1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انه ګريت کرامپ-کارنباور: په افغانستان کې وضعیت «وحشتناکه» دی

۱۴۰۳ آبان ۲۵, جمعه

د آلمان د دفاع پخوانۍ وزیري په افغانستان کې روان وضعیت "بشپړ ډارونکی او وحشتناک" وباله. هغې وويل چې د الماني سرتیرو سره سم بايد ځايي کارکوونکي هم رايستل شوي وای.

د آلمان د دفاع پخوانۍ وزيره
د آلمان د دفاع پخوانۍ وزیره: په افغانستان کې وضعیت «وحشتناکه» دیانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د دفاع پخوانۍ وزيري انه ګريت کرامپ-کارنباور د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د آلمان پارلمان د تحقیقاتي کمېټې د استماعیه غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو پر ازادۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغې وویل چې افغان مېرمني د طالبانو تر "جنسي آپارتايد رژیم" لاندې ژوند کوي.

کرامپ-کارنباور د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ایستلو ماموریت ته په اشارې سره وویل: «زه منندوی یم چې موږ ټول (آلماني) سرتیري له افغانستان څخه په خوندي توګه ویستل.» هغې زیاته کړه چې دا یو "معمولي" ماموریت نه و، مګر د یوه هوایي پل په څیر پرته له مخکني چمتوالی د مجبوریت له مخې رامنیځته شو.

د آلمان د دفاع پخوانۍ وزیرې زیاته کړه چې د آلماني سرتیرو تر څنګ هغه ځايي افغان کارکوونکي چې د آلمان د پوځ په تقريباً شل کلن ماموریت کې یې زموږ د سرتيرو ملاتړ کړی وو، باید رایستل شوي وای.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشتي د هوا له لاري د سرتيرو او ملکيانو د رايستلو ماموريت تر ختمېدو وروسته، په زرونو ځايي کارمندان په افغانستان کې پاتې شول او یا وروسته وتوانیدل چې له هېواده ووځي.

کرامپ-کارنباور وویل چې دغه وضعیت "ډېره اندېښمنه" کړه. هغې یادونه وکړه، که چارتر الوتني په چټکۍ سره پلان شوي وی، ښایې ډېر کارمندان رايستل شوي وای.

د آلمان پارلمان د څېړنو کمېټه دنده لري چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له کابل څخه د آلماني سرتیرو د ایستلو د عملیاتو شرایط روښانه کړي. دا عملیات په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک د ګړندي نیولو له امله اړین ول.

د دې کمیټې په غونډو کې د سوسیال دیموکرات ګوند له خوا د آلمان له اوسني صدراعظم اولاف شولڅ څخه هم د وضاحت غوښتنه وشوه. شولڅ په هغه وخت کې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل په کابینه کې د هغې مرستیال او د مالیې وزیر و.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب