1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

د فرانسې نوي لومړي وزیر هم استعفا وکړه

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۴, دوشنبه

سباستیان لوکارنو نیږدې میاشت مخکې د فرانسې لومړی وزیر ټاکل شوی وو او په دې توګه په فرانسه کې د دوو کلونو په موده کې پنځم لومړی وزیر وو چې دغه مسوولیت پر غاړه اخلي. لوکارنو د کابینې د جوړښت له کبله اوس استعفا کړې.

لوکارنو د لومړي وزارت له مقام څخه د استعفا لامل په دغه هیواد کې د سیاسي ګوندون ترمنځ د جوړجاړي نه شتون بللی دی.
د فرانسې د نوې کابینې پر جوړښت انتقادونو د دې هیواد لومړی وزیر استعفا ته اړ کړ.انځور: Eliot Blondet-Pool/SIPA/picture alliance

د فرانسې نوي ټاکل شوي لومړي وزیر سباستیان لوکارنو، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۶مه) د خپلې نوې کابینې له ټاکلو لږ وروسته، د فرانسې د لومړي وزارت له مقام څخه استعفا ورکړه. د دوشنبې په سهار د فرانسې ملت ته په پیغام کې چې د خپلې استعفا له اعلان څخه یو ساعت وروسته یې خپره کړه، د فرانسې دغه لومړي وزیر سباستیان لوکارنو د خپل تګ علت د سیاسي ګوندونو له لوري د نرمښت نه شتون یاد کړی دی. نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «زه تیار وم چې جوړجاړی وکړم، خو هر ګوند غوښتل چې بل ګوند دې د دوی ټول پروګرامونه ومني.»

د فرانسې د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر لوکارنو استعفا داسې یو ناڅاپي اقدام وو چې د فرانسې روان سیاسي کړکیچ یې نور هم ژور کړ. د لومړي وزیر له لوري د کابینې ټاکنه د سیاسي ډلو تر منځ د څو اونیو سلا مشورو وروسته شوې وه. ټاکل شوې وه چې د کابينې لومړۍ غونده نن د دوشنبې په ماسپښین وشي. په فرانسه کې سیاسي کړکیچ له دې امله هم رامنځ ته شوی چې د دغه هیواد په پارلمان کې هېڅ ګوند یا ډله اکثریت نه لري.

د فرانسې دغه لومړي وزیر سباستیان لوکارنو د خپل تګ علت د سیاسي ګوندونو له لوري د نرمښت نه شتون یاد کړی دیانځور: Ludovic Marin/AFP/Getty Images

فرانسه کې تازه سیاسي کړکیچ

د فرانسې سیاسي وضعیت وروسته له هغې لا ډیر بې ثباته شو چې د دې هیواد ولسمشر امانویل ماکرون، په ۲۰۲۲ کال کې د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شو. تر ټاکل کیدو وروسته نوموړي د پارلماني انتخاباتو غوښتنه وکړه، داسې اقدام چې په فرانسه کې سیاسي بې ثباتي او کړکیچ لا پسې ژور کړ.

د روان میلادي کال د سپتمبر په ۸، د فرانسې پخواني لومړي وزیر فرانسوا بایرو، د بودیجې پر سر په پارلمان کې د باور رایه ترلاسه نه کړه. دې کار هغه اړ کړ چې د لږکي حکومت د مشرۍ له مقام څخه لاس پر سر شي او یوه ورځ وروسته بیا ماکرون لوکارنو د نوموړي د ځای ناستي په توګه وټاکه. لوکارنو، چې د ولسمشر ماکرون نږدې متحد دی، د دوو کلونو په موده کې د فرانسې پنځم لومړی وزیر وو چې دغه مسوولیت یې منلی وو.

په عین وخت کې د فرانسې د لومړي وزیر استعفا په فرانسه کې هم د سیاستوالو او ګوندونو غبرګونونه را پارولي دي. په فرانسه کې د ښي اړخي سخت دریځه ګوند مشرې مارین لوپین، د لوکارنو د استعفا په غبرګون کې وویل چې نوي پارلماني انتخابات د روان سیاسي وضعیت یوازینی عملي حل لاره ده. هغې په ټولنیزه شبکه ایکس کې د یوه پیغام له لارې ویلي چې «زه د ملي اسامبلۍ د منحل کېدو غوښتنه کوم.»

ښي اړخې فرانسوۍ رهبره مارين لو پن څوک ده؟

02:20

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب