1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کي دوه تنه د چړې په برید کې ټپیان سوي

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

په پاریس کي د طنزي مجلې شارلي ابدو پخواني دفتر ته نژدې، د چړې په یوه برید کي دوه تنه زخمیان سوي دي. مخکی له دې رسنیو د څلورو تنو د ټپي کیدو څخه خبر ورکړی وو.

Paris Messeratacke bei Charlie Hebdo Redaktion
انځور: A. Jocard/AFP/Getty Images

د رویترز خبري آژانس د فرانسې د پولیسو د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چي دوه تنه د شارلي ابدو د مجلې پخواني دفتر ته نژدې ټپیان سوي دي. تر دغه برید څو ودقیقې وروسته ځینو رسنیو په دغه پیښه کي د څلورو تنو د زخمی کیدو څخه رپوټ ورکړی وو.

شارلي ابدو په فرانسه کي د یوې طنزي مجلې نوم دی چی پخوا یې د اسلام د پغمبر د کاریکاتورونو په خپرولو سره جروبحثونه راپورته کړي دي. د نوموړي مجلې دفتر په ۲۰۱۵ م کال کي د یوه برید هدف وگرځید چي په نتیجه کي یې ۱۲ تنه ووژل سول.

د پولیسو یوې سرچینې له دغي پیښې لږ وروسته وویل چي د دوو تنو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی. دغه سرچینه همدارنگه زیاتوي چي د برید دوه تنه شکمن کسان تښتیدلي او پولیسو په سیمه کي یو امنیتي کمربند جوړ کړی دی.

د پولیسو دوو سرچینو ویلی چي د پیښې په ځای کي یوه چاړه موندل سوې ده. یوه له دغو سرچینو څخه هغه یوه لویه چاړه بللې او هغه بلي بیا د غوښو له ساطول څخه یادونه کړې.

د سیمي چارواکو له خلکو غوښتي چي د پیښې په ځای کي له تگ راتگ څخه ډډه وکړي. د پاریس د ښار په شمال ختیځ کي پرته دغه سیمه کي تصفیوي عملیات هم دوام لري.

دغه برید د شارلي ابدو پر دفتر باندي د برید په تړوا د ۱۴  شکمنو کسانو د محکمې تر پیل دقیقاً درې اونۍ وروسته رامنځته سوی. د ۲۰۱۵ م کال په جنورۍ کي پر دغه دفتر باندي یو برید ترسره سو چی ۱۲ تنو پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب