د فرانسې پوځ غواړي په دغه فضايي ماموريت کې د خپلو سټلايټونو پر وړاندې ګواښونو سره د مقابلې له پاره د خپل فضايي مرکز د وړتياو آزموینه وکړي. فرانسه غواړي د نړۍ دريم ستر فضايي ځواک وګرځي، چې دا د دغو پلانونه یوه برخه ده.
اعلان
د فرانسې فضايي مرکز په ۲۰۱۹م کال کې جوړ شو چې د پلان له مخې تر ۲۰۲۵م کال پورې به ۵۰۰ کارکوونکي ولري. دغه تمرينات د فرانسې د هغو ستراتيژيکو پلانونو يوه برخه ده چې غواړي ځان د نړۍ دریم تر ټولو لوي فضايي ځواک وګرځوي.
دغه هيواد روانه اوونۍ په فضا کې خپل لومړني تمرينات پيل کړل. له دغو تمريناتو څخه موخه دا ده تر څو فرانسه د خپلو سټلايټونو د دفاعي وړتياوو او د يوې حملې پر وړاندې د هغو د دفاعي سیستم د تجهيزاتو آزموينه وکړي.
د فرانسې د نوي ايجاد شوي فضايي مرکز مشر، مايکل فريدلینګ وويل: دا «زموږ د سیستمونو د ارزونې» تمرينات دي. فريدلینګ زیاته کړه چې دا په خپل ډول کې د «فرانسې د پوځ او حتی د اروپا په کچه لومړني تمرينات دي.»
د دغو فضايي تمریناتو له پاره د «AsterX» (استرايکس) کوډ نوم انتخاب شوی دی. دغه نوم له ۱۹۶۵ راهیسې د فرانسې د لومړني سټلايت په ياد، ورکړل شوی دی. دغه تمرینات به د شبيه جوړنې د ۱۸ واقعو پر اساس په يوه عملیات خونه کې ترسره کيږي.
فريدلینګ د فرانسې له فضايي مرکز څخه چې د فرانسې په سويل لويديځ، تولوز کې واقع دی، خبريالانو ته وويل: «د پيښو يوه لړۍ رامنځ ته شوې چې زموږ د فضايي زیربناو پر وړاندې يې بحراني حالات او يا ګواښونه ایجاد کړي، خو يوازې دا هم نه ده.»
د فرانسې پوځ به د دغو فضايي تمریناتو پر وخت يو خطرناک بالقوې فضايي جسم د يو ګواښ په توګه تر څار لاندې ولري او دغه راز به د خپل سټلايت پر وړاندې پر داسې ګواښونو تمرکز وکړي چې د پام وړ بهرني ځواک درلودونکي دي.
د فرانسې په دغو فضايي تمريناتو کې د آلمان فضايي سازمانونه او د امریکا متحده ايالاتو نوی فضايي ځواک هم برخه اخيستې ده. دغه تمرینات د دوشنبې په ورځ پیل شول چې تر جمعې ورځې پورې به ادامه ولري.
فرانسې په ۲۰۱۹م کال کې د فضايي قواو مرکز (CdE) جوړ او په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵م کال پورې يې د ۵۰۰ په شمیر پرسونل ولري.
د فضايي پروګرام شپږ کلنې دورې له پاره پانګونه به تر ۴ اعشاريه ۳ ميلیارده يورو پورې ورسيږي کوم چې يوه برخه يې د چين او امريکا متحده ايالاتو له خوا مصرفيږي.
adi/aw (AFP, EFE, Interfax)/mks/nz
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ (25.12.2019).
فضا له 5G شبکې سره څه تړاو لري؟ د اروپا فضايي اداره د ستېلايت د داسې يوه سیسټم د رامنځته کولو د پلان ادعا کوي چې د جي پنځه د ځمکنۍ شبکې ترڅنگ د فايبر په څېر «په آسمان کې شبکه» جوړه کړي. ويل شوي دي چې دا د بې سيمه مخابراتو يو نوی نسل دی چې هر څه به په هر ځای کې او له هر څه سره او هر وخت تړلي وي. ويرونکی که جالب؟ تر اوسه لا نه پوهیږو.
انځور: picture-alliance/imagebroker/O. Maksymenko
د فضا پاکول
په ۱۹۵۷م کال کې فضا ته له سفرونو راهيسې، فضايي چټلي په کراتو کراتو زياته شوې ده. ESA يا د اروپا فضايي اداره پلان لري چې دغه ستونزې ته رسيدگي وکړي او په دې موخه يو ځانگړي ماموريت واستوي. د ځمکې په مدار کې ۳۴ زره داسې څېزونه چې اوږد والی یې تر۱۰سانتي مترو زيات دی، موجود دي. دغه شيان يا لږ تر لږه يو برخه یې راټوله او فضا ترې پاکه شي.
انځور: ESA
کاينانو ته لاره
په پام کې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې به هغه فضايي مرکز چې د سپوږمۍ په مدار کې به څرخي او «Gateway» يا لاره نوميږي، جوړ شي. له دغه مرکز څخه به نه يوازې سپوږمۍ له نزدې وڅېړله شي، بلکې دا مرکز به د داسې يوې اډې په توگه کار وکړي چې د نورو فضايي ماموريتونو له پاره ترې پروازونه ترسره شي.
انځور: ESA
آيا د آسماني ډبرو د ټکر مخ نيول کیدلی شي؟
د امريکا متحده ایالاتو فضايي اداره NASA او د اروپا فضايي اداره پلان لري چې په دې اړه تحقيقات ترسره کړي، چې وپوهيږي څه شی د استرويد يا آسماني ډبرو لارې ته د تغير ورکولو باعث گرځیدلی شي.
انځور: ESA
د بار وړولو نوي سيسټمونه او فضايي بيړۍ
د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې به Ariane 6 هغه نوې اروپايي بيړۍ وي چې فضا ته بار وړي. د دې وسيلې په رامنځته کولو سره اروپايي ټولنه غواړي فضا ته خپلواک لاس رسی تضمين کړي. ياده اداره د فضايي بيړيو پر يوه داسې شکل هم کار کوي چې يو بيا کاريدونکی لابراتوار ولري او د خپل ماموريت تر بشپړولو وروسته به بيرته ځمکې ته راستنيږي.
انځور: ESA
د لا ډېر مخکې تگ ژمنه
د اروپايي ټولنې فضايي ادارې ويلي دي چې غواړي په راتلونکي لسیزه کې د پخوا په پرتله ډېر پر مخ ولاړ شي. زياته شوې ده چې ټول فضا نوردان به د دويم ځل له پاره او همدا راز نوي فضا نوردان په لومړي ځل فضا ته وليږدوي. د ماتيوس ماور په شان فضانوردان به سپوږمۍ ته ولاړ شي. همدا راز به د اروپا فضايي ادارې فضا نوردان له ناسا سره په گډه د نمونو راوړلو له پاره مريخ ته ولاړ شي.