د هاروارډ د پوهنتون د پلټنونکو د مطالعاتو له مخي، چي د میانه عمر درلودونکو کسانو باندي یې کړي او شل کاله یې دوام پیدا کړی، هغه کسان چي د فلاونوئید په نامه طبیعي ترکیباتو شاوخوا ۶۰۰ ملي ګرامه په ورځ کي مصرفوي، د هغو کسانو په پرتله چي یوازي ۱۵۰ ملي ګرامه دغو ترکیباتو څخه ګټه اخلي، ۲۰ سلنه لږ د مغز په کمزورتیا اخته کیږي.
فلاونوئیدونه ډیر قوي انتي آوکسیدنونه دي. هغوی په روښانه رنګ لرونکو میوو او ترکاریو مځکني توت، آلوبالو، مالټو، سرو مرچکو ، کیلو، مڼو او داسي نورو میوو کي پیدا کیږي. جالبه خبره لا داده چي شنه توت یا بلیوبري په هرو ۱۰۰ ګرامو کي شاوخوا ۱۶۴ ملي ګرامه انتوسیانین چي د فلاونوئید یو ډول دی، موجود دي. ترخه مرچک هم په هر ۱۰۰ ګرامه کي څه ناڅه ۵ ملي ګرامه فلاون لري چی د انتي آوکسيدانتونو یو بل ډول دی.
پلټنو ښودلې چي فلاونونونه د مغز د کمزورتیا په وړاندي تر ټولو قوي محافظتي اغیز لري او په سلو کي ۳۸ سلنه یې خطر راکموي. انتو سیانینونه هم په دغه ناروغي باندي د اخته کیدو خطر ۲۴ سلنه راکښته کوي.
ددغو مطالعاتو لیکونکی او د هاوارد پوهنتون پلټونکی، ډاکټر تیان شین یه، سپارښتنه کوي چي د هر وار ډوډۍ خوړلو پر وخت رنګارګي میوې او ترکاري وخورئ. د سهار له خوا آلوبالو وخوری، د غرمې له خوا سوپ جوړ کړی او یا هم سابه وخورئ. د ورځي په جریان کي یوه مڼه وخورئ او له رنګارنګو خپلو خوښو میوو څخه ځانته جوس جوړ کړئ او یا هم هندوانه وخورئ.
د نوموړي په خبره مهمه داده چي د فلاونوئید د لوړي کچي د تر لاسه کولو له پاره باید د ډوډۍ خوړلو پر وخت او یا هم د ډوډۍ خوړلو ترمنځ فاصله کي رنګارنګ خواړه وخورل شي.
GP/BS/DW..Farsi
په خپل ورځني ژوند کي زيات انسانان داسي عادتونه لري چي هغه د دوی د ژر زړېدو لامل کيږي. له دغو بدو او ژر بوډا کوونکو عادتونو څخه ۸ يې موږ دلته درپېژنو:
انځور: imagebroker/imago imagesپر يو وخت زيات وظايف پر غاړه لرل او هره ورځ زيات ساعتونه پر يو وخت زيات کارونه کول پر روغتيا منفي اغېز کوي. په کاليفورنيا کي د سانت روزېف روغتون سرطبيب، رېموند کاسکارياري وايي: «زيات خلک دا يو ګټور کار بولي چي پر يو وخت څو کارونه وکړي. خوا دا کار ډېر فشار رامنځته کوي.» د دغه کارپوه په وينا له دې کبله پر يو وخت په زياتو کارونو کي بوختيا د انسان د ژر زړېدو لامل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpaد تمباکو څکول په ډېر لږ وخت کي ډېر ژر د انسان د پوست د زړېدو لامل کيږي. د سګريټو، چلم يا ورته تمباکو کارولو کولو له کبله د انسان جلد ژر وچيږي او ګونجي/ګونځي پيدا کوي. تمباکو څکول په بدن کي د ويټامن سي د کميدو لامل هم کيږي. دا په داسي حال کي چي ويټامن سي په پوستکي کي د مايعاتو په توازن ساتلو کي مرسته کوي. نيکوټين د پوستکي د ګونځلک کيدو لامل ګرځي.
انځور: Imago Images/R. Kremmingد روغتيايي چارو د کارپوه، کاسيکياري په وينا، هغه کسان چي په کافي او اړينه اندازه خوب نه کوي، نه يوازي دا چي پر سترګو يې توري حقلې راګرځي، بلکي د هغوی ژوند هم کميږي. هغه زياتوي: «په هر شب و روز کي بايد څوک لږ تر لږه ۷ ساعته خوب وکړي.» کمخوبي د وزن د زياتېدو لامل هم کيږي.
انځور: Fotolia/fotogestoeberزيات وخت کښېناستل کيدای سي د پښتورګو او د زړه د ناروغيو لامل سي. د وزن زياتېدل او حتی د سرطان په ناروغي اخته کېدنه يې بل ګواښ دی. د «سپورت مديسين» مجلې د راپور له مخي د ورزش په مرسته څوک ياد ګواښونه راکمولای سي. د بېلګي په توګه که څوک په اونۍ کي په ټوليزه توګه ۱۵۰ دقيقي (دوه ساعته او دېرش دقيقې) داسي ورزش وکړي چي بدن يې خوله سي. سپورټ کوونکي انسانان اوسطا ۱۳ کاله تر نورو زيات ژوند کوي.
انځور: Colourboxهغه انسانان چي په زيات شور يا لوړ آواز موسيقي اوري، د هغوی د اورېدو قوه له وخت څخه مخکي کميږي. په زياته د ګوشيو يا په اصطلاح هېډ فونز په مرسته لوړه موسيقي اورېدل خورا تاواني عمل دی.
انځور: picture-alliance/PhotoAltoد روغتيايي چارو د کارپوه، ستوارت په وينا مک اپ داسي کيمياوي مواد په ځان کي لري چي د پوست د وچېدو او زړېدو لامل کيږي. په دغو موادو کي کيمياوي ذايقې او الکول هم شامل دي. د دغه کارپوه په وينا د مک اپ د زیات استعمال له کبله پوست خارښت هم کوي ځکه چي پکښي د غوړزګي اړينه کچه راټيټيږي. هغه وايي د غوړزګي او مايعاتو کمښت د پوست د ګونجلک کېدو او په دې توګه له وخت څخه مخکي د زړېدو لامل کيږي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/T. Seiterد زياتو خوږو خوړلو له کبله نه يوازي د انسان وزن ژر زياتيږي، بلکي انسان ژر زړيږي هم. له سانتياګو څخه د پوستکي د روغتيا کارپوه، ستوارت وايي:«د بورې ماليکيولونه د پوست د حجرو سره مخلوطيږي او له کبله يې پوست غير هموار کيږي.» د هغه په وينا له دې کبله د زياتو خواږه شيانو خوړونکو انسانانو پوست بې ژونده شانته ښکاري او ګونځي پيدا کوي. هغه زیاتوي چي بيا پر سترګو يې توري حلقې هم راڅرګنديږي.
انځور: Imago/Westend61له بروکلين څخه د غذايي چارو د کارپوه، فرانکي کوهن په وينا په يو شان کبانو او مغز لرونکو وچو ميوو کي د اوميګا ۳ په نوم غوړ موجود وي چي د انسان پوست ته اړين مايعات ورکوي او هغه له ګوجي کېدو څخه ساتي. دغه غوړ د زړه او د دماغ له پاره هم ګټور دي. کارپوهان وړانديز کوي چي په اونۍ کي دوه ځله د کب خوړل د ژوند د اوږدېدو او د روغتيا د بهتره کيدو لامل کيږي.
انځور: Colourbox