د دلیل په هکله تر اوسه پوري رسمي معلومات نه دي ورکول سي. خو په افغانستان کې د جګړو او تاوتريخوالي د زياتيدو له وجې افغان حکومت په دې وروستيو کې اروپايي ټولنې ته د يوه رسمي ليک په ليږدولو سره غوښتنه کړې وه چې د راتلونکو دريو مياشتو له پاره دې له اروپايي هېوادونو څخه د افغان مهاجرو اجباري اخراج بند کړي.

د افغانستان د مهاجرو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ دويچه ويله ته ويلي ول چې تر اوسه سويدن، فنلند او ناروې د مهاجرو اجباري اخراج درلی دی. خو د وزارت د وياند په حواله آلمان په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی ښوولی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په يو شمير سيمو کې سخته جګړه روانه ده او په پلازمینه کابل کي د سه شنبه په ماښام د ملي دفاع سرپرست وزير کور ته ته نژدې یوه سخته چاودنه وسوه چی مرګ ژوبله یې هم رامنځته کړه.

په تیرو کلونو کي ډیری افغان نارینه پناه غوښتونکي په دې دلیل افغانستان ته بیرته واستول سول چی په آلمان کي یې جرمونه کړي ول.

د روان میلادي کال له پيل راهیسي تر اوسه پوري ۱۶۷ تنه افغانان بیرته خپل ټاټوبي ته استول سوي. لکه څنګه چي د آلمان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی، د دغه کال په لومړۍ نیمایي کي دومره ډیر کسان بحراني هیوادونو ته بیرته استول سوي چي په ټول ۲۰۲۰ م کال یې تر استول سوو کسانو شمیر لوړ دی. په ۲۰۲۰م کال کي ۱۳۷ تنه او په ۲۰۱۹ کال کي بيا ۳۶۱ تنه افغانان بیرته استول سوي دي.

له سیاسي لحاظه افغانستان ته د مهاجرو بیرته استول یوه شخړه اییزه موضوع ده. له مسیحي ډیموکراټ ګوند څخه د آلمان داخله وزیر هورست زیهوفر او له سوسیال مسیحي ګوند څخه، د نورد راین ویستفالن ایالت اوسنی صدراعظم او ددغه هیواد صدراعظمۍ ته نومول سوی کس، آرمین لاشیت، افغانستان ته د نورو مهاجرو د بیرته استولو پلوي کوي. خو د آلمان ځینو نورو سیاسي ګوندونو بیا له دې کار سره خپل مخالفت ښودلی.

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې څو ورځي مخکي لا خبرداری ورکړ چي د جنورۍ له میاشتي څخه د افغانستان په دننه کي څه د پاسه ۳۰۰ زره انسانان د خپل ټاټوبي پریښودلو ته اړ سوي. د نوموړې ادارې په حواله، په افغانستان کي څه نا څه ۲،۹ میلیونه داخلي کډوال موجود دي. دغه اداره په دې برخه کي له نړیوالي ټولني څخه د ملاتړ غوښتنه کوي.

GP/BS/AG