1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر بايد بشري حقوق په پام کې ونيسې

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

دا څرگنده ده چې قطر له دوو ميليونو مهاجرو کاريګرو سره عادلانه چلن نه کوي.اوس د بخښني نړيوال سازمان د فوټبال نړيوال فدراسیون (فيفا) څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې پر قطر باندي فشار زیات کړي.

Fußball WM 2022 Vorschau Katar
انځور: picture alliance / M.i.S.-Sportpressefoto

 

دا څرگنده ده چې قطر له دوو ميليونو مهاجرو کاريګرو سره عادلانه چلن نه کوي. اوس د بخښني نړيوال سازمان د فوټبال نړيوال فدراسیون (فيفا) څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې پر قطر باندي فشار زیات کړي.

د بخښني نړيوال سازمان د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) څخه غوښتې دي چې پر قطر، چې په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړيوال جام سياليو کوربه دی، فشار زيات کړي څو د مهاجرو کارګرو وضعيت په اساسي ډول ښه والی ومومي.

دغه سازمان په برلين کې توضيح کړې ده چې تر اوسه په زرونو مهاجرو کارګرو سره په دغه هيواد کې استثمار او ناوړه چلن کيږې.

د بخښنې نړیوال سازمان زياته کړې ده چې فيفا په قطر کې د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړيوال جام سياليو د مسؤل په توگه د ټولو هغو تاوانونو مسؤليت لري چې دغو سياليو ته د تياري نيولو په پروژو کې يې مهاجر کارگر گالي.

د بخښنی نړیوال سازمان څخه استيو کوکيرن ويلي دي چې سره له دې چې په دې وروستیو کلونو کې قطر په دې تړاو اصلاحات رامنځ ته کړي او په دې ډول يې له بهر څخه د فوټبال نړيوال جام سياليو په هکله انديښنو ته مثبت غبرګون ښودلی دی، خو دغه اصلاحات په پوره ډول نه دي عملي شوي. پر دې سربيره د قطر شورا په پام کې لري چې د کارګرانو حقوق يو ځل بيا محدود کړي.

د بخښني نړیوال سازمان د رپوټ له مخې په قطر کې ۲،۳ ميليونه ښځې او نارينه کاریګر د خپل معشیت پوره کولو له پاره په کار بوخت دي.

انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

هغوی په قطر کي د کاري ځواک په سلو کې ۹۵ برخه ده چې له هغوی څخه کابو ۲۰ زره کسان يې په هغو ساختماني پروژو کې په کار بوخت دي چې د فوټبال په نړيوال جام سياليو پوري اړه لري.

د بخښني نړیوال سازمان زياته کړې ده چې د دغو کارګرانو ډېری يې خپلې تنخواوې په ناسم ډول ناوخته تر لاسه کوی او يا حتی ورته هيڅ نه ورکول کيږې. په کورنو کې کار کوونکي مجبور دي چې تر اتلسو ساعتونو پورې کار وکړي. دغه راز لږ موده مخکې هغوی يوازي د کارفرمایانو په موافقې سره اجازه درلوده چې خپل کار بدل کړي او يا له هيواده ووځي.

د بخښنې سازمان د فوټبال نړیوال جام د تحريم مخالف دی

قطر له بشري حقونو څخه د سرغړونې په دليل مدام په نړيواله کچه تر انتقادونو لاندي دی. د بخښنې نړيوال سازمان په ۲۰۱۳م کال کې په يو هر اړخیز رپوټ کې په دغه هيواد کې د فوټبال نړيوال جام له پاره پر ودانيزو کارونو نيوکه کړي او هغه يې غندلي دي. په دې وروستيو کې په قطر کې د فوټبال نړيوال جام سياليو د تحريم غوښتني شوي.

خو د بخښنې نړيوال سازمان دغه غوښتنه سمه نه ګنې، ځکه د دغه سازمان له نظره، د فوټبال سياليو د تحريم په صورت کې به «په قطر کې د بشرې حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه تر څوو کلونو پورې شاته پاتې شې.«

د فوټبال نړيوال جام سياليو د منع کولو له پاره غوښتنې وروسته له هغې زياتي شوې چې بريتانوۍ ورځپاڼي (ګاردين) يو راپور خپور کړ. د دغه رپوټ له مخې په ۲۰۱۰م کال کې له هغه وروسته چې په قطر کې د نړيوال جام سياليو ترسره کېدو ته اجازه ورکړل شوه، په دغه هيواد کې د پنځو اسيايي هيوادونو ۶۵۰۰ کارگرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل