1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

یوه فرانسوۍ پولیسه د چړې په حمله کي سخته ټپي سوې

۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبه

په فرانسه کي د څو وروستیو اونیو په جریان کي دوهم برید پر مهال پرون جمعه بیا یوه پولیسه سخته زخمي سوې ده. د پولیسو په حواله دغه حمله د فرانسې د غرب د نانت ښار د پولیسو پر یوه ماموریت تر سره سوې.

Frankreich Nantes | Messerangriff | Mann verletzt Polizistin
انځور: Loic Venance/AFP/Getty Images

د پولیسو د معلوماتو پراساس دغه په رواني مریضۍ اخته اسلام پاله د زخمي سوي پولیسي د موټر پواسطه تر فرار وروسته د پولیسو سره د فیرونو په تبادله کي ووژل سو. د لوی څارنوالۍ په حواله هغه د فرار پر وخت یوه ښځه هم د ځان سره یرغمل نیولې وه.

د فرانسې داخله وزیر،جرارلد دارمانین د پيښي د ځای څخه تر لیدو وروسته وویل، چي دغه شخص په هدفمندانه ډول سره پر پولیسو باندي حمله وکړه. د وزیر په حواله دغه تقریبأ ۴۰ کلن برید کونکی د یوه خطرناکه شخص په حیث مشهوره ؤ. په فرانسه کي دغه زیږیدلي کس په ۲۰۱۶ م کال کي بندي ؤ او د « اسلام څخه د هغه د افراطي تفسیر په وجهه د اسلام پاله شخص» په کټه ګورۍ کي درجه بندي سوی ؤ.

د عدلي مقاماتو په حواله مجرم کس د دماغي تمرکز د اختلال په رواني مشکل باندی اخته ؤ. دغه پيښه پرون جمعه سهار(د می میاشتي ۲۸ مه) د نانت ښار د شاوخوا د پولیسو په یوه ماموریت کي رامنځته سوه.

د برید کونکي کس د پلټني او تعقیب پخاطر عملیاتو کي ۸۰ پولیسو د هغوی د اموخته سپیانو سره برخه درلوده. سربیره پردې په عملیاتو کي دوو هلیکوپترونو هم برخه درلوده. خو د هغه سره د فیرونو د تبادلې پروخت دوه نور هم پولیس ټپیان سول.

د لويي څارنوالۍ د معلوماتو پراساس بریدکونکی د فرار پروخت یوه کور ته ورننوتی ،هلته یې یوه ځوانه ښځه دوه نیم ساعته یرغمل ونیوله او د هغه ځایه څخه یې پر پولیسو باندي فیرونه کول. هغه د فیرونو په تبادله کي زخمي او لږ وروسته د خپلو زخمونو له وجهي مړ سو.

 

تر دغي حملې وروسته چي د څو اونیو په جریان کي په دوهم وار پر پولیسو تر سره سوې، پولیسو د حکومت څخه د لا ډیر ملاتړ او تقویې غوښتنه وکړه. یوه اونی دمخه په لسهاوو زرو پولیسو د فرانسې د پارلمان په مخکي په دغو شعارونو سره مظاهره وکړه:« موږ ته معاشونه راکړی، چي خدمت وکړو او نه داچي مړه سو».

آژانسونه/ق.ن/ اا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب