دوو پخوانيو لوړ پوړي اسرائیلي استخباراتي چارواکو چې تازه تقاعد شوي دي، د پټو وژونکو عملیاتو په اړه نوي جزئیات څرګند کړي دي. په دې ترڅ کې درې میاشتې مخکې په لبنان او سوريه کې د حزب الله جنګیالي په نخښه شوي وو. په دې برید کې چاودېدونکي توکي په پیجرونو او واکي ټاکي بې سيمه مخابرو کې کارول شوي ول.
حزب الله د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه د حماس تر برید وروسته تقریباً سمدلاسه پر اسرائیل بریدونه پیل کړل. په نتيجه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه.
د اسرائيل متقاعد استخباراتي چارواکو د یکشنبې په شپه د «سي بي ايس ۶۰ دقيقې» په نوم خپرونه کې خبرې وکړې. هغوی د خبرو پر وخت ماسکونه اغوستي وو او د دوی غږونه بدل شوي وو چې هویت يې پټ پاتې شي.
عملیاتو ته د څو کلونو چمتووالی یو چارواکي وویل چې دا عملیات ۱۰ کاله مخکې پیل شوي وو. د حزب الله غړو د چاودېدونکو توکو لرونکي واکي ټاکي بې سيمه مخابرې کارولې او په دې نه وو خبر چې دوی دغه وسايل له خپل دښمن، اسرائیل څخه اخلي. دغه واکي ټاکي په سپتمبر میاشت کې وچول شول، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پیجرونو چاودلو لړۍ پیل شوه.
د چارواکي په وینا چې ځان یې "مایکل" باله، دوی د "جعلي نړۍ" جوړولو هڅه وکړه چې حزب الله وغولوي.
د عملیاتو دویمه پړاو په ۲۰۲۲ کې پیل شو، کله چې موساد پوه شو چې حزب الله د تایوان یوې کمپنۍ څخه پیجرونه اخلي. دغه پیجرونه لږ لوی جوړ شوي وو چې د چاودېدونکو موادو لپاره کافي ځای ولري. موساد دغه وسایل څو ځله پر ازمويښتي نانځکو وازمویل چې د چاودېدونکو موادو اندازه معلومه کړي چې یوازې د حزب الله جنګیاليو ته زیان ورسوي او نږدې کسان زيانمن نشي.
د چاودنو وروسته په لبنان کې بيره خوره شوهانځور: Anwar Amro/AFP/Getty Images د عملیاتو یوه بله برخه د درواغجنو اعلانونو خپرول وو چې د حزب الله غړي وهڅوي چې دغه وسایل واخلي. موساد د دې لپاره له جعلي شرکتونو کار واخیست، د یوې هسپانوي کمپنۍ په ګډون چې د دې پروسې برخه وه.
د سپتمبر مياشتي پر ۱۷مه، د لبنان په بيلو برخو کې پیجرونه وچول شول چې شاوخوا ۳۰ کسان په دې بریدونو کې ووژل شول. بله ورځ واکي ټاکي وچول شول. له دغو څخه ځینې د جنازو په جریان کې وچول شول. دغه بریدونه نه یوازې د حزب الله پر جنګیالیو د مرګ او ټپي کېدو لپاره وو بلکې د هغوی پر روحیه اغېز کولو لپاره هم وو.
د اسرائيل د استخباراتي چارواکي په وینا چې ځان یې "ګبریل" باله، د عملیاتو اصلي هدف د ویرې خپرول وو. هغه وويل: "موږ هغوی ته وښودله چې زموږ پر وړاندې جګړه کول څومره ګرانه تمامېږي."
په جګړه کې پراخې پایلې تر يادو بریدونو وروسته د اسرائیل هوایي ځواکونو د لبنان په بيلو برخو کې ګڼ شمېر هدفونه په نخښه کړل چې په زرونو کسان یې ووژل. د حزب الله مشر حسن نصرالله هم د اسرائیل په بمبار کې ووژل شو.
په نوامبر کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه د اوربند په پایله کې پای ته ورسېده. د راپورونو له مخې، د غزې جګړې په ترڅ کې تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
هغه چارواکي چې ځان یې "مایکل" باله، وویل چې د پیجرونو د چاودنو وروسته په لبنان کې خلکو له دې ویره لرله چې د خپلو هوا یخوونکو (ایرکنډیشنرونو) سویچونه ووهي، ځکه هغوی فکر کاوه چې کېدای شي هغه هم وچوي. دغه چارواکي وويل: "په خلکو کې ریښتینې وېره وه."
کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا دا قصداً ترسره شوي و، نو هغه ځواب ورکړ: "موږ غواړو هغوی ځانونه زیان منونکي احساس کړي، ځکه هغوی واقعاً زیان منونکي دي. موږ نشو کولی بیا د پیجرونو استعمال وکړو، ځکه هغه مو دمخه وکړ. موږ لا دمخه راتلونکي اقدام ته تللي یو. او اوس هغوی باید تل هڅ ووهي چې زموږ راتلونکی ګام به څه وي."
د مرګ او ژوند په منځ کي د غزې د فلسطینیانو انځوریز راپور
غزه د بشري ناورین په درشل کي ده. د اکتوبرمیاشتي پر اوومه نېټه د حماس د ترهګریزو بریدونو په ځواب کي د اسرائيل د ځوابي بریدونه دوام لري، په غزه کي د وژل سویو او ټپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. انځور: Fatima Shbair/AP/picture alliance د اسرائيل درانه ځوابي بریدونه پر اسرائيل د حماس د ناڅاپي تروریستي بریدونو په دوام، دغه هیواد هم پر غزه هوايي بریدونه وکړل چې د حماس ډلي په کنترول کي ده. اروپايي ټولنه، امریکا متحده ايالات او ځيني نور هیوادونه حماس تروريستي ډله ګڼي. د اکتوبر پر نهمه دوشنبه د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل: «کوم څه، چي به موږ په راتلونکو ورځو کي له خپلو دوښمنانو سره کوو د دوی د راتلونکو نسلونو له پاره به لکه زنګ داسي وي.»
انځور: Belal Al SabbaghAFP/Getty Images د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر(OCHA) په وینا نژدې ۸۰۰ تعمیرونه یومخ ویجاړي سوي دي او په سونو نور د اسرائيل په هوايي بریدونو کي تاواني سوي دي. راپورونه وايي، چي په سونو زره کسان اوبه نه لري.
انځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance د پاته سویو کسانو په لټه کي د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د غزې تراډي په شمال کي د جبالیه کډوالو پنډغالي له منځه تللي او ژغورونکي کوښښ کوي، چي پاته سوي ژوندي کسان وژغوري. هغه شمیرې چي د پنجشنبې په ورځ خپرې سوي دي، د دواړو لوریو قربانیان تر۲۵۰۰ زیات دي. لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرائيليان او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي په زرهاوو کسان ټپیان دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images مړي په یوه موټر کي وړل کیږي او یوه فلسطینۍ ښځه بوغاري وهي . په غزه کي د روغتیا مسؤلان وايي تر ۱۴۰ ډېر کوچنیان او ۱۰۰ ښځي وژل سوي دي.
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images فلسطینیان په یوه زاړه مني بس موټر کي د اسرائيل له انتقامي هوايي بریدونو څخه تښتي. د ملګرو ملتونو د یو راپور پربنسټ په غزه کي ۱۸۷ زره کسان بې ځایه سوي دي. ۱۳۷ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کي او ۴۰ زره په شخصي کورونو کي پنا اخیستې ده. امکان نه لري، چي د غزې تراډه دي یومخ پرېږدي. اسرائيل دغه سیمه محاصره کړې او د مصر لار يې هم تړلي دي.
انځور: Saleh Salem/REUTERS اسرایلي ځواکونه د غزي تراډي پوله خپله مهاروي د اسرائيل ځواکونه د غزې تراډي پر پوله ګزمه کوي. د حماس ډلي وسله والو د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر پوله د اسرائيل درول سوی کټارې ماتي او دغه هیواد ته له ور اوښتلو سره یې عملیات شروع کړل، چي ډېری قربانیان يې ولسي وګړي ول. اسرائيل په ۱۹۹۴م کال کي د غزې پر پوله اغزن تار وغځاوه. په غزه کي د مصر سره پر پوله هم اغزن سیم درول سوی دی.
انځور: Oren Ziv/AP/picture alliance د غزې پر پوله اسرائيلي ځواکونه اسرائيل ۳۰۰ زره ریزرف ځواکونه چمتو کړي دي. د غزې اوسیدونکي ویره لري چي اسرائيل به مځکني عملیات شروع کړي. د غزې پولي ته د اسرائيل زغروال موټر او پوځي تجهیزات لېږل سوي او پولي ته څېرمه د اسرائيل ښارګوټي یومخ تش سوي دي.
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance په غزه کي انساني ناورین ته انتظار جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images