1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادترکیه

لومړي ځل یوه ښځه د ترکیې د مرکزي بانک مشره سوه

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه فرمان په ترڅ کې حفیظه غایه ایرکان د هیواد د مرکزي بانک د رئیسې په توګه وټاکله. هغه لومړنۍ ښځه ده چې په ترکیه کې پر ياده دنده گومارل کيږي.

Hafize Gaye Erkan
انځور: ANKA

د ترکيې ولسمشر اردوغان له خپلې بیا ځلي ټاکل کېدنې څخه نږدې دوې اوونۍ وروسته د دغه هیواد د مرکزي بانک د رياست لپاره گومارنه وکړه. هغه د حفیظه غایه ایرکان په نوم د اقتصادي چارو کارپوهه و ياد رياست ته وټاکله. نوموړې هغه لومړنۍ ښځه ده چې په ترکیه کې دا مقام ترلاسه کوي. اېرکان تر مخه د امريکا په متحده ايالاتو کې په مالي برخه کې فعاله وه.

دغه مېرمنه په خپل مسلک کې، د لومړي جمهوریت بانک «first Republic Bank» د مدیرانو د بورډ د رئيسي  او همدارنګه د ګولډمن ساکس «Goldman Sachs» مالي موسسې د اجرایوي رئیسي په توګه د کار تجربه لري.

اړوند مطالب:سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري

دغه نامتو مالي کارپوهې له رئيسي کېدنې تر مخه په تيرو څلورو کالونو کي د ترکيې د مرکزي بانک رئيسان څلور ځلي تغير سوي دي.

له اقتصادي بحران څخه د وتلو ننګونه

په ترکیه کې د اقتصادي بحران دوام او د انفلاسیون لوړه کچه د کلونو راهیسې د دې هیواد اتباع ځوروي.

ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې د اردوغان د حکومت دا یوغیر دودیز اقتصادي سیاست دې چې د ترکیې په اقتصاد کې د سخت انفلاسیون د شتون سره سره د سود نرخ په کمولو سره د ترکیې اقتصاد بحراني کړی دی.

اړوند مطالب:د اردوغان بریا؛ د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ اړيکي به ستونزمني پاته شي

په عین حال کې، په اقتصاد کې د عمومي معیارونو له مخې، د انفلاسیون سره د مبارزې یوه لاره د سود نرخ د کمولو پرځای لوړول دي.

د ترکيې د انفلاسیون سمبولانځور: Dilara Senkaya/REUTERS

د ترکیې د ملي اسعارو لیرا د ارزښت د سختې راټیټیدنې له امله په دغه هیواد کې د وارداتي توکو او د خامو موادو د پیرودو بیه ډیره ګرانه سوې ده.

د ډېرو کارپوهانو د خبرداري له مخې، که د ترکيې د حکومت اوسنۍ تګلارې دوام وکړي او د بهرنيو اسعارو زېرمې لا نوري کمې سي، نو د دغه هېواد اقتصاد به له ګډوډۍ سره مخ سي.

اوس داسې باور  کیږي چې د ترکیې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د حافظې غایه ایرکان ټاکل به د دغه هیواد د حکومت له خوا په مالي او اقتصادي سیاست کې د بنسټیزو بدلونونو په لور یو ګام وي.

په ترکیه کی د ښځو په وړاندی زورزیاتی

03:06

This browser does not support the video element.



آ./ص.ز./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل