پر آزادو سیالیو بندیز ورزشکاران او مینوال زړه ماتي کړي
03:47
حمیدي په ۷۵ کیلوگرامه وزن کې ونه سوای کولای په پاریس کي د ۲۰۲۴م کال د المپيک لوبو ته لار پیدا کړي.
هغې خپل شکایت د سپتمبر پر دریمه نېټه درج کړی دی او پس له هغه د فرانسې د رسنیو د پام وړ گرځېدلې ده. دغه شکایت نامه د فرانسې خبري آژانس لاس ته ورغلې ده.
په دغه شکایت کي راغلي دي چي د گواښونو دغه څپې پس له هغه پیل سوې، چي هغې په ټولنیزو رسنیو کي د طالبانو د امر بالمعروف قانون په تیره بیا په عام محضر کي د ښځو د ږغ منع کول وغندل.
حمیدي په یوې مرکه کي یو وار بیا له نوموړي قانون سره خپل مخالفت اعلان کړ او له هغه سره د مخالفت له پاره یې د «let us exist» یعني »پریږدی چي موږ شتون ولرو.« هشتک پيل کړ.
سربیره پر دې حمیدي د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي انس حقاني سره د شعر ویلو په یوه محفل کي، د افغانستان د کریکټ د ملي ټیم د لوبغاړو پر حضور انتقاد وکړ او د افغانستان د کریکټ ملي ټیم یې «د کریکټ یو ترهگر ټیم» بللی وو.
په دغه شکایت کي راغلي دي چي «د سپټمبر پر لومړۍ نېټه تر غرمې وروسته، د هغې پر وړاندي د کرکې خپرولو یوه لویه څپه پیل سوه... د هغې د واتساپ او تلفون افغاني شمېره نورو ته واستول سوې او هغې د یو څو ساعتونو په ترڅ کي په سوو اړیکې او په زرو پیغامونه ترلاسه کړل.»
د حمیدي په جنايي شکایتونو کي د خصوصي اطلاعاتو د شریکولو، مخرب تلفوني اړیکو، مرگ یا جنسي تیري ته په تهدیدولو، آنلایني ځورونو او د آنلاین له لارې د جنسي ځورونې جرمونه شاملیږي.
انځورونه: افغاني ورزشکاراني، پام چې ویې نه زوروي!
په افغانستان کې د رزمي ورزشکارو نجونو شمیر مخ پر ډیریدو دی. هغه هلکان چې پر واټونو نجوني زوروي باید پام وکړي او له دې کاره لاس واخلي ځکه کیدای شي چې د دغو نجونو د صبر کاسه ډکه شي.
انځور: Getty Images/F. Wahidy
په تیرو لسو کلونو کې تر افغانستان دباندي ډیر وخت د دغه هیواد د نجونو انځور له چادريو سره ښوول کیږي خو په دې هیواد کې د نجونو د ژوند یو بل اړخ هم شته.
تر ۲۰۰۱م کال مخکې افغان نجونو او ښځو نه شوای کولای چې له کوره ووزي کار وکړي او آن ښوونځیو ته ولاړ شي. سپورت خو لا پریږده چې نجونو خپلو ډیرو اساسي حقوقو ته لاسرسی نه لاره.
انځور: Getty Images/M. Hossaini
افغاناني په نړیواله سطحه د رزمي لوبو له ترسره کولو سره ډیر واټن لري خو لار یې پیل کړې او ډیري ورزشکاراني خپله راتلونکې روښانه ویني.
انځور: Getty Images/P. Bronstein
په واټونو کې د نجونو زورول په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده. که څه هم د دې ستونزې د له منځه تلو له پاره باید په ټولنه کې کار وشي خو رزمي ورزشونه له نجونو سره مرسته کوي چې د اړتیا په صورت کې له ځانه دفاع وکړي.
انځور: Getty Images/A. Karimi
سپورټ ته د نجونو لاسرسی نه یوازي هغوی ته له ځان څخه د دفاع کولو امکان ورکوي، بلکې په عین حال کې د هغوی له روغتیا سره هم مرسته کوي.