1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

فرانسه: د کورنیو چارو وزیر په امر یو جومات تړل شوی

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د پاريس په اطرافو کې د یوه جومات د تړلو امر کړی دی. حکومت د افراطي ټولنو او افرادو پر وړاندې له اقداماتو سره غواړي وښيې چې د اسلامي افراطیت پر ضد له پریکړنده چلند څخه کار اخلي.

Frankreich Paris | Untersuchungen | Mann auf Straße enthauptet
انځور: Charles Platiau/Reuters

د یوه ښوونکي د وژل کیدو پر ضد اعتراضونو په فرانسه کې د اسلامي بنسټپالنې پر وړاندې جګړې ته نوي ابعاد ورکړي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمن، د پاریس په څنډه کې د یوه جومات د بندولو یا تړلو امر کړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې (د اکتوبر میاشتې ۱۹ نیټه) په ماښام د FT1  تلویزوني شبکې ته وویل چې د پاریس په پانتن ناحیه کې دغه جومات په فیسبوک کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د جمعې په ورځ د وژل شوي ښوونکي د تدریس میتوت غندلی دی.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر په وینا د دغه جومات امام د ښوونځي نښان خپور کړی او د تاریخ ښوونکی یي ګواښلی وو. همدارنګه د دوشنبې په ورځ اسلامي افراطي ډلو او اشخاصو ته د نږدې کسانو پر وړاندې پولیسو ۳۴ عملیات ترسره کړل.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې «حتمي نه ده چې اسلامي افراطیانو دې د دغه ښوونکي له قتل سره ارتباط لرلی وي.» هغه وویل هدف دا دی چې قاطع پيغام ورکړل شي چې «موږ د فرانسې جمهوریت دښمنانو ته حتی یوه دقیقه فرصت هم نه ورکوو».

دا هم ولولئ:رسنۍ: فرانسه ۲۳۱ سخت دريځه کسان اخراجوی

ساموئل پتي، ۴۷ کلن ښوونکی وو چې د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې پر ۱۶ نیټه) هغه ښوونځي ته نږدې چې ده پکې تدریس کاوه د یوه ۱۸ کلن ځوان له خوا ووژل شو.

د تاریخ ښوونکي د بیان د آزادۍ د مفهوم واضح کولو له پاره زده کونکو ته په صنف کې د اسلام د پيغمبر کاریکاتورونه ښودلي وو. تر هغه وروسته د یوې زده کوونکې پلار په ټولنیزو رسنیو کې د هغه (وژل شوي ښوونکي) پر وړاندې د افراطي مسلمانانو په تحریکولو لاس پوري کړ.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د دغه ښوونکي تر وژل کیدو سمدستي وروسته دا د یوه تروریستي عمل په توګه وغنده. د دغه برید ترسره کوونکی یو ۱۸ کلن چيچنيایی مسلمان وو چې ۱۲ کاله مخکې فرانسې ته تللی وو. نوموړی بیا تر دغه برید وروسته د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو.

په انټرنټ کې د BarakaCity  یا د برکت ښار په نامه یوې ډلې د فرانسې پر کورنیو چارو وزیر لفظي برید کړی او ادعا یې کړې چې د مکرون حکومت اراده لري «له یوې تراژيدۍ» ناوړه استفاده وکړي. یاده ډله چې بشري خدمتونه ترسره کوي بنسټ پالنې ته د میلان له کبله د پولیسو تر نظر لاندې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب