د هندوستان پوځ وايي چې پنځه کسان ورک دي خو ژغورونکي ګمان کوي چې ۲۲ کسان ورک دي. پولیسو په ابتدا کې ويلي وو چې واورې ۵۵ کسان لاندې کړي دي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، برف کوچ د جمعې په ورځ د هندوستان په چمولي ولسوالۍ کې د منا په نوم یو کلي ته نژدې پر ساختماني شرکت راغی چې په کمپ کې میشت کارګران تر واورو او ویجاړیو لاندې شول. منا کلی د چین تبت سرحد ته نژدې پروت دی.
نور ولولئ: نوی ډيلی: د اورګاډو د تمځای په ټېل ماټیل کې د مړو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی
د اوترکند ایالت د کورنیو چارو وزیر پوشکار سینګ دهامي وویل چې په سیمه کې د هوا په پاکېدو سره «د مرستې او نجات عملیات چټک شوي دي.»
وزیر پر اکس شبکه ليکلي چې «ټولې هڅې په کار اچول شوي تر څو تر واورو لاندې هر کارګر د امکان تر حد ژر راویستل شي.»
د هندوستان په لوړو هیمالیایي علاقو کې د برفکوچونو پېښې یو معمول امر دي په ځانګړې توګه د ژمې په موسم کې.
نور ولولئ:د اوکراين جګړې له پاره جلب شوي هندي ځوانان خپله کيسه کوي
په ۲۰۲۱م کې په دغه ایالت کې د یوه طبیعي یخچال یوه لویه برخه ونړېده چې له کبله يې په جاري شوو سېلابونو کې نژدې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ساینس پوهان وايي له اقليمي بدلون سره په ځمکه کې د حرارت درجه لوړه شوې چې دا د ناوړه طبیعي پېښو په رامنځ ته کېدو یا زیاتوالي کې نقش لري.
له آرشیف څخه (22.06.2020):
د هند او چين تر منځ د پوځي نښتو لنډه تاريخچه
له څو وخت راهيسي د چين او هند تر منځ د ګالوان درې په نوم سيمه باندي د دواړو هيوادونو د ملکيت دعوې توندي سوي دي. دواړو ګاونډي هيوادونو په تيرو لسيزو کي يو له بل سره خونړۍ نښتي هم لرلي، چي لنډ معلومات يې دلته لوستلای سئ:
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjeeد روان کال له اپريل مياشتي په لداخ سيمه کي د چيني او هندي عسکرو حرکتونه زيات سوي ول. تر هغه وروسته چي هندۍ سيمي ته څېرمه چين د خپلو عسکرو ګزمې زياتي کړې، هند يې سخت مخالفت وکړ، خو په نظامي سطحه خبرو اترو دوام وموند. د جون مياشتي په ۱۵مه نېټه د «لاين آف کنټرول» پر سر د دواړو هيوادونو د عکسرو په نښته کي ۲۰ هندي عسکر ووژل سول او يو شمېر نور ژوبل سول.
انځور: Reuters/PLANET LABS INCپه ۲۰۱۷ کال د چين پوځ کوښښ وکړ چي و دوکلم ته نژدې يو سړک جوړ کړي. پر دوکلم هم چين او هم د بهوټان هيواد د ملکيت دعوا لري. له دې کبله د هند پوځ د دغه سړک د جوړولو په کارونو کي خنډ جوړ کړ چي په ترڅ کي يې د هند او چين تر منځ ۷۲ ورځنی بحران رامنځ ته سو. د دواړو هيوادونو د عسکرو د پرشاتګ وروسته بحران خلاص سو.
کله چي په ۱۹۸۶م کال هند و ارناچل پردېش ته د هند د ايالت درجه ورکړه، نو يې چين مخالفت وکړ. د چين پوځ تر پولي واوښت او هلته يې د څرخي الوتکو د ناستي له پاره د ځای په جوړولو پېل وکړ. دا له هغه وروسته چي د سامدورانګ چو تر درې واوښتل. هند يې مخالفت وکړ او دواړه پوځونه مخامخ سره ودرېدل.
انځور: Prabhakar Maniد ۱۹۶۷م کال تر جګړې وروسته د دواړو هيوادونو عسکر بيا يو له بل سره مخامخ سول. په ۱۹۷۵م کال کي په ارونچال پردېش کي پر هندي عسکرو د چيني عسکرو له خوا وسله وال بريد وسو. د آسام رايفلز هندۍ نظامي ټولۍ په ګزمه بوخته وه چي پکښي ۴ عسکر يې ووژل سول.
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Wongد ناتولا او چولا نښتي (۱۹۶۷)
په ۱۹۶۷م کال د چين او هند د پوځونو تر منځ مخامخ کېدنې دوې مياشتي دوام وکړ. په دغه موده کي د چين عسکر د هند تر سيکيم ايالت پوري ورمخته سوي ول. په دې ترڅ کي رامنځ ته سوو وسله والو نښتو کي ۸۸ هندي عسکر ووژل سول او تر ۳۰۰ زيات د چيني پوځ منصوبين له منځه ولاړل.
انځور: Getty Imagesد چين او هند تر منځ تشنج په ۱۹۶۲م کال په جګړه واوښت. دغې جګړې د اکتوبر له ۲۰ څخه د نوامبر مياشتي تر ۲۱مي نېټي پوري دوام وکړ او پکښي ۱۳۸۳ هندي او ۷۲۲ چيني عسکر ووژل سول.
انځور: Getty Images