1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې صدراعظم: زموږ دښمن «افراطي اسلام» دی

۱۳۹۹ آبان ۱۸, یکشنبه

د فرانسې صدراعظم، جان کاسټيکس د افراطي اسلامپالو پر ضد د سختې مبارزې په اعلان سره وويل چې «موږ خپل دښمن پيژندلی دی.» هغه وويل پاريس به د «افراطيانو د اسلام» پر ضد خپلې مبارزې ته تر پايه ادامه ورکړي.

Frankreich Nizza Gedenken an die Opfer des Terroranschlags  Jean Castex
انځور: Valery Hache/REUTERS

د فرانسې صدراعظم، دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) د فرانسې په سويلي ښار، نيس کې، د دغه ښار په وروستۍ تروريستي حمله کې د وژل شوو کسانو په يادغونډه کې وکړې.

د اکتوبر مياشتې په ۲۹مه، يو تونسي شخص پر ېوې کلیسا باندې بريد وکړ. هغه چې ېوه چاړه له ځانه سره درلوده، سر بیره پر دې چې د يوې ښځې څخه يې سر پرې کړ، دوه نور کسان يې هم ووژل. د رپوټونو مطابق، حمله کونکي د حملې پر وخت د «الله اکبر» ناره کړې ده. د حملې پر وخت حمله کونکی هم د پولیسو په ډزو ټپي او روغتون ته انتقال شو. د هغه روغتيايي وضعيت تر اوسه هم د انديښنې وړ دی.

د دغې پيښې په تړاو، د فرانسې صدراعظم په نيس ښار کې د شنبې په ورځ غونډه کې وويل: «موږ خپل دښمن پيژندلی. نه یوازې مو پيژندلی، بلکې يو نوم هم لري. د دغه دښمن نوم «افراطي اسلام» دی. دا يوه سیاسي نظريه ده چې د يو مذهب په توګه د اسلام خلاف ده.»

د فرانسې صدراعظم همدارنګه  وويل: «د پاريس حکومت دې د دغه دښمن پر وړاندې په خپله ورځنۍ مبارزه کې خپل ټول نهايي امکانات په کار واچوي.» هغه دا هم وويل چې «افراطي اسلام داسې يو سیاسي پيغام دی، چې د اسلام اصلي روح او اصلي پيغام په ټوټې ټوټې کولو سره وړاندې کيږي.»

د نيس ښار تر حملې مخکې، د اکتوبر مياشت په ۱۶مه په پاريس ښار کې يوه ۱۸ کلن چيچنيايي مهاجر هم يو فرانسوي ښوونکی په چړې وژلی وو. ويل شوي چې دغه ښوونکي په ټولګۍ کې د بيان آزادۍ د حق د تشریح پروخت، د اسلام د پيغمبر کاريکاتور زده کونکو ته ښکاره کړی وو. دغو دواړو پيښو له ځانه سره پراخ غبرګونه درلودلي دي. 

دویچه وله ا/م.ک.ص./م.ق.ن.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب