1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليیونان

يونان: د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې څلور مهاجر مړه شوي

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

يوه کوچنۍ کښتۍ چې له ترکیې څخه یې مهاجر انتقالول د يونان ساموس ټاپو ته څېرمه په ختيځ اژه سمندرګي کې ډوبه شوې ده چې پکې ۴ کسان مړه شوي دي.

يونان: د ساموس ټاپو ته څيرمه ژغورل شوي مهاجر
يونان اروپايي اتحادیې ته د داخليدونکو مهاجرو په زړه پورې منزل دیانځور: Sofianos Drapaniotis/REUTERS

د يوناني چارواکو په حواله د دوشنبې په ورځ څلور کسان هغه وخت مړه شول چې يوه کوچنۍ کښتۍ چې له ترکیې څخه یې مهاجر انتقالول د ساموس جزيرې ته څېرمه په ختيځ اژه سمندرګي کې ډوبه شوه.

ساحلي ساتونکو وويل چې د دريو ښځو او يوې نجلې جسدونه په اوبو کې موندل شوي، په داسې حال کې چې پنځه مهاجر له سمندر څخه ژغورل شوي او نورو ۲۶ کسانو ځانونه په خوندي توګه ساحل ته رسولي ول.

چارواکو وويل کله چې ژونديو پاتې شويو دوی ته خبر ورکړ چې ښايي څه کسان لا هم ورک وي، نو پر ځمکه او سمندر کې د لټون پراخه عمليات پيل شول.

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل

01:35

This browser does not support the video element.

په سملاسي توګه لا معلومه نه وه چې دغه کوچنۍ کښتۍ څرنګه ډوبه شوې ده. د ژغورل شويو او همدا راز د وژل شويو د هويتونو په اړه هم سملاسي معلومات نه دي وکړل شوي.

د سيمې اوسېدونکي چارواکو ته خبر ورکړی وو

د سيمه ایزو چارواکو په حواله د سيمې يوه اوسيدونکي له سمندر څخه د مرستې له پاره د غږونو او چيغو تر اورېدو وروسته چارواکو ته خبر ورکړی وو.

د يونان په ساحلونو کې تل د مهاجرو د کښتيو د ډوبېدو پېښې رامنځته کيږي او دغه هېواد د افريقا، آسيا او منځني ختیځ د خلکو يو په زړه پورې منزل دی چې له بې وزلۍ او يا جګړو تېښته کوي او غواړي اروپايي اتحاديې ته داخل شي.

د يوناني چارواکو له لوري د ترکيې سره پر اوږده ځمکنۍ او سمندري پوله باندې پر عملياتو او ګزمو سربیره هم په زرونو کسان زياتره یې په ډېرو کمزورو بادي کښتيو کې  د ترکیې له ساحل څخه د يونان ټاپوګانو ته د داخليدو هڅه کوي.

قاچاق وړونکو هم په دې وروستيو میاشتو کې دې ته مخه کړې ده چې مهاجر په کړنديو او قوي کښتيو کې انتقال کړي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

هغه ایټالوۍ چې د افغان او پاکستاني مهاجرو پر پښو ملهم ږدي

06:02

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب