1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې له خپلو اتباعو غوښتي چي له افغانستانه ووځي

۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبه

فرانسې په افغانستان کي له خپلو اتباعو غوښتي چي سمدلاسه دي افغانستان پریږدي. دغه غوښتنه په داسي وخت کي مطرح کیږي چي نړیوال ځواکونه د وتلو په حال کي دي او د طالبانو بریدونه تر بل هر وخت ډیر سوي.

Afghanistan | Sicherheitskräfte in Kabul
انځور: Omar Sobhani/REUTERS

په افغانستان کي د وضعیت په خرابیدو سره، فرانسه هم د هغو هیوادونو په ډله کي راغله چي له خپلو اتباعو یې غوښتي چي افغانستان پریږدي او یا یې هم مخکي له مخکي خپل اتباع له دغه هیواده ایستلي، لکه څنگه چي په دا وروستیو کي چین او هند همدار کار وکړ.

په کابل کي د فرانسې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي حکومت له کابل څخه فرانسې ته وروستی پرواز په وړیا توگه سازمان دهي کړی، تر څو «فرانسې ته د ټولو فرانسویانو ستنیدلو» ته زمینه برابره کړي.

د فرانسې سفارت زیاته کړې، هر وخت چي د نوموړي هیواد اتباع پریکړه وکړي چي د جولای تر ۱۷ مي وروسته به هم په افغانستان کي پاته سي، دوی نسي کولای چي د هغوی د بیرته ستنیدو امنیت تضمین کړي. دا معلومه نه ده چي په افغانستان کي څومره فرانسويان او افغان- فرانسوي اتباع ژوند کوي.

په دغه اعلامیه کي راغلي: «د فرانسې سفارت په رسمي ډول ټولو فرانسوي اتباعو ته سپارښتنه کړې چي له دغه ځانگړي پرواز څخه گټه واخلي او یا هم د هري لاري چی خپله غواړي، ژر تر ژره افغانستان پریږدي.»

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسې له پيل راهيسي طالبانو په ټول هیواد کي پراخ بریدونه پیل کړي دي او د ډيرو ولسواليو د نيولو ادعا يې کړې ده. په پام کي وه چي د ځواکونو د وتلو بهیر به د سپتمبر تر یوولسمي بشپړ سي، خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اعلان کړی چي دغه بهیر به د اگست تر پایه بشپړ سي.

په کابل کي د فرانسې سفیر دوید مارتینون ویلي چي طالبان «د قانون حاکمیت ته مطلقه بې پروايي» لري. هغه زیاته کړې:«د طالبانو جنگیالي چور او چپاول کوي، مخابراتي شبکې او ودانۍ ورانوي او اور وراچوي. هغوی همدارنگه ملکي خلک نیسي او پرته د کوم جرم له ثبوت څخه وژني او پر محبسونو باندي بریدونه کوي.»

نوموړي له طالبانو غوښتي چي خپل تهاجمي عملیات او د افغانستان پیژندل سوو څیرو هدفمندانه ترور بند کړي: «طالبان تر خپلي ولکې لاندي سیمو کي داسي اعلامیې خپروي چي پکښي د ښځو او نجونو له حقوقو څخه سرغړونه کیږي.»

په کابل کي د فرانسې سفیر زیاته کړې: «هغوی په هغو سیمو کي چي تر خپلي ولکې لاندي يې راولي، رسنۍ بندوي، تر څو د بیان آزادي خفه او د افغانانو په منځ کي بیره خپره کړي.»

هغه زیاته کړې چي له افغانستان څخه د فرانسې ملاتړ به «تر بل هر وخت ډیر» ادامه پیدا کړي او د دغه هیواد سفارت په کابل کي پرانیستی پاتیږي.

مارتینون زیاته کړې چي په کابل کي د فرانسې سفارت مخکي لا خپل محلي کارکوونکي له کورنیو سره او همدارنگه هغه کسان چي له فرانسوي سازمانونو سره يې کار کاوه، له دغه هیواده ایستلي دي.

GP/NZ (afp)