د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د جمعې (د جون میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ د الیزې په ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ولیدل.
په سعودي عربستان کې له مذهب پرته د یوه نوي ملي هویت رامنځته کول
تر دې لیدنې کتنې وروسته الیزې ماڼۍ اعلان وکړ چې مکرون په دغو خبرو اترو کې ټینګار کړی دی هیواد یې اماده دی چې د دفاعي وړتیا د پیاوړې کولو په برخه کې له سعودي عربستان سره همکاري او ملګرتیا وکړي.
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه خبرې اترې د سعودي عربستان او فرانسې ترمنځ په راتلونکي کې د ستراتیژیکو اړیکو د لا زیات پراخولو د څرګوالي په هکله وې.
د امریکا يوه قاضي د سعودي ولیعهد پر ضد د خاشقجي قضیه رد کړې
ویل کیږي چې مکرون او محمد بن سلمان د منځني ختیځ د وضعیت په هکله هم خبرې اترې کړي دي. د الیزې ماڼۍ په وینا دواړه هیوادونه اراده لري چې په دوامداره توګه د کړکیچ پای ته رسولو په برخه کې هڅه وکړي.
مکرون په دغو خبرو اترو کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې یرغلیزې جګړې ته هم اشاره کړې ده او پر ملکي خلکو او د خوړو پر امنیت د دغې جګړې ویجاړوونکو پایلو ته هم اشاره کړې ده.
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په دغه هیواد کی د نوو بدلونونو په ترڅ کی اوس غواړي د "العلا" په نامه یوې لرغوني سیمې دروازې هم د سیلانیانو پر مخ پرانیږي. په دغه ځای کي د "مداین صالح" په نامه تاریخي ودانۍ هم سته.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineد "العلا" په نامه لرغونې سیمه، یو وخت د تجارت یوه لویه لار وه. العلا د مدینې ښار شمال لوېديځ ته په ۴۰۰ کیلومترۍ کي پرته تاریخي سیمه ده. په دغه ځای په اصطلاح (د صحرا په منځ کي سرسبزه ځای) کي ډېر تاريخي آثار لکه په دغه انځور کي چي لیدل کیږي، تر سترگو کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineد "مداین صالح" تاریخي ځای چی د العلا په سیمه کي موقیعت لري، په ۲۰۰۸م کال کي د یونسکو په نړیوال میراث کي ثبت سوی دی. څه ناڅه دوه زره کاله مخکي، په دغه ودانۍ کي ۱۱۱ قبرونه د ډبرو په زړه کي کیندل سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineډیر پخوا، په دغه سیمه کي د نَبَطیان په نامه یو قوم ژوند کاوه چي خپل تجارت یې پر مخ بیوه. دغه قوم، په زراعت کي د مهارت، د بندونو د پیچلي سیستم او د اوبو د زیرمو او کانالونو د اداره کولو په برخه کي ډیر مشهور وو. دغه قوم ته، د هغې سیمي په زړه کي د مصنوعي سرچینو د رامنځته کوونکو په سترگه کتل کیدل چي نن ورځ تر ډیره ځایه وچه سوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineله نبطیانو څخه ډبرین لیکونه هم پاته سوي دي. ددغه قوم د فرهنگ او ژوند کولو له سبک څخه ډیر معلومات په لاس کي نه سته. گومان کیږي چي نبطیان، د میلاد تر لومړۍ زرني مخکي، له عربستان څخه خپل مهاجرت پیل کړی او وروسته د سره سمندر او بحر المیت تر منځ ځای پر ځای سوي دي. هغوی تر میلاد ۵۵۰ کاله مخکي د پترا په نامه سیمې شاوخوا ته تللي چي په اوسني اُردن کي موقیعت لري. پیترا یو وخت د نبطیانو پلازمینه وه.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineد عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، له فرانسې سره، د لرغون پیژندني د اکتشافاتو او همدارنگه د ورانکاریو او له منځه تلو په وړاندي د تاریخي ځایونو د ساتني په هکله یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineلرغون پیژندونکي د روان کال په مارچ میاشت کي، د سیمي او لرغونو آثارو د پلټني له پاره، یو دوه کلن تحقیقاتي پروگرام پیل کړی دی. په دغو پلټنو کي د سیمي په اړه د لا دقیقو اطلاعاتو د تر لاسه کولو له پاره، له هلیکوپترو، بې پیلوټه الوتکو او سټلایټونو څخه کار اخیستل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineتر اوسه پوري یوازي لږ هغه مسافر چي سعودي عربستان ته ځي، په دې بریالي سوي دي چي دغه تاریخي ځایونه وگوري. په دغه انځور کي د بریتانيا ولیعهد شاهزاده چارلز لیدل کیږي چي د ۲۰۱۵م کال په فبروري مياشت کي، منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کي یې د العلا له سیمې څخه د لیدو اجازه تر لاسه کړې ده. اوس د عربستان سلطنتي کورنۍ په پام کي لري چي د اول وار له پاره خارجي سیلانیانو ته توریستي ویزې ورکړي.
انځور: picture-alliance/empics/J. Stillwellد روان کال د مارچ مياشتي په پای کي د عربستان چارواکو، د العلا سیمې ته، د خبریالانو د یوې ډلې د ورتگ زمینه برابره کړه. د ریاض دولت په اوس وخت کي یوازي محدود شمیر هیوادونو ته توریستي ویزې ورکوي چي هغه هم له محدودیتونو او ستونزو سره تړلي دي. خو د عربستان ولیعهد د نوموړي وضیعت د بدلون او د لا زیاتو خارجی سیلانیانو له پاره د دروازو د پرانیستلو په لټه کي دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineعربستان په پام کي لري چی د راتلونکو درو تر پنځو کلونو په ترڅ کي، العلا په یوه توریستي سیمې بدله کړي. په اوس وخت کي په دغه سیمه کي یوازي دوه هوټلونه سته چي په مجموعي ډول پکښي ۱۲۰ تنه مسافر ځاییږي. خو د سعودي عربستان دولت په دې لټه کي دی چي د سیلانیانو له پاره د اوسیدو مناسب ځایونه جوړ کړي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine امانویل مکرون د تیر کال په دوبي کې هم محمد بن سلمان ته، چې د سعودي اصلي واکمن بلل کیږي په پاریس کې هرکلی ویلی و. له فرانسې څخه د بن سلمان لیدنه په ۲۰۱۸م کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د دغه هیواد د انتقادي خبریال جمال خاشقجي تر ترور وروسته اروپا ته د هغه لومړی سفر و.
ماکرون د سعودي له وليعهد سره وکتل
د امریکا استخباراتي ادارې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر ورکولو مستقیم مسئول بولي، خو بن سلمان دغه تورونه رد کړي دي.
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
په فرانسې کې د سعودي د ولیعهد هرکلی د بشري حقونو د فعالانو او د هغه د مخالفینو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی. د بشري حقونو له سازمان څخه احمد بن خمسي وویل: «د تاسف ځای دی، یو داسې سیاستوال ته لاس ورکوو چې د یوه ژورنالیست په قتل کې یې لاس درلودل ثابت شوي دي.«
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص