1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافریقا

فرانسه: د القاعده يو جګپوړی قوماندان مو په مالي کې وژلی

۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبه

فرانسه وايی چې ځواکونو يې د القاعده یو مهم قوماندان د مالي هیواد په شمال ختيځ کې د عملياتو پرمهال وژلی دی. د باه اګ موسی په نامه دغه کس د القاعده شبکې د شمالي افريقا د څانګې مشري پر غاړه وه.

Mali Gao französische Truppen
انځور: picture-alliance/AP Photo/C.P. Tesson

فرانسې د جمعې په ورځ ويلي دي چې ځواکونو يې د مالي هیواد په شمال ختيځ کې د پوځي عملياتو پرمهال د القاعده شبکې يو لوړپوړی قوماندان وژلی دی. د فرانسې د وسله والو ځواکونو (دفاع) وزيرې، فلورنس پارلي، وويل چې د فرانسې پوځي بريد د باه اګ موسی ژوند اخيستی دی. پارلي په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې «د ساحل سيمې د جهادي‌ خوځښت تاريخي څېره، باه اګ موسی، د مالي پر ځواکونو او پر نړيوالو ځواکونو باندې د ډېرو بريدونو مسئول بلل کيږي.»

موسی د متحده آيالاتو د ترهګرۍ په ليست کې شامل وو چې د پنجشنبې په ورځ‌ د فرانسې د ځمکنيو ځواکونو او چورلکو په يوه ماموريت کې ووژل شو.

فرانسې په ۲۰۱۳م کال کې په لومړي ځل په دغه سيمه کې پوځي‌ عمليات تر سره کړل څو اسلام پال وسله وال په شا وتمبوي.‌ انځور: Fred Dufour/AFP/Getty Images

فرانسوي ځواکونه ولې په مالي کې دي؟

د موسی وژنه د عملياتو د يوې لړۍ برخه ده چې فرانسوي‌ ځواکونو پکې په تېرو څو اوونيو کې په لسګونو اسلام پال جنګيالي‌ وژلي دي. پخواني استعمارګر هېواد فرانسې څه باندې ۵۱۰۰ تنه سرتېري او نور پرسونل د افريقا په لويديځ کې ځای پر ځای کړي دي چې لويه برخه يې په مالي افریقايي هیواد کې د وسله الو ياغيانو پر وړاندې پوځي عمليات کوي.‌

فرانسې په ۲۰۱۳م کال کې په لومړي ځل په دغه سيمه کې پوځي‌ عمليات تر سره کړل څو اسلام پال وسله وال په شا وتمبوي.‌ خو اوس دغسې نښتې ګاونډيو هېوادونو یعنې بورکينا فاسو او نايجر ته هم غځېدلې دي چې له کبله یې په زرګونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونو نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. 

jf, dv/msh/ن ص/خ ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب