د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم، وویل چې د تېرو پنځو ورځو په درنو سېلابونو کې تر ټولو ډېر زیان په شرقي سواحلو کې اوښتی چې اندازه ېې د تېرو شپږ میاشتو په سېلابونو کې د اوښتو زیانونو سره برابره ده. صدراعظم وویل چې سېلابونو په شمالختيځ ایالت کلانتان او د هغه ګاونډي ترینګانو کې ډېر تخریبات کړي دي.
په داسي حال کې چې د کلانتان ایالت او د مالیزیا په نورو برخو کې سړکونه او کورنه تخریب شوي، ژغورونکي په وړو کښتیو کې پر هغو زیانمنو چې په خپلو کورونو کې بند پاته دي خواړه ويشي.
د مالیزیا صدراعظم زیاته کړه چې په سېلاب کې د تخریب شوو زیربناوو بېرته رغول، کابو یو ميلیارد رينګيټ (۲۲۴ ميلیونه امریکايي ډالر) ته اړتیا لري.
انور زیاته کړه چې حکومت د نورو موسمي ورښتونو له پاره چمتووالی نیسي چې د یکشنبې ورځې ته ېې وړاندوينه شوې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ويلي دي چې په اتو ولایتونو کې شاوخوا ۹۱ زره کسان وروسته له هغې چې کورونه ېې تخریب شوي، ښوونځيو، ټولنیزو سالونونو او د مرستو مرکزونو ته پناه وړې ده. د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱۵۰زره خلک تخلیه شول چې ۸۸ سلنه ېې د کلانتان او ترنګانو ایالتونو دي.
سېلابونو د مالیزیا تر څنګ د تایلنډ په جنوب کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د اسوشتید پریس خبري آژانس لیکي چې دغو سېلابونو په مالیزیا کې لږ تر لږه ۶ او د ټایلند په جنوب کې ۲۵ کسان وژلي دي.
زیاته شوې ده چې په ټایلند کې تر ۳۰۰زرو ډېرو کورنۍ اغیزمنې شوي او د سېلابونو له کبله ګڼ شمېر ښوونځي او ۹۸ روغتيايي کلينکونه تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وويل چې د دوشنبې په ورځ په ۴۹۱ حکومتي سرپناه و کې ۳۴۳۵۴ تخلیه شوي کسان پاتې وو.
(AP)mks/nz
له آرشیف څخه:
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې اقلیمي بدلون او سیلابونه
د ځمکې تودوخه او د اقلیم بدلون لامل شوي چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې پرله پسې بارانونه او شدید سیلابونه راشي. په افغانستان، پاکستان او ایران کې سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images په وروستیو پېښو کې د افغانستان په مرکزي سیمو کې پرله پسې بارانونو له امله په غور ولایت کې ناڅاپه سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۵۰ تنه یې وژلي دي.
انځور: AP/picture alliance افغانستان، په زرونو کورنه ويجار شوي د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دغه سېلاب کې لږ تر لږه دوه زره کورونه ویجاړ شوي او څلور زره نور کورونه ویجاړ شوي دي. شاوخوا دوه زره دوکانونه هم زیانمن شوي دي. ګڼ کسان ټپیان او یو شمیر نادرکه دي. دغو سیلابونو څارویو ته هم زیان اړولی دی.
انځور: AP/picture alliance افغانستان، شمال کې ناڅاپه سېلابونه تېره اوونۍ د سختو بارانونو له کبله د افغانستان په شمال کې هم ناڅاپه سېلابونو راووتل. دغو سيلابونو کلي ویجاړ کړل، ۳۱۵ کسان یې ووژل او تر ۱۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images د جرمني په زارلنډ ایالت کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راغلي چې د چارواکو په وینا په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساري وو.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture alliance آلمان، له سختو بارانونو خبرداری چارواکو او د جرمني د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې د دې سخت باران په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې چمتوالی ونیسي. د سیلابونو د مخنیوي لپاره ډیری تدابیر نیول شوي.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture alliance د آلمان د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې د آلمان په گاونډي هیواد بلجیم کې هم سیلابونو د ترافیکو په گډون د عامه خدمتونو په برخه کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.
انځور: Bernd März/IMAGO په هالنډ کې، هم سیلابونه لامل شوي چې د اور وژنې او ژغورنې ځواکونه چمتووالی ونیسي.دغه هیواد سمندر ته د نږدې کیدو له امله د سیلابونو له دوامداره خطر سره مخ دی.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture alliance برازیل، په زرونو انسانان بې کوره شوي په برازیل کې د سختو بارانونو له امله زرګونه کسان بې کوره شوي، ۱۲۶ تنه مړه، ۷۵۶ تنه ټپیان او ۱۴۱ تنه لادرکه شوي دي.
انځور: Diego Vara/REUTERS برازیل، د ريوگرانډه دوسول ايالت د ریو ګرانډه دو سول په ایالت کې سیلابونه لامل شوی چې ۱.۴ میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.
انځور: Corpo Bombeiros Rio Grande do Sul/picture alliance/dpa د ایران شمال ختیځ هم د سختو بارانونو او ناڅاپه سیلابونو له امله اغیزمن شوی دی. په مشهد کې چارواکو د سېلاب د راوتلو خبره کړې او ویلي یې دي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. خو خلک شکايت کوي او وايي چې سېلاب ډېر زيانونه اړولي دي.
انځور: Iranian Red Crescent Society/ZUMA Press Wire/picture alliance په تېرو دوو اوونيو کې پاکستان کې موسمي بارانونو او سېلابونو سخت زيانونه اړولي دي. د اپریل په میاشت کې چې په دغه هیواد کې په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو باراني میاشت وه، لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل شول
انځور: Hussain Ali/ZUMA PRESS Wire/picture alliance دغه راز ، د فرانسې په شمال ختیځ موسیل سیمه کې له سختو بارانونو وروسته د سیند د سطحې د لوړیدو له امله د سیلاب خبرداری ورکړل شوی دی. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون به په ټوله نړۍ کې د سیلابونو شمیر او شدت زیات کړي.
انځور: Valery Hache/AFP/Getty Images