لکه څنګه چي امریکايي مسؤلو چارواکو پرون یکشنبه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر پنځمه) خبر ورکړ، په دغو کسانو کې یو کوچنی هم شامل ؤ، چي د مور په غیږ کي مړ سوی.
د پولیسو قومندان، ګرادي یود په حواله، دغه ۳۳ کلن پخواني افسر یو ۴۰ کلن سړی، یوه ۳۳ کلنه ښځه، درې میاشنی کوچنی یې او د کوچني ۶۲ کلنه انا د پولک کنټي په استوګنځای کي ویشتلي دي.
دغه شکمن پخواني افسر مخکي تر دې چي د پولیسو سره فیرونه تبادله کړي، یوه ۱۱ کلنه نجلی هم ټپي کړې ده.
هغه چي په دغه وخت کي د مرمی ضد واسکټ هم اغوستی ؤ، د پولیسو په فیرونو کي زخمي او یوه روغتون ته انتقال سو. هلته یې هم کوښښ وکړ چي پر پولیسو باندي حمله وکړي. تر هغه وروسته چي معالجه یې وسوه، د محل یوه محبس ته انتقال سو.
پولیسو همدارنګه ویلي دي چي دغه پخواني افسر د افغانستان او عراق په جنګونو کي هم برخه درلوده. خو دا چي د هغه د دغي حملې انګیزه څه شي وه، په اړه يې څه نه دي ویلي.
تر ټولو زيات قتلونه د نړۍ په کومو ښارونو کي؟
د نړۍ بعضي داسي ښارونه سته چي پکښي بېله جګړې قتل او وژنه ورځني جرمونه دي. هر کال د نفوس د هرو ۱۰۰ زرو کسانو پر سر په کوم ښار کي تر ټولو زيات قتلونه کيږي؟ په دغه انځوريز البوم کي يې وګورئ: انځور: picture-alliance/dpa/CHROMORANGE/M. Memminger ۱۶ مقام ـ بالتيمور، د امريکا متحده ايالات ـ ۵۵ قتلونه د دغه انځوريز راپور معلومات «د عامه امنيت له پاره د مکسيکو ولسي کونسل» د ۲۰۱۴ کال له راپور څخه او له بريتانوۍ ورځپاڼي اندپندنت له وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي دي. له صفر اعشاريه ۵ څخه جګې شمېرې ۱ او کمې صفر ته اړول سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Spencer Platt/Getty Images ۱۵ مقام ـ کولياکان، مکسيکو او ماکيو، برازيل ـ ۵۶ قتلونه انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Hernandez ۱۴ مقام ـ خوآ پېسوآ، برازيل ـ ۵۸ قتلونه انځور: picture-alliance/Estadao Contuedo/Wilton Junior ۱۳ مقام ـ سانت لويس، د امريکا متحده ايالات ـ ۵۹ قتلونه انځور: picture-alliance/ZumaPress/D. Carson ۱۲ مقام ـ سالوادور، فوتالېسا او ناتال، برازيل ـ ۶۱ قتلونه انځور: Picture-Alliance/dpa/F. Dana ۱۱ مقام ـ سيوداد ګيانا، وينيزويلا ـ ۶۲ قتلونه انځور: picture-alliance/dpa/D. Fernandez ۱۰ مقام ـ کالي، کولمبيا ـ ۶۴ قتلونه انځور: Fuerzas Armadas de Colombia ۹ مقام ـ کېپ ټاون، سويلي افريقا ـ ۶۶ قتلونه انځور: picture-alliance/dpa ۸ مقام ـ پالميرا، کولمبيا ـ ۸۱ قتلونه انځور: picture-alliance/dpa/Colombian Police ۷ مقام ـ والېنسيا، وينيزويلا ـ ۸۲ قتلونه انځور: picture-alliance/dpa/M. Gutierrez ۶ مقام ـ ديستريتو څېنترال، هوندوراس ـ ۸۴ قتلونه انځور: Steffen Stubager ۵ مقام ـ ماتورين، وينيزويلا ـ ۸۶ قتلونه انځور: Getty Images/AFP/G. Castellano ۴ مقام ـ اکاپولکو، مکسيکو ـ ۱۰۵ قتلونه انځور: P. Pardo/AFP/Getty Images ۳ مقام ـ سان سالوادور، اېل سالوادور ـ ۱۰۹ قتلونه انځور: Getty Images/AFP/M. Recinos ۲ مقام ـ سان پېدرو سولا، هوندوراس ـ ۱۱۱ قتلونه انځور: Reuters/Honduran Presidential House ۱ مقام ـ کاراکاس، وينيزويلا ـ ۱۲۰ قتلونه د دغه انځوريز راپور معلومات «د عامه امنيت له پاره د مکسيکو ولسي کونسل» د ۲۰۱۴ کال له راپور څخه او له بريتانوۍ ورځپاڼي اندپندنت له وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي دي. له صفر اعشاريه ۵ څخه جګې شمېرې ۱ او کمې صفر ته اړول سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: imago/Xinhua