1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوهستانۍ تر مرګ مخکي له امنیتي مسئولینو مرسته غوښتې وه

۱۳۹۹ دی ۵, جمعه

د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ له خپل کوچني ورور سره د پنجشنبې په ورځ په کاپیسا کې په ډزو ووژل شوه. هغې څو ورځې ترمخه د ګواښونو په هکله امنیتي مسئولینو ته هم خبر ورکړی وو.

Afghanistan Feeshte Kuhestani
انځور: Facebook/Feeshte Kuhestani

فرشته کوهستاني او د هغې کوچنی ورور د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر۲۴مه) په کاپیسا ولایت کې ووژل شول. په افغانستان کې هدفي وژنو زور اخیستی دی، داسې ترورونه چې څوک یې په ښکاره توګه مسئولیت نه اخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د یادې پیښې پخلی کړی دی او د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې هکله ویلي: «ناپیژندو وسله والو کسانو د کاپیسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې فرسته کوهستاني ترور کړې ده.»

بل لوري ته د کاپیسا ولایت والي عبدالطیف مراد، هم د پیښې پخلی کړی او هغه په دې هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې مېرمن کوهستانۍ خپل کور ته څیرمه وژل شوې او دا چې د هغې کوچنی ورور هم په دې پیښه کې وژل شوی دی. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې پیښې مسئولیت نه دی منلی خو افغان حکومت د وروستیو هدفي وژنو مسئولیت طالبانو ته راجع کوي.

میرمن کوهستانۍ د دسمبر میاشتې پر ۱۱مه نیټه پر خپلي فسبوک پاڼه باندې هغې ته د متوجه ګواښونو په هکله یوه لیکنه هم کړې وه. هغې په دې لیکنه کې ویلي چې «څه موده کیږي ژوند له ډار او ویرې سره یوځای تیروم. څو ځله مې له کورنیو چارو وزارته او په خپله د کورنیو چارو له وزیره او همدا راز له جرمونو سره د مبارزې له رئیس او د جنايي تحقیقاتو له مشره، د ملي امنیت له رئیس څخه د پاملرنې غوښتنه کړې خو هغوی هیڅ پام ونه کړ.» هغې زیاته کړه چې زه ډاریدونکې نجلۍ نه یم او دا چې ویره مې یوازې د خپلې کورنۍ او همکارانو په هکله ده.

انځور: Facebook/Feeshte Kuhestani

مېرمن کوهستانۍ په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ فعالیت کړی وو او په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیره فعاله وه. د سولې د مصالحې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله هم د فرشتې کوهستانۍ وژنه غندې او دغه پیښه یې «ترهګریز برید» بللی دی.

تر دې یوازې یوه ورځ وړاندې د افغانستان د عادلانه او آزادو ټاکنو د سازمان مشر یوسف رشید له خپل موټر چلوونکي سره یوځای په کابل کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو. د رشید تر وژنې وروسته، په کابل کې د زندان د ډاکټرانو موټر هم د ماین چاودنې ښکار شو چې په پایله کې د یوې ښځینه ډاکټرې په ګډون پنځه تنه ووژل شول.